سرطان، پېژندنه، احتياط او درملنه

د افغانستان روغتيا وزارت وايي، چې هر کال شاوخوا شل زره کسان د سرطان په مرګوني ناروغۍ اخته کيږي او نږدې پنځلس زره يې د دې ناروغي له امله مړه کيږي، په داسې حال کې دا ناروغي د درملنې وړ ده، مګر په ټول هېواد کې د سرطان لپاره ځانګړی روغتون نه شته او له همدې امله زموږ ډېری هېوادوال پاکستان، هند او يا نورو هېوادونو ته د سرطان درملنې لپاره ځي.

د دې څېړنې په ترڅ کې هڅه کيږي، چې د سرطان پيژندې، نښو نښانو او درملنې په اړه له خپلو لوستونکو سره معلومات او لارښوونې شريکې کړو.

تر اوسه خو هېڅوک دا نه شي ويلی، چې سرطان څنګه پيدا کيږي، مګر د روغتيايي چارو څېړونکي پر دې خبره يوه خوله دي، چې سرطان د انساني بدن په حجراتو او جينز کې د يو شمېر بدلونونو له امله رامنځته کيږي.

د ساري په توګه وچه شوې غوښه او نور ذخيره شوي خواړه، د بريښنايي او مقناطسي شعاعو اغېز، بدن کې وايرسي مېکروب «HIB< HCV, h pylori» او ځينې نور ميکروب، د هوا او اوبو ککړتيا، خوړو کې کيميايي رنګونه، سيګريټ، نسوار، د شيشې نشه، زهرجن لوګي د کيميايي وسلو د غازو خپرېدل د سرطان مهم لاملونه بلل کيږي.

له دې پرته په ځينو ځانګړو حالاتو کې هم سرطان پېښېدای شي، د ساري په توګه، په غره کې ډبرې ماتول، د کولې په کان او يا د سيمټو په فابريکه کې د کار کولو له امله «asbestos»نومي کيميايي مواد بدن د رسېدو سره د سرطان لامل کېدای شي. د دې ترڅنګ هغه خلک، چې لمر ته ډېر کيني او د بدن پوستکی يې سپين وي، هم د لمر شعاوو له امله په سرطان اخته کېدای شي.

سرطان ډېر ډولونه دي او د نړۍ په ګڼو هېوادونو ډول ډول شکلونه لري، مګر پاکستان او افغانستان کې د خولې، مرۍ، ګردې، معدې او ښځو کې د سينې سرطان ډېر زيات دی.

دلته يوه خبره د يادولو ده، چې د سروکس په نوم سرطان اسلامي هېوادونو کې د نشت برابر دی، دغه ډول سرطان يوازې په غير اسلامي هېوادونو کې وي او لامل يې دا هم ښوول کيږي، چې مسلمانان له کوچني والي خپل ماشومان سنتوي، د سنتولو له امله د ايډز، د مخصوص اندام سرطان او د نورو جنسي مرضونو د پېښېدو چانس هم ورسره کميږي.

افغانستان او پاکستان کې تر ټولو زيات د سينې، د شونډو او خولې، د ځيګر او توري، د کولمو، پروستات يا مثانې، د پوستکي او سږو سرطان ناروغان ډېر دي.

د سرطان يوه ځانګړنه دا هم ده، چې د سړيو په پرتله ښځو کې زيات وي او بله دا چې په کم عمرۍ کې هم پېښېږي.
د سروې ګانو له مخې افغانستان کې د نورو په پرتله د سينې سرطان ډېر زيات دی او د اندېښنې ځای دا دی، چې د سينې او رحم سرطان ځکه مرګونی وي، چې زموږ خلک يې د تشخيص په اړه بې پرواهي او يا د شرم احساس کوي.

د سينې سرطان

د سينې سرطان هغو نجونو ته ډېر پيدا کيږي، چې تر ناوخته له واده پاتې وي.

د طبي کارپوهانو په وينا کومه ښځه، چې اولاد ته شودې ورکوي تر ډېره د سينې له سرطانه خوندي وي او کومې ښځې چې اولاد ته تی نه ورکوي، يا کومې نجونې بې واده وي، د سينې په سرطان اخته کېدای شي.

د سينې سرطان يوه ځانګړنه دا هم ښوول کيږي، چې د يوې کورنۍ دوه درې ښځو کې پيدا شي، نورو ته هم سرايت کوي.

د سينې سرطان د مخنيوي لپاره اړينه دا ده، چې په لومړي وختونو کې يې تشخيص او درملنه وشي او د دې لپاره ښه طريقه دا ده، چې ښځې وخت پر وخت خپلو سينو ته متوجه شي لاس پرې ووهي، چې کومه غوټه خو به په کې نه وي.

دا هم لازمه نه ده، چې د سينې هره غوټه دې سرطان وي، مګر دا ستونزه بايد د سرطان له متخصصې ډاکټرې سره شرېکه شي او هغه بيا د سينې عکس «ميموګرافي» له لارې پوهيږي، چې دا سرطان دی کنه.

د سږو سرطان

د سږو سرطان په عامه توګه سيګريټ څښوونکو کې ډېر پېښېږي او سيګريټ نه يوازې څښوونکي په سرطان اخته کوي، بلکې د سيګريټ لوګی، چې چا ته ورځي، د مجلس ګډونوال، ماشومان او مېرمن هم د سيګريټ لوګي له امله په سرطان اخته کېدای شي. سيګريټ څښوونکي ته «active smoker» وايي او د د مجلس ګډونوال ته يې «passive smoker» ويل کيږي. له سيګريټو پرته د سيمټو په فابريکو او د ډبرو په کانونو کې کارکوونکي هم د وخت په تېرېدو د سږو په سرطان اخته کيږي.

د ځيګر سرطان

په تور او زيړي اخته ناروغان د ځيګر په سرطان ډېر اخته کېدای شي. افغانستان کې لکونو خلک په زيړي اخته دي او له همدې امله دغه ناروغي د ځيګر د سرطان لامل هم کېدای شي.

د دې لپاره ښه چاره دا ده، چې د زيړي له لګېدو وړاندې بايد زيړي ضد واکسينونه وشي او که انسان په زيړي اخته شي، نو په لومړيو وختونو کې بايد د ښه مختصص څخه يې درملنه وکړي.

د غټي کولمې سرطان:

زموږ په خلکو او نورو وروسته پاتې هېوادونو کې د غټې کولمې سرطان مخ پر زياتېدو دی او لومړنۍ نښې يې دا دی، چې ډکو متيازو سره له انسانه وينه ځي، وزن يې کميږي، تل د ستړيا احساس کوي او له دې سرطانه د ژغورنې ښه چاره دا ده، چې متناسب خواړه او په ځانګړې توګه سبزيانې وخوړل شي.

د ماشومانو سرطان

هر کال د فبروري په څلورمه د سرطان نړيواله ورځ نمانځل کيږي او بيا په پنځلسم فبروي د ماشومانو د سرطان جلا ورځ نمانځل کيږي.

د طبي کارپوهانو په وينا د نورو په پرتله ماشومانو کې پنځه ويشت سلنه د وينې او دېرش سلنه د ماغزو سرطان وي. له دې پرته د هډوکو، سترګو او ګردو سرطان هم ډېر پېښېدای شي، خو د دې لپاره اړينه خبره دا ده، چې په لومړنيو وختونو کې يې درملنه وشي.

په پرمختلليو هېوادونو کې د ژونديو ماشومانو کچه اتيا سلنه ده او د افغانستان په څېر وروسته پاتې هېوادونو کې د سرطان له امله اتيا سلنه ماشومان مړه کيږي.

د سرطان نښې نښانې

تر ټولو مهمه دا ده، چې سرطان د بدن په کومه برخه کې دی. د طبي کارپوهانو په وينا د بدن کومه عضو کې د حجراتو بې اندازې غټېدل، چې کله د رسولۍ په څېر را څرګنديږي او د وخت په تېرېدو داسې ځای ته رسيږي، چې درملنه يې هم ممکنه نه وي، د دې تر څنګ له کوم ظاهري لامل پرته وزن کمېدل، اوږد مهالې تبه، کانګې او ډکو متيازو کې وينه راتلل يا د بدن کومه برخه کې د غدو غټېدل د سرطان نښې بلل کيږي، مګر موږ تاسې بايد په خپله د سرطان او نه سرطان پرېکړه ونه کړو او بايد په دې اړه له مختصص ډاکټر سره مشوره وکړو.

د سرطان تشخيص

د سرطان تشخيص لپاره همد دا اړينه او اساسي خبره ده، چې د سرطان ځای معلوم شي، چې د بدن په کومه برخه کې دی. د بدن بهرنۍ برخه کې وي، نو شخيص يې اسانه ده، مګر د بدن دننه برخه کې وي، نو بيا يې تشخيص يو څه ستونزمن دی.

په عامه د وينې ټول ټيسټونه complete blood test يا CBC د سرطان تشخيص لپاره، پروستات سرطان لپاره «PSA»، د ځيګر سرطان لپاره الفا فيټو پروټين، انډسکوپي، ايکسرې، الټراساونډ، سي ټي سکن او ايم ار ای معاينې کيږي. له دې پرته د نورو ډولو سرطانو لپاره د زخم يا د هغې برخې، چې د سرطان شک وي پرې غوښه اخيستل کيږي، چې په طبي ژبه ورته « biopsy» وايي.

درملنه:

سره له دې افغانستان کې تر اوسه هم د سرطان لپاره کوم ځانګړی روغتون نه شته، مګر پاکستان، هند او نورو هېوادونو کې له تېرو دوو درې ليسزو د سرطان په اړه ډېر پرمختګ شوی او ماشومانو کې د وينې سرطان تشخيص په لومړنيو وختونو کې اتيا سلنه ماشومان ښه شوي، همدا رنګه که د سينې سرطان پر وخت تشخيص شي، نو د عمليات په واسطه يې درملنه ممکن ده. د سرطان درملنې په اړه هم پام وړ پرمختګونه شوي، د اغېزمنو درملو تر څنګ «radiation» او نور پرمختللي درمل راوتي، چې په لومړيو سټيجونو کې د سرطان مخنيوي او له منځه وړلو لپاره ګټور تماميږي.

له سرطانه د ځان ژغورنې لارې چارې

له سرطانه د ځان ژغورنې ښه چاره دا ده، چې د ژوند په هر ډګر کې متوازن او په اعتدال ژوند وکړو او غير فطري ژوند څخه ځانونه او خپله ټولنه وساتو.

له غوړو خوړو ځان ساتل، ورزش کول او له هر ډول نشې ځان ساتل، تر څنګ يې له زيړي د ځان ژغورنې لپاره دفاعي واکسينونه او د سينې سرطان لپاره بايد ښځې په خپله وخت پر وخت خپلې سينې وګوري، چې غوټې خو به يې نه وي کړي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې ۲۰۰۵- ۲۰۱۵پورې يو سل شل ميليونه خلک د سرطان له امله مړه شوي او راتلونکو وختونو کې دغه شمېره نوره هم زياتېدای شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب