سره ملۍ ( ملي سرخک ) د زيړي اړين درمل

سره ملۍ اوس مهال په ټوله نړۍ کې يوه ارزښتمنه سبزي ده ، چې د ويټامينونو او معدني مالګو په درلودلو سره د صحت لپاره ډېره ګټوره ده .

سره ملۍ يو کلن بوټى دى ، چې د ساقې لوړوالى يې ٥٠ سانتې مترو ته رسيږي .
پاڼې يې غيرې منظمې ، پلنې او غوڅې څوکې لري . ګل يې سپين ، زيړ ، اواوبرنګ وي ، چې د ساقې په اخره برخه کې راڅرګنديږي . په عمومي ډول دوه ډوله سرې ملۍ وجود لري :
_ تور رنګه سره ملۍ ، چې په خزان کې يې حاصل ټوليږي .
_ سور رنګه سره ملۍ ، چې ګرد او اوږد شکل لري .
د دغو دواړو سبزيو له پاڼو څخه په يوه ډول ګټه اخستل کېږي . دا چې سره ملۍ له ١٥ تر ٢٠ ورځو پورې حاصل ورکوي ، نو ځکه يې په نړۍ کې ډېر مينه وال شته .
د سرې ملۍ طبي او کيمياوي خواص :
په سره ملۍ کې ، اوبه ، سکروز ، b1 , b2 ويټامينونه ، امينو اسيدونه ، پوتاشيم ، کلسيم ، مګنيزيم ، اوسپنه ، فاسفورس اوکلورين په پراخه پيمانه پيدا کېږي .
د پخواني طب له مخې سره ملۍ ګرمه ده اوپه پخوانيو وختونو کې ترې د ډېرو ناروغيو لپاره ګټه اخستل کېده .
د سرې ملۍ د استعمال ځايونه :
_ سره ملۍ د روماتيزم د ناروغۍ لپاره ډېر ښه دي .
_ که چېرې د سرې ملۍ پاڼې له غذا سره وخوړل شي د هضم په برخه کې مرسته کوي .
_ د سرې ملۍ پاڼې د سترګو په تقويت کې مهم رول لري .
_ سره ملۍ د زيړي په مخنيوي کې ډېر مهم رول لوبوي .
_ د سرې ملۍ تخم د دردونو تسکينونکې ده .
_ کله ، چې د ځينو خوړو تر خوړلو وروسته انسان ته يو ډول زړه تنګي پيدا شي ، نو سره ملۍ دې وخوري ځکه ، چې د کانګو باعث ګرځي اوميده پاکوي .

_ هغه کسان ، چې په وجود کې يې يو ډول زخمونه وي ، هغوى دې سره ملۍ ميده کړي او له شاتو سره دې ګډ کړي ،چې دغه ملهم ته ورته مواد د زخمونو په ور وستلو کې ډېر ښه وي .
_ سره ملۍ کولاى شي ، چې د ادرار ( تشو ميتيازو ) په زياتولو کې مرسته وکړي .
_ د سرې ملۍ تخم اشتها او ادرار زياتوي .
_ که چېرې د ژمي د سوړ موسم له وجې ستاسو د پښو او ګوتو سرونه چاودلي وي ، نو سره ملۍ لومړى په اوبو کې وجوشوئ ، د اوبو تر سړېدو وروسته بيا په کې څو ځل خپلې پښې او لاسونه کېږدئ .
_ د سرې ملۍ د رېښو جوشول او خوړل د وجود په تقويه کولو کې مهم رول لري .
_ سره ملۍ په تريخي کې د تيږو د پيدا کېدو مخه نيسي . تاسو په يوه ګيلاس کې د سرې ملۍ ميده شوى شکل له لږې بورې او اوبو سره واچوئ بيا يې اوبه اوباسئ ، دغه اوبه څو ، څو ځل وڅښئ ، چې د تريخي د تيږو د له منځه وړلو لپاره ښه درمل دي .
_ هغه ميندې ، چې ماشومانو ته شيدې ورکوي هغوى دې د سرې ملۍ له تخم څخه ګټه واخلي ، چې د شيدو د زياتېدو باعث ګرځي .
_ کوم کسان ، چې د اسهال پرمهال وينه تويوي هغوى دې د سرې ملۍ جوشانده وخورئ ، چې ددې ناروغۍ مخه په ډېرې اسانۍ نيسي .
او هغه کسان ، چې ډېرې تبې کوي د سرې ملۍ تخم دې ورته جوش کړاى شي او بيا دې پرې وڅښل شي ، نو د تبو د تکرار مخه به ونيول شي .
د سرې ملۍ ځينې ضررونه :
هغه کسان ، چې ډېرې سرې ملۍ خوري پيچش ورته پيدا کيږي او همدارنګه ډېر استعمال يې د غاښونو او ستونې درد هم منځ ته راوړي .

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب