ژوند راز

زړه سواندي او خواږه خلک ډیر خواږه خوري

د شمالي داکوتا د پوهنتون د روحي متخصصانو یوې ډلې د یوې نوې مطالعې په لړ کې ومونده هغه خلک چې د ډیرو خوږو خوړلو ته تمایل یا ګروهنه لري په واقعي ډول ډیر مهربانه خلک دي.

د راپور په اساس دې رواني متخصصانو زیاته کړې د ډیرو خوږو خوراکونو خوړونکي په خپله هم خواږه وي او له نورو سره ډیرې مینې محبت او مرستې ته تمایل لري.

هغوی له ډیرو څیړنو وروسته دې پایلې ته رسیدلي هغه خلک چې د تروو مالګو او ترخو مرچکو په ځای د خوږو چاکلیټو او شیرینیو خوړلو ته تمایل لري هماغه راز له نورو حتې نا پیژاندو کسانو سره مرستې ته هم ډیره ګروهنه لري .
ژباړه عماد الدین پژمان

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: