سوالګرو ته زکات ورکول څه حکم لري؟

له درنو مینه والو څخه یو ورور دفیس بوک له لارې خپله پوښتنه له مونږ سره شریکه کړې وه او په هغې کې یې له مونږ څخه پوښتلي ؤ چې(1):

آیا دا زمونږ لپاره جواز لري چې د بازار سوالګرو ته د خپلو مالونو څخه زکات او صدقات ورکړو؟
د نوموړي قدرمن ورور د دې پوښتنې په ځواب کې په مناسب لنډیز سره باید دومره ووایو چې:

شیخ عبدالعزیز بن باز(رحمهُ الله) په دې اړه ویلي دي چې هو، جواز لري، او بیا یې څرګنده کړېده چې: که چېری د یو سوالګر حالت داسې وي چې هغه مجهولُ الحال وي(یعنې د فقر او د شتمنۍ حالت یې هیچا ته هم څرګند نه وي)؛ نو زکات به ورته ورکول کېږي، پدې کار کې هیڅ ممانعت نشته، او دا یو مشروع(روا) عمل ګڼل کېږي، ځکه چې په قرآنکریم کې د همدې ډول بې وزلو او فقیرانو په اړه لوی څښتن تعالی مونږ ته لارښودنه کړېده او فرمایلي یې دي چې: ﴿وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُومٌ ــــ لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ﴾ (سورةُ المعارج /24 او25 آیت).

ترجمه: او هغه کسان چې د هغوي په مالونو کې ټاکلې برخه ده، د سوالګرو(فقیرانو) او محرومو( هغه بې وزلانو لپاره چې د خپل غربت او بې وزلۍ سربېره بیا هم چاته د سوال لاس نه ورغزوي). (دا پدې معنا چې د نېکو او صالحو خلکو له مهمو مواصفاتو څخه یو هم دادی چې هر کله له دوی څخه د ټولنې بې وزله او فقرځپلي خلک مرسته وغواړي، او یا یې یوه ډله خلک له شرم څخه ونه غواړي؛ نو دا شتمن خلک به له دوی سره د فرض شوي زکات، صدقاتو او داسې نورو مالونو څخه مرسته کوي).

پر همدې اساس سوالګر او تنګ لاسی انسان هم د همدې مستحقې ډلې څخه شمېرل کېږي چې باید مالي ملاتړ یې وشي؛ مګر که داسې وشي چې دا سوالګر په اصل کې یو شتمن شخص وي او(د دنیوي لالچ پر اساس) بیا هم ګدايي کوي؛ نو په دې صورت کې به نصیحت ورته کېږي تر څو د نورو حق تلف نه کړي او تَعفُّفْ (2) ته به هڅول کېږي او د الهي خوف انګېرنه به ورته ورکول کېږي او دا به هم په ډاګه ورته ویل کېږي چې: په اسلام کې سوال کول او نورو ته د ګدايۍ لپاره لاس غزول جواز نلري؛ او نه هم ماته دا جواز لري تر څو له تا (سوالګر) سره مرسته وکړم، ځکه چې ته په اصل کې د زکات مستحق نه ګڼل کېږی.

خو که چېرې دا شخص په رښتیا سره پېژندل شوې وي چې تنګسه پرې راغلي وي، د ټولنې یو بې وزله او مسکین شخص دی او یا هم مجهولُ الحاله دی؛ نو پدې صورت کې بیا دا جواز لري چې د دې شخص سره مالي مرسته او ملاتړ وشي.
په عمومي توګه سره د ټولنې سوالګر په درې ډوله وېشلی شو.

لومړی ډول: یوه ډله داسې وي چې دوی په اصل کې شتمن خلک وي؛ نو دې ډلې ته به زکات نه ورکول کېږي، بلکې رټل کېږي به او په عین وخت کې به له دې پرېوتي کار څخه منع کېږي؛ او دا به هم ورته ویل کېږي چې ګدايي او نورو ته د سوال لاس غزول جواز نلري، بلکې دا توصیه به ورته کېږي چې دا یو ناروا عمل دی او باید ځان ورڅخه وژغوري.

دویم ډول: دا هغه ډله خلک دي چې دوی رښتیني بې وزلان وي؛ (ژوند یې له اقتصادي ستونزو او ننګونو سره مخ وي) نو دوی ته به زکات ورکول کېږي.

درېیم ډول: دا هغه خلک دي چې دوي په اصل کې مجهولُ الحاله وي(نه یې فقر او بې وزلي او نه هم شتمني چا ته معلومه وي)؛ نو دوی ته به هم زکات او صدقات ورکول کېږي او پدې کار کې هیڅ ډول ستونزه نشته.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1) : په المُلتقی الفقهي وېب پاڼه کې ددې مقالې اصلي عنوان دی: [إعطاء الزكاة لِلمتسوِّلين].
(2): علاءُ الدین علي بن محمد چې په خازِنْ سره شهرت لري او په 741هـ ق كال كې وفات شوېدی، په خپل تفسیر کې چې تفسیر یې (لُباب التأويل في معاني التنزيل) نومېږي او په تفسیر خازن سره شهرت لري په لومړي جلد او207 صفحه کې یې د تَعَفُّفْ د معنا په اړه لیکلي دي: [يُقال تَعَفَّفَ: إِذَا تَرَكَ السُّؤَالَ وَلَزِمَ الْقَنَاعَةَ]. یعنې تعفف دې ته ویل کېږي چې انسان د اړتیاو سربېره بیا هم چا ته د سوال او ګدایۍ لپاره لاس ور ونه غزوي او په ژوند کې د قناعت په ارزښتمن صفت باندی پابند او ټینګ پاتې شي.

لیکنه: فضل الله (ممتاز)

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ