
منځپانګه
د عید ویوکی د عاد ( عود ) له کړ ( فعل ) څخه اخیستل شوی دی. یعود د راګرځېدو په مانا دی یانې هر کله چې یو ډله خلګ له ستونزو څخه ووځي او سوکالي ته ور وګرځي نو دې ورځې ته عید ویل کېږي.
د عید ویوکی یو ځل په قرآن کریم کې هم یاد شوی: « اللهم ربنا انزل علينا ما ئدة من السما ء تكون لنا عيدٱ لاولنا و آخرنا و آية منك. »
فطر عربي ویوکی دی چې د روژې ماتولو، خوړلو یا بشپړولو ته ویل کېږي. هغه صدقه چې د روژې تر پای ته رسېدلو وروسته ور کول کېږي؛ صدقة الفطر یا سرسایه بلل کېږي.
صدقه هم د یادې ژبې ویوکی دی او هغه شتو ته ویل چې څښتن د خوښۍ په موخه یا بېوزلانو ته ور کول کېږي او یا هم د ښېګڼې په چارو لګول کېږي.
صدقه درې لاندې ډولونه لري:
دویم: واجبه صدقه لکه سرسایه، نذر، قرباني او نور
درېیم: نفلي صدقې لکه زموږ او ستاسو خيراتونه او له یو او بل سره ښېګڼې
د سرسایې د ورکړې حکم:
دا کاملاً یوه لویه موضوع ده او دلته یې په اوږدو ججول اړین نه ګڼم که اړتیا وه بیا به یې په خپل وخت کې وشنو.
د سرسایې د وجوب لپاره د نصاب پوره کېدل او نه پوره کېدل هم د درې سترو امامانو رح او امام ابوحنیفه رح تر منځ خبره یوه نه ده. ائمه ثلاثه وايي چې د سرسایې د وجوب لپاره هیڅ نصاب نشته بلکې هغه مسلمان چې د ځان او د هغه چا لپاره چې کفالت یې ده ته ور په غاړه دی د یوې شپې ورځې تر خواړو ډېر څه ولري؛ سرسایه واجب ده.
یانې هر ازاد مسلمان چې د ځان او کورنۍ لپاره د یوې شپې ورځې خواړه لري؛ پر هغه د سرسایې ورکړه واجب ده. ( بخاري-۱۵۰۳ او مسلم-۹۸۴ )
بل لور ته امام ابو حنیفه رح وايي چې د قرآن کریم په آیتونو کې په سرسایه باندې د زکات اطلاق شوی دی لکه:« قد افلح من تزکي و ذکر اسم ربه فصلي.»
رسول الله صلی الله علیه و سلم د واړه و زاړه، ازاد و غلام او هغه چا نفقه چې تاسو ته در له غاړې وي؛ د سرسایې ( د فطر د زکات ) د ور کړې امر کوي. حضرت ابن عمر رض وايي:
« أمر رسول الله صلى الله عليه وسلم بصدقة الفطر عن الصغير والکبير والحر والعبد ممن تمونون.» ( دارالقطني-۲۲۰ او بيهقي-۴/۱۶۱)
له حضرت عثمان رض څخه په یوه کمزوري روایت کې راغلي دي چې په هغو وختو کې به یې د مور په ګېډه کې د ماشوم سرسایه هم ور کوله. دا کار حنبلیان اوس هم مستحب ګڼي.
د سرسایې حکمت:
« والصدقة تطفى الخطيئة كما يطفى الماء النار. » ( الترمذي )
ژباړه: اوبه چې څرنګه اور بې اغېږي کوي همدارنګه صدقه ګناهونه له مېنځه وړي.
نبي کریم صلی الله علیه و سلم په یوه بل مبارک حدیث شریف کې فرمايي چې: عن جرير رضي الله تعالی عنه قال رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم صوم شهر رمضان معلق بين السماء والارض ولايرفع الا بزکاة الفطر. ( رواه ابوحفص ابن شاهين في فضائل رمضان )
ژباړه: له جریر رض څخه روایت دي چې رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم وفرمایل: ژوره تر هغه پورې د ځمکې او اسمان تر منځ را ځوړنده وي او د قبلېدو ځای ته نه ور هسکېږي چې سرسایه ور نه کړل شي.
څوک باید سرسایه ور کړي؟
د زکات نصاب ۲۰۰ درهمه سپين زر دي چې وزن یې ۵۹۵ ګرامه کېږي. نن سبا د کابل په بازارو کې د یوه ګرام سپينو زرو بیه کابو ۵۰ افغانۍ ده چې ۵۹۵ ګرامو بیه یې ۳۰۰۰۰ افغانۍ کېږي.
که کوم ماشوم د اختر په شپه تر سپېدو ( صبح صادق ) وړاندې وزېږېد؛ سرسایه یې باید ور کړل شي او تر سپېدو وروسته پيدا شو؛ سرسایه پرې نشته. همدارنګه که څوک د یادې شپې په لومړۍ یاده برخه کې ومړ؛ سرسایه یې ور نه کول کېږي خو که په دویمه یاده حصه کې کې وفات شو؛ سرسایه یې ور کول کېږي. د لېوني بچي سرسایه ور کړه هم لازمه ده.
د سرسایې د ورکړې وخت، ډول، مستحقین او اندازه:
ابو سعيد خدري رضي الله عنه وايي چې موږ به د رسول الله صلی علیه و سلم په وخت کې یوه صاع غنم یا وربشې یا خرما یا پوڅه او یا هم ممیز د هر کس سرسایه ور کوله. ( بخاري-۱۵۰۵ او مسلم-۹۸۵)
په یوه بل حدیث شریف کې راځي چې موږ به د رسول الله صلی علیه و سلم په وخت کې یوه صاع خواړه د سرسایې په ډول ور کول. ( بخاري-۱۵۱۰)