زموږ بدن په اوسط ډول سره ۲۸۰۰ ملي ګرامه مالګې ته ضرورت لري

مالگه په عام ډول د خوړو خوند زیاتولو لپاره په ورځني ډول په ټوله نړۍ کې کارول کيږي. ډېری خلک خپلو خوړو کې له اندازې زیاته مالگه اچوي چې دغه عادت د مختلفو ناروغیو لامل گرځي.

پوښتنه دا ده چې یو نورمال انسان په ورځني ډول د خپل بدن اړتیا پوره کولو لپاره څومره اندازې مالگې ته اړتیا لري؟

د امریکا د ملي روغتیايي انسټیټیوټ په وینا یو کس باید په ورځني ډول ۲۳۰۰ څخه تر ۳۴۰۰ ملي گرامه مالگه چې د چای په کاچوغې نیمه کاچوغه کېږي وکاروي.

مالگه زموږ پر بدن کومې روغتیايي اغیزې لري؟ په اصل کې په مناسبه اندازه مالگې کارول د روغتیا لپاره گټوره ده ځکه چې بدن په سمه توگه فعالیتونو ترسره کولو لپاره سودیم او کلورایډ ته اړتیا لري.

خو روغتیايي څېړنو او پلټنو ثابته کړې چې خوړو کې له اندازې زیاته مالگه کارول د زړه او وینې فشار ناروغیو لامل گرځي.

your ads

زموږ بدن سودیم د وینې جریان او فشار کنټرولولو لپاره کاروي، له دې سربېره سودیم د اعصابو فعاله ساتلو کې هم مرسته کوي.

په مالگه کې شته کلورایډ په بدن کې د اوبو اندازه او ځینې فعالیتونه کنټرولوي چې له همدې امله د مالگې له اندازې زیات کارول بدن د اوبو له کمښت سره مخ کوي.

د یوې څېړنې پر بنسټ د زیاتې مالگې کارولو له امله ادرار زیاتېږي، چې په پایله کې د بدن اوبه کمېږي او انسان د تندې احساس کوي.

کله چې انسان زیات ادرار کوي نو ورسره له بدن څخه د کلسیم خارجېدو اندازه هم لوړېږي چې د هډونو د ناروغیو لامل گرځي.

زیاته اندازه مالگه کارول پښتورگي په بدن کې زیاتې اندازې اوبه ساتلو ته اړ کوي چې په پایله کې د پښتورگو د له منځه تلو لامل گرځېدای شي.

د پښتورگو له لوري بدن کې د اوبو اندازه زیاتول لاسونو، مړوندونو او پښو کې د سوی یا پړسوب امکان هم پیدا کوي.

هغه خلک چې زیاته اندازه مالگه کاروي په هغوی کې د معدې زخم خطر زیات وي چې تر دې دمه روغتیايي لامل يي څرگند نه دی.

مالگه د وینې فشار تر ټولو سترو لاملونو څخه هم گڼل کېږي او د دې ویلو ته به اړتیا نه وي چې د وینې لوړ فشار د زړه ناروغیو او فلج لامل گرځي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب