ساینسي معلومات ۲

۱. سپوږمۍ ته د انسان لومړی سفر د ۱۹۶۹ کال د جولای په ۱۶ نیټه د اپولو په نامه د امریکا د فضایي بیړۍ په مرسته ترسره شو.
۲. د انسان ځینې هډوکي د ډبرو په شان کلک دي. مثلاً د ورون هډوکي.
۳. روسي عالم چیور کوفسکي لومړنی عالم و چې د راکټ په واسطه یې فضایي سفر وکړ. او د فضانوردۍ د پلار لقب یې خپل کړی دی.
۴. په نړۍ کې څلور سوه ډوله داسې نباتات شته چې حشرات خوري.
۵. اوس په نړۍ کې نباتات هر کال سل ملیارد ټنه هایدروجن جوړوي. که په ځمکه کې نباتات نه وای په ځمکه کې موجود هایدروجن به یوازې د پنځه سوه کلونو لپاره بسنه کوله.
۶. د انسان د ګوتو نښې په ټول عمر کې نه بدلیږي، خو د ځینو کسانو د وینو انواع تبدیلیږي.
۷. په کوټو کې پنځه سوه ډوله زهر لرونکي مواد وي چې دغه شمیر د کوټې له بهر څخه سلګونه ځله زیات دی.
۸. نباتات د حیواناتو په شان هر وخت تنفس کوي.
۹. د شاتو د کارګرو مچیو عمر په اوړي کې یوازې اته دیرش ورځې دی، خو په ژمي کې نیم کال وي.
۱۰. هر انسان په یو ساعت کې یو زرو دوه سوه ځلې تنفس کوي ښایي په ټول عمر کې یو ملیون پنځه لکه مکعب متره هوا مصرف کړي.
۱۱. استرالیا په نړۍ کې لومړنی لوی ټاپو دی چې دوه سوه میلونه کالونه دمخه د اسیا او افریقا له وچو څخه جلا او د ارام بحر له خوا چاپیره شو.
۱۲. د کوترو د روزلو تاریخ تر څلور زره کلونو رسیږي.
۱۳. د انسان د عصبي حجرو شمیر لس ملیونه دی، عمومي اوږدوالی یې تر دریو لکو کیلو مترو رسیږي.
۱۴. هره دقیقه انسان د معدې په دیوالونو کې پنځه لکه سلولونه له کاره لویږي او په هرو دریو ورځو کې دغه سلولونه دوباره نوي کیږي.
۱۵. د ځمکې د پاسه د هوا پنډوالی زر متره دی او هغه هوا چې د انسان د ژوند لپاره اړینه ده، د ځمکې له سطحې څخه له لسو څخه تر دوولسو کیلو مترو پورې موجوده ده.

راضیه اتل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب