سود (الربی)

قال الله تعالى : الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (٢٧٥)
ژباړه: وايي هغه كسان چې سود خوري نه به راپور ته کيږي (په ورځ دقيامت دغه خلک) مګر د هغه كس غوندي به راپاڅي چې حواس يې شيطان خراب کړي وي، (ليونی غوندي وي) دا په دې سبب سره چې هغو (سودخوړونکي) وويل: په تحقيق سره تجارت او حلاله بيعه په جواز کې لكه سود هم داسي ده، حال دا چې الله(جل جلاله حلال ګرځولی دی پاک تجارت اوحرام يي ګرځولی دی سود، نو چاته چې د رب لخوا كوم پند راغى او (له سود خوړلو) منع شو نو دی دغه شخص لره هغه سود او ګټه چې اخيستي يي ده د مخه ترمنع كيدو او د هغه كار الله ته سپارل شوى دى او هغه څوك چې سود خور سواودسودګټه يې واخيسته وروسته تر منعي نودې دغه كسان ملګري داوردجهنم اوهميشه به پكښي وي، په دغه اور كښي.
(يَمْحَقُ اللّهُ الْرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ) (٢٧٦)ژباړه.ورك كوي الله (جل جلاله) بركت دسود او زياتوي الله (جل جلاله) ثواب دخيراتونو، الله (جل جلاله) دوستي نكوي له هر سخت ګنهګاره كافرسره بلكه دغه ناشكره دحرامو حلالونكي په عذابوي چې سود خوريو دهغوی له ټولی څخه دی.

قوله تعالي(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَذَرُواْ مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ) (٢٧٨)
فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ فَأْذَنُواْ بِحَرْبٍ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ  (٢٧٩)ژباړه:اي هغه كسانو چې ايمان موراوړی دی وبيريږی دالله (جل جلاله)څخه، پريږدی هغه څه چې دسوددګټي څخه پاته دي هغوكسانوته چي تاسي دهغوی څخه سوداخلی،كه چيرته ياست تاسو ايمان لرونكي، كه چيري مو پري نښودی سود اودافعل موونکړ، نو تيار کړی ځانونه خپل دجنګ لپاره الله او دهغه رسول (ص) ته او كه مو توبه ويستل دسود څخه نو ستاسو لپاره رأس المال ستاسوخپل حق سته،تاسوظلم مكوی په هغه كسانوچي تاسودرأس المال څخه علاوه كټه واخلی،همدارنګه دې په تاسوباندې هم ظلم نه کيږي داچي رأس المال هم درڅخه وګرځوي.
په قران الكريم كي نورهم زيات ايتونه سته چې دسود خوړل يې حرام ګڼلي اوګرځوليدي او الله جل جلاله خپل بندګان ددغه شنيع اوډير بد عمل څخه منع كوي، كه څه هم دغه سود خوړل داسلام دمبارك دين څخه وړاندي حرام اوناروا كار نه وو او ديوه تجارت په توګه يې په خلکوکې رواج درلود، هم دا دليل وو چې سود خوړونكوبه دسود تشبيه دحلال تجارت سره وركوله، حديث { عن ابي هريرة(رض) عن النبي(ص) قال: اجتنوا السبع الموبقات، قالوا وما هن؟ قال: الشرك بالله والسحر، وقتل النفس التي حرم الله الا بالحق، واكل الربى، واكل مال اليتيم، والتولى يوم الزحف وقذف المحصنات المؤمنات الغافلات } رواه البخاري وابو داود والنسايي وغيره.
دا مبارك حديث دشرك، قتل او نورو موضوعاتوپه بحثونوکې تير شوی دی دلته مي دتاكيد لپاره راوړی دی. ژباړه. [stextbox id=”info” direction=”rtl”]له حضرت ابي هريره رضي الله تعالى څخه روايت دی، چې حضرت رسول اكرم(ص) وويل: پرهيز وکړی داووه مهلكو اووژنکوشيانو څخه، صحابه كرامو(رض)پوښتنه وکړه چې هغه څه شي دي يا رسول الله ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل شريك د الله (جل جلاله)سره نيول، سحر، وژل دهغه نفس دي چې الله حرام کړی وي، مګر په حقه سره، خوړل دسود دي، خوړل دمال ديتيمانو دي په ظلم اونارواسره، تښتيدل دجنګ څخه دجنګ په ورځ له كفارو څخه، بهتان ويل په هغو مومنوښځو باندې دی په زناكولوسره په داسي حال كښي چې هغوی دداسي اعمالونه غافلي يعني ناخبري وي. [/stextbox] }وعن ابن مسعود (رض) قال: لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم آكل الربى ومؤكله} رواه مسلم والنسائي وابو داؤد والترمذي وابن ماجه وابن حبان.
دحضرت عبدالله بن مسعود (رض) څخه روايت دی، هغه وايي چې لعنت ووايه رسول الله صلى الله عليه وسلم . پر خوړونکې او وركونكي دسودباندي .
}وعن جابر بن عبدالله (رض) قال: لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم آكل الربى ومؤكله وكاتبه وشاهديه وقال وهم سواء } رواه مسلم وغيره.
ژباړه.دحضرت جابر دعبدالله د زوی څخه روايت دی،هغه وايې چې لعنت ووايه رسول الله (ص) په سود خوړونکې،سود وركونكي، په خط ليكونكي باندي په منځ ددوی دواړو کې دسود په سوداسره او پرهغو دوو شاهدانوباندې چې په ورکړه اومعامله باندې يې شاهدان وي،همدارنګه رسول الله(ص)وويل چې دوی ټوله سود خور، وركونكي، كاتب او شاهدان سره يوشی دی په حكم دګناه کې.
}وعن سميرة بن جندب(رض) قال: قال النبي(ص)‌ رأيت اللية رجلين اتياني فاخرجاني إلى ارض مقدسة، فانتطلقا حتى اتينا على نهر من دم فيه رجل قائم و على شط النهر رجل بين يديه حجارة فأقبل الرجل الذي في النهر فاذا اراد ان يخرج رمى الرجل بحجر في فيه فرده حيث ماكان فجعل كلما جئ ليخرج رمى في فيه بحجر فيرجع كما كان فقلت ما هذا الذي رأيته في النهر؟ قال: آكل الربوا} رواه البخاري هكذا في البيع مختصراً .

ژباړه.دحضرت سميرة بن جندب رضي الله عنه څخه روايت دی، هغه وايې چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل: په خوب کې مي وليدل چې دوه نفره ماته راسي، زه يي دكوره وييستلم اويوې مقدسي ځمکې ته يي بوتلم ، هم داسي روان وو ترڅو چې موږ راغلو دوينويوي لويې ولي ته ومي ليده چې دولي په منځ کې په وينو کې ډوب يوسړی ولاړ دی، دولي په غاړه باندې بل سړی ناست دی ډبري يې مخي ته پرتي دي، هغه په وينو کې ډوب سړی چي به كله حركت كاوه او غوښتل به يي چې دوينو له ولي څخه بهريادباندې راووز ي او وخيژي، خو د ولي په غاړه باندې ناست سړي به په ډبروباندې په دا خوله خوله کې وويشتی ترڅوبه هغه بيرته دوينو دولي منځ ته ورسيدی، همدارنګه هرځلي چې به دوينودمنځ سړي غوښتل چې دوينو دولي نه ووزي، نو هم دغه بل دولي دغاړي سړي په ډبروباندې په خولي کې ويشتی ترڅوبه هغه بيرته هغه ځای ته رسيدی، ددې دواړو خلكو هم دا كسب وو، ما دهغه دوو خلكو څخه پوښتنه وکړه چې داسړی څوك دی چې زه يي په داسي بد عذاب کې وينم؟ هغوی را ته وويل چې داسړی سود خوړونکی دی، صحيح بخاري.
} وعن ابن مسعود (رض) ذكر حديثاً عن النبي(ص) وقال: فيه ما ظهر في قوم الزنا والربا الا احلوا بانفسهم عذاب الله} رواه ابويعلى باسناد جيد.
ژباړه.دابن مسعود(رض) څخه روايت دی كله چې هغه درسول الله(ص) حديث مبارك ذكر كاوه په هغه حديث کې يي وويل: نه ښكاره کيږي په يوه قوم کې زنا او سود مګر روا او حلال کړي دغه قوم په ځانونو خپلو باندې عذاب له طرفه دالله (جل جلاله)په بل حديث کې دحضرت ابي هريرة (رض) څخه روايت دی چې سود خوړل (70) اويا ګناهونه لري، اسانه يي داسي ده لكه څوك چې دخپلي مور سره زنا كوي العياذ بالله په نفسي الفاظو سره ابن ماجه په كتاب التجارات په 58 باب كښي او نورو كتابو نولكه ابي الدنيا، ابن ماجه او احمداوداسي نور دحضرت ابي هريره (رض) دخولي څخه روايت كوې، هغه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل داچې خوب مي ليدی چې يوه شپه تګ وسو په ماسره، كله چې اووم اسمان ته ورغلم لوړ مي وكتل چې ناګاه زه په تنا بريښنا او توره تاريكه کې وم، دهغه وروسته په يوه قوم باندې راغلم چې نسونه يي ډيربي درکه پړسيدلي ،دهغوی نسونه داسې لوی لوی وه لكه دغټو خونو په ډول سره ، دننه دهغوی په نسونو کې ژوندي ژوندې ماران وه چې دهغوی په نسونو کې به يو په بل سره تاويدل،دهغوی دنسو دباندې څخه دهغوی په نسونو کې دغه ژوندي ماران معلوميدل، ما دجبريل (ع) څخه پوښتنه وکړه چې داخلك څوك دي چې داسي په سخت عذاب کې ژوندکوي؟ هغه راته وويل: چې دا قوم ستادامت سود خوړونكي دي العياذ بالله. ابوداود او ابن ماجه دحضرت ابي هريره (رض) دخولي څخه روايت كوي،هغه وايې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل خامخا به په خلكوباندې داسې وخت او زمانه راسي چې قريب ټوله به په سود خوړلوسره اخته وي،كه چيرته څوك شاذ او نادر پاته وي نو ګرزخو به يي خامخا ورته رسيږي.
دا چې سود خوړل دمسلمانانو لپاره دغټو او كبائرو ګناهونوڅخه دی عذاب يي هغه عذاب دي چې انسان يي تصور نسي كولای نو هر مسلمان ته پكار ده چې دداسي درانه كاره څخه ځان اواهل وژغوري اخرنی حديث مبارك په دې سره ګواهي ورکوي چې په اخره زمانه کې به اقسام او انواع دسوددمعاملاتوپه مختلفونومونوسره دومره زيات سي چې هرسړی به يي په يواندازه سره خوري او دا كيدلای سي چې داخوړل يو عادي تجارت وګرځي.
سود څه ته وايي په دي كښي درسول الله صل الله عليه وسلم دخولي ډيرحديثونه سته، چې دهغه عام حكم ديوه شي په بدل کې دنفس جنس څخه تر هغه زيات شی اخستل دي، دمثال په توګه يوه پېمانه خرما چاته ورکړي دضرورت په وخت کې بيا دوې پېمانې خرماوي دهغه شخص څخه غواړي يو من غنم، يا يو يو من جواري، يا يو من اوربشي وركول خو دهغه په عوض كي دوه منه يو منېم درې منه اخستل،همداسي زيات په نقدو پيسو کې چې دافغانستان ډير خلك په هندوستان کې په دغه كار اخته دي، يو كال زر كلداري، يازر افغانی، يا بله كرنسي وركوې او بل كال ته دهغوپيسو ګټه پنځلس سوه، دوه زره اودري زره ځيني اخلي كه په معيېن تاريخ باندي هغه شخص دغه سودخوړونکې ته پيسي ورنکړي يايي نلري نو دا مبلغ نور هم زياتيږي، همدارنګه دبانكونو په سودكي چي دقرض په نامه سره دا كار سته چې نقدي افغانی يا ډالر خلكو ته وركوي، دمثال په توګه زر ډالره دقرض په نامه وركوي، په هره مياشت کې دهرو سلو ډالرو په سر 18 ډالره ګټه، يا شل ډالره ګټه غواړي، همدارنګه په صرافيو کې دتاريخونو معاملات، چې بيعه دنسيه يا عدم ده، همدارنګه په كمپنيو كي دانټرنيت په ذريعه دنسيه سود او دي ورته نورمعاملات دې، چې اوس بيخي زيات خلك ورباندي اخته دي، هم داسي په ځينو بانكونوكي پيسي ايښودل دډيپوزيټ په توګه باندي چې دهغه فيصدي ګټه خلك اخلي، داسي ټولي معاملي چې دسودانواع پکښي وې حرامي دي، په شريعت کې په اسلام کې داسي معاملاتوته حلال تجارت نه ويل کيږي، كه چيرته العياذ بالله څوك ورته روا او حلال تجارت وايي لكه ځيني خلك چې په دي عقيده دي په ځانګړي توګه غربي اقتصاداوكلتورپلوه خلك چي اسلام ورته چندان اهميت نه لري نو داسي عقيده كفر ته مفضي کيږي دمؤمن لپاره ډيرزيات احتياط پکاردی،لوستونکې به ليدلي وي چې په حديث کې دسودګناه تراوياووګناهونوزياته ښودل سويوه په ښکاره توګه چې سړی هغه مطالعه ډيره نادره ورته ښکاره ماته هم ډيرزيات داحديث په اول ځل سره نادراوحيرانونکی ښکاره سوخوکه سړی ښه ژوراوعميق فکرورته وکړي نوددې دښکاره وزن اټکل کولای سې دمثال په توګه زناکه دهرچاسره وې ډيره ناوړه کړنه اولويه ګناه ده خوداګناه ديوه ګړي يايوساعت لپاره ده که څه هم رسول الله صل الله عليه وسلم وايې چې کله زناکونکی زناکوي نودهغه څخه ايمان جلاکيږي که دی اوياداپه دغه وخت کې مړه سي نوبي ايمانه دې ترڅوپه دغه عمل سره اخته وې،خوسوديوه دوامداره ګناه ده چې دانسان ټوله ژوندورسره تړلی دی،په يوه بل حديث کې راځي چې که دچاپه خيټي کې حرام مال ولويږي نوڅلويښت ورځي به الله دهغه هيڅ عبادت نه قبلوي اودعابه يې هم نه قبليږي،که زکوة ورکوي په هغه سره به يې غاړي نه خلاصيږي،که حج ورباندې کوې هغه به يوازي دځان ستړي کيده اودمال ضياع وې اونورصدقات به يې هم داسې وې نودادانسان په ژوندکې دټولومعبودي شيانوسره تړل کيږي علاوه تردي چې ظلم دي ،دالله په نواهيوکې لويدل دي دالله اودهغه درسول سره دجنګ کولواعلان دی اونور….نوښکاره خبره ده چې ګناه به يې هم همدومره ثقيله اودرنه وې والله اعلم.

الله دي موږ او زموږ ټول قوم ددغه فتني څخه وساتي، هر مسلمان چې دحلال رزق په طلب کې اوسي، دحلال رزق څخه خپل عيال ته نفقه وركوي دحلال رزق څخه ونورو خلكو محتاجينو او مساكينو ته صدقه او خيرات وركوي، كسب يي عبادت دی او نوره ورکړه يي داخرت او دنيا لويه ګټه ده، په دنيا کې به يي بركت هم زياتيږي داخرت لپاره به يې ښه مزرع ميوه داره کيږي، اما حرامه ګټه چي ده، په هغه کې نفقه وركول ټوله ګناه ده، كسب يي حرام دی، نفقه وركول يي دمال ضائع كيدل دي او په رزق کې يې بي بركتي ده لكه رسول صلى الله عليه وسلم چې په يوه حديث كي ذكر کړي {ما من قوم يظهر فيهم الربا الا اخذوا بالسنه}نسته يو قوم چې په هغه کې سودخوري ښكاره سي يعني په خلكو کې ښكاره سود کيږي، مګرالله به دوی په قحطی يا وچ كلی سره ونيسي، په بل حديث كي راځي چې سود دمال بركت كموي کيدای سې داترټولولوی علت وي چې اوس په موږباندې ډول ډول عذابونه کښته اوپورته کيږي ديوه سراودبل پای خوزموږدعاګاني نه قبليږي اونه موتوبي قبليږي الله دې رحم وکړي، الله (جل جلاله) دي موږاوټولو مسلمانانوته ددغه شريرمرض څخه نجات راکړي والله خير الحافظين.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب