سرکه او د هغې روغتیایي ګټې

سرکه د خپلې روغتیا دوست وګڼئ . سرکه په پراخه پیمانه هغه مغذي مواد لري، چې له ډنګرېدو سره مرسته کوي، د خوړو هضم آسانوي او له داسې خواصو څخه برخمنه ده، چې له کولیسټرول، د وینې لوړ فشار، زړښت او د غوږ عفونت سره مقابله کوي .

په ۲۰۰۵ ز کال په سویډن کې ترسره شوې څېړني ښیي : په خوړنیزو توکو باندې د سرکې ور زیاتول د خوړو له خوړلو وروسته مړښت را منځته کوي او په دې ترتیب په اوږد مهالې توګه د کالوریانو د جذب کچه را ټیټوي .

سرکه اندېښنه او سودا له منځه وړي، د صفرا کچه را ټیټوي او زړه ژوندی ساتي . د حضرت نبي کریم (ص) د خوښې وړ خواړه سرکه او د زیتونو تېل وو . سرکه ذهن پیاوړی کوي او عقل زیاتوي .

کومه سرکه چې د انګورو له تخمر څخه تر لاسه کېږي، تر ډېره په سلاډ کې ترې ګټه اخیستل کېږي، هر کله چې په نورو خوړو کې ترې ګټه واخیستل شي، نو خوړو ته ښه خوند ور بښي او د خوړو په هضم کې مرسته کوي . سرکه د تېزابي ( تریو اوسېدلو ) د خاصیت په لرلو سره، په خوړو کې د میکروبونو له ودې څخه مخنیوی کوي . سرکه هغو کسانو ته زیان رسوي، کوم چې د غړو په درد او د اعصابو په کمزورۍ اخته وي . که چېرې په مزمنو او اوږد مهالو سر خوږیو اخته یاستئ، نو سرکه بوی کړئ او یا یې هم جوړش کړئ او له بخار څخه یې ګټه واخلئ، نو ستاسو د سر خوږي په له منځه وړلو کې به اغېزمن رول ولوبوي . سرکه د هغو کسانو له پاره، چې غواړي ډنګر شي، ډېره ګټوره ده؛ خو په دې شرط، چې د معدې په ټپ باندې اخته نه وي .

که چېرې غوږونه مو درانده دي او یا هم زنګهاری کوي، څو څاڅکي سرکه مو په غوږونو کې وڅڅوئ، ترڅو یې اغېزمنه ګټه ووینئ .

د وریو د پیاوړتیا او د هغو له وینې بهېدنې ( خونریزي ) څخه د مخنیوي له پاره، څو څاڅکي سرکه په یوه ګیلاس اوبو کې وڅڅوئ او یوه اندازه مالګه هم ور زیاته کړئ او غر غړه یې کړئ . که چېرې په نقرس اخته یاستئ، د وربشو له اوړو سره د سرکې مخلوط جوړ کړئ او معجزه یي اغېز یې ووینئ . کومې ترشیانې چې له سرکې سره جوړېږي، ډېره زیاته ګټه لري او سرکه د مېوو، سبزیو او د هغو د ګټو ساتونکې ده .

له غاښ ایستلو وروسته، که چېرې وینه په آسانۍ نه بندېږي، لږ سرکه له اوبو او مالګې سره مخلوطه او غر غړه یې کړئ، وینه بهېدنه به بنده شي . سرکه د درندو خوړو هضم آسانوي او سرکه د دې سبب ګرځي، چې ژونکو ( حجرو ) ته خوړنیز توکي ډېر ورسېږي او چټک نفوذ وکړي .

سرکه د وینې او صفراوي عفونتونه له منځه وړي او تر یوه بریده د وینې له سرطان څخه مخنیوی کوي او د مزاج تریخوالی را کموي . سرکه د معدې د چینجي قاتله ده؛ په دې شرط چې څو څاڅکي یې په پرله پسې توګه د سبا ناري پرمهال وڅکئ . د سر خوږي او یا لمر وهلي د ښه والي له پاره یو دستمال په توده سرکه لوند کړئ او د ناروغ په وچویلي باندې یې کېږدئ، ناروغ ته به ډېره زیاته ګټه ور ورسوي .

هغه کسان چې اعصاب یې کمزوري دي، نباید سرکه وخوري، مګر دا چې له شاتو او نورو درملو سره مخلوطه شي، سره له دې هم باید ډېره ونه خوړل شي .

ښه ده چې په وروستیو کې د انګورو د سرکې د جوړولو کړنلاره هم درنو لوستونکو ته وړاندې کړو :

د انګورو د سرکې د جوړولو کړنلاره :

خواږه، پاخه او سالم انګور دانه دانه کړئ او لرګکي یې لرې وغورځوئ، له دې وروسته د انګورو دانې په یوه خټین ګړي کې واچوئ، د ګړي خوله کلکه وتړئ او په یوه تود ځای کې یې کېږدئ او څلوېښت ورځې یې خوله مه پرانیزئ . له یادو شوو ورځو وروسته، تریو شوي انګور صاف کړئ، اوبه یې په بوتلونو کې واچوئ او لمر ته یې کېږدئ، څو ورځې وروسته سرکه مصرفولو ته چمتو ده او کولای شئ، ګټه ترې واخلئ .

باید په یاد ولرئ، چې خام انګور د غورې په نامه یادېږي، خوند یې تریو او قبضیت را منځته کوي . غوره یوه له ګټورو څکونکو څخه ده، چې د ډنګرېدو په رژیم کې اغېزمنه ده. د غورې په خوړولو کې افراط، معده کمزورې کوي، د با ځواک ته زیان رسوي، په خېټه او کولمو کې د باد د رامنځته کېدو سبب ګرځي .

د انګورو د غورې اوبه د خولې د پړسوب د له منځه وړلو د وریو د نرمښت له پاره کارول کېږي . د انګورو د غورې اوبه د روماتیزم او نقرس ضد دي او د نجونو بلوغ وروسته کوي .

ژباړه : عطا محمد میاخېل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب