زړه، وینې رګونه او وینې جوړښت

زړه (Heart)

زړه يو منځ تشی عضلي غړی دی چې وينه پمپ کوي.‌ له دوه پمپونو څخه جوړ دی چې څنګ په څنګ موقيعيت لري.‌ دا پمپونه د وينې د اخيستلو پر مهال انبساط او د وينې د پمپولو پر مهال انقباض کوي.‌ د زړه د کيڼې خوا پمپ تر ښی خوا پمپه غښتلی دی. دا غښتلی پمپ وينه له سږو اخلي او د ټول بدن حجرو ته يې رسوي. او هغه کمزوری پمپ وينه د ټول بدن له حجراتو څخه اخلي او سږو ته يې ليږي. د انسان زړه څلور جوفه لري. چی عبارت دي له دوه دهلیزونو( ښی او چپ) او دوه بطنونو(ښی او چپ) څخه

د وينې رګونه (Blood vessels)

د وينې رګونه په ټول بدن کې د ټيوبونو په نښلولو سره يو پيچلی سيسټم رامنځته کوي. د وينې د رګونو درې لوی ډولونه عبارت دي له: شريانونه چې د زړه څخه اکسیجن لرونکي وینه بدن ته لیږدوي یواځي یو شریان چه له ړزه څخه ناپاکه وینه ( کاربن دای اکساید لرونکی) سږو ته لیږدوي د ریوي شریان ورته وایی،‌ وريدونه چې زړه ته ناپاکه  وينه راستنوي مګر یواځی یو شریان پاکه وینه (اکسیجن لرونکي) له سږو څخه زړه راوړي د ریوي ورید په نامه یادیږي. او شعريه عروق چې ډیر کوچني رګونه دي او شريانونه له وريدونو سره نښلوي. د غذایي موادو او اکسيجن تبادله معمولا په شعريه عروقو کې ترسره کيږي.

د وینې جوړښت (Blood Composition)

وينه په بنسټیزه توګه له يو ډول مايع چې پلازما یې بولي او درې جامدو بڅرکو څخه جوړه شوې ده چې جوړونکي عناصر يې بولي. د پلازما زیاته برخه له اوبو جوړه ده، خو پروټينونه،‌منرالونه او نور مواد هم لري.‌ درې رغنده عناصر يې سره کرويات،‌ سپين کرويات او صفحات دمويه دي.‌ سره کرويات ټول بدن ته اکسيجن رسوي او له بدن څخه کاربن ډای اوکسايډ راټولوي.‌ سپين کرویات بدن له ناروغيو څخه ساتي.‌ صفحات دمويه داسې مواد آزادوي چې وينه لخته کوي.‌ صفحات دمويه له زخمي شويو رګونو څخه د وينې د ضياع مخه نيسي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب