ټوکې ټکالې

سړی نه یم – ټوکې ټکالې ۸

سړی نه یم :
يو سړی چه غلام جان نومیده ، کابل ته ولاړ او هلته د یوه رفيق کورته ورغی ، دروازه يی ور وټکوله. له هغی خوا ږغ وشو چی څوک يی؟ ده ورته وویل غلام جان یم. هغوی دروازه ور خلاصه نه کړه . دی چی کلی ولاړ ، و خپل رفيق ته يی دا قصه وکړه . هغه ورته وویل چه تا به ورته ويلی وای چی سړی يم . په غلام جان خو تا هلته څوک نه پیژنی . ده ورته وويل چی که يی دروازه خلاصه کړی وای او لیدلی یی وای چه زه سړی نه ،غلام جان یم نو بیا ؟

نر بیزو :
د باغ وحش معاون و خپل ريس ته چی په خارج کی وو تليفون وکړ او پوښتنه يی تری وکړه چی زموږ د باغ وحش بيزو  نر ته ضرورت لری. موږ یو نر ورته پیدا کړو اوکه ستا تر راتګ پوری انتظار و باسو ؟

د جنت تعريف :
یوه نصیحت کونکی به تل د جنت تعريف کاوه . یوه سړی یوه ورځ پوښتنه تری وکړه چي : صاحبه ته همیشه د جنت تعريف کوئ اما د دوږخ په باب څه نه وایی ؟ نصیحت کونکی ورته وويل چی په دوږخ کی بیله هغه سره وينو . اوس پر هغه خبری بيځایه دی .

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: