سلطان محمد فاتح او د قسطنطنیې فتح

د بشریت ناجي حضرت محمد صلی الله علیه والسلم ډیر ډاډه وو، په پوره اطمینان سره یې دغه کلمات وویل(: ( لَتُفتحنَّ القسطنطنیهُ علی رجِلِ فلنعم الا میر امیرها ولنعم الجیش ذلک الجیش) (رواه احمد‌) قسطنطنیه به دیو داسې مسلمان امیر په لاس فتحه کیږي، چې دی او لښکر به یې د خپل وخت بهترین امیر او لښکر وي، دا هغه خبره وه چې د ډیرو مسلمانانو په زړونو کې یې د جهاد، فتحې، شهادت او کامیابئ ولولې راژوندی کړې، هر چا د دې هڅه کوله تر څو دی او لښکر یې د نبی علیه السلام د وینا مستاق وګرځي، د ډیرو اسلامي امیرانو او خلیفه ګانو په وخت کې سترې سترې لښکرې په دې هیله د قسطنطنیې په لور ولاړې ترڅو دغه بری او فتحه یې په نصیب شي، په دغه لاره کې ډیر مسلمانان شهیدان شول، تر دې چې د ستړی صحابی ابو ایوب الانصاری رضی الله عنه د دغه لوی ښار د دیوال ترڅنګ په شهادت ورسید، خو قسطنطنیه لا هماغسې د جهل او تیارو په سمندر کې لاهو وه او د اسلامی خلافت تر چتر لاندې نه شوه، لمړی ځل حضرت عثمان بن عفان رض، ورپسې حضرت معاویه بن ابی سفیان، ورپسې سلیمان بن عبدالملک، ورپسې هارون الرشید، ورپسې سلجوقی الپ ارسلان، ورپسې بایزید او بیا د فاتح پلار سلطان مراد ډیرې هلې ځلې وکړې ترڅو قسطنتطنیه فتحه کړي، خو الهی تقدیر د د وی په حق کې نه وو لیکل شوی.

۸۳۳ هجری کال وو، د سلطان مراد ځوی محمد چې مشهور په ابولخیرات وو دنیا ته راغی، هغه څوک د حضرت محمد صلی الله علیه والسلم وینا یې په حق کې ریښتینې شوه، او د ستر افتخار سبب وګرځید، ډیر کوچنی وو، د ډیر زکاوت او میړانې څښتن وو، اق شمس الدین یې روزنه کوله، ده به سلطان محمد ته د نبی علیه السلام یاد شوی حدیث ډیر تکراراوو ځکه اق شمس الدین په نوموړي کې دغه استعداد لیده، سلطان محمد فاتح ځلمی شو، ځوان شو، د درویشتو کلونو شو، دوه نیم زره کسیز لښکر یې برابر کړ، د جنګ لپاره يې یو ستر توپ جوړ شو، چې هره مرمی یې درې سوه کیلو ګرامه تیږه وه، سلو غویانو او اووسوه تنو خدمتګارانو دغه توپ د جنګ میدان ته انتقال کړ، درې پنځوس ورځې د قسطنطنیې ښار محاصره وو، په اخري ورځ د سه شنبې سهار وو، د۸۵۷ هجري کال دجمادی الاول شلمه ۲۰ نیټه وه، چې ټول اسلامي لښکر په یو اواز سره د توحید کلمه لا اله الا الله و محمد رسول الله ، الله اکبر په لوړ اواز سره ضمضه کوله، د تکبیر احساساتي غږونو او توحید کلمې ملکوتي غږونو ټوله فضا کې انګازې خپرولې او دعیسویانو زړونو کې لړزه خپره کړې وه، د ښار اووه دروازې یو په بل پسې فتحه شوې، تن په تن جګړه پیل شوه، بلاخره مسلمانان دقسطنطنیه ښار ته ننوتل، سلطان محمد فاتح د ایا صوفیا کلیسا ترڅنګ یې د شکرانې لمونځ یې اداء کړ، د (نعم الامیر) جامې یې پرتن کړې او بهر راووت، ډیر په زړه پورې وینا یې واوروله او څلور مهمې پریکړې یې وکړې:
۱- ښځې او ماشومان له هر ډول تیري څخه په امن دي.
۲- مذهبی ځواکونو اود کلیسا عالمان ازاد دي.
۳- لدې نیټې وروسته دغه ستره کلیسا د ایاصوفیا مسجد په نوم تغیر شوه.
۴- د قسطنطنیې ښار چې له ۳۳۰ میلادي کال څخه تر ۱۴۵۳ میلادي کال پورې تقریبا (۱۱۲۳) کاله د فتنو، خرافاتو، جهل او د انسانیت پر ضد د توطئو مرکز وو، لدې وروسته د اسلامبول په نوم تغیر شوو.
ورپسې اق شمس الدین د سلطان محمد فاتح استاد خطبه ولوستله او د حضرت محمد صلی علیه والسلم هغه حدیث چې د قسطنطنیه په اړه یې ویلی وو شرحه کړ ( لَتُفتحنَّ القسطنطنیهُ علی رجِلِ فلنعم الا میر امیرها ولنعم الجیش ذلک الجیش)، د الله شکر یې پرځای کړ، او لښکر ته يې به خطاب کې وویل خدای له یاده مه باسئ او د سلطان محمد فاتح اطاعت وکړئ، جهاد ته ادامه ورکړئ، ورپسې د حضرت ابو ایوب الانصاري زیات ته ورغلل، او دهغه جلیل القدر صاحبی زیارت یې وکړ،
سلطان محمدفاتح ټولو اسلامي ملکونو ته د فتحې خبر د لیک له لارې ولیږه کوم چې د ټولو مسلمانانو د خوښي وړ وګرځید، سلطان محمد فاتح وروسته له دیرش کاله د میړانې او شجاعت حکومت کولو څخه وروسته، د درې پنځوس کلونو په عمر د پنجشنبې په ورځ د ربیع الاول د میاشتې په څلورمه نیټه په ۸۸۶ هجری لمریز کال خپل روح د ارواحو مالک ته وسپاره، او بلاخره د غه د سترې بریا، عزت او شرافت څښتن د تل لپاره له دغه نړئ سره مخه ښه وکړه.
روح یې ښاد او لاره یې له لارویانو ډکه اوسه

ليکنه: صفي الله جوهر/تعلیم القرآن

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب