زمونږ په ژوند کې د انټرنیټ اهمیت

انټرنیټ د ټیکنالوجۍ له وسایلو څخه یوازینۍ هغه وسیله ده چې په نړۍ کې په پراخه کچه استعمالیږي ، ځکه چې  د بشریت تقریبا په هره څانګه کې د هغه بې شمېره فوائد شته . د انټرنیټ فائدې زیاتي دي او په ۲۴ ساعته ټوله نړۍ له یوه کونجه تر بله کونجه سره وصل کوي . د انټرنیټ په دې درو کې هیڅ شی او هیڅ ځای لري نه دی . د همدې په مټ هر نوع خبرونه په هر شکل او صورت کې  په ټوله نړۍ کې په څو دقیقو کې خپرېدلای او رسول کېدلای شي .

د انټرنیټ اهمیت

انټرنیټ یوازینۍ هغه اساسي آله ده چې په مټ یې په زیات سرعت سره خبرونه په ټوله نړۍ کې خپرېدلای شي ، لکه څنګه چې مونږ پورته وویل . د انټر نیټ له لاري هر ډول معلومات راجمع کېدلی شي ، که یې څه هم مراجع او مصادر مختلف وي او د هر فن ،ژبي او مذهب سره تړاو ولري .

همداراز انټرنیټ د مالونو او پیسو د راجمع کولو لپاره هم یوه په زړه پوري وسیله ده . هغه کاروبارونه چې مخکي به یې لپاره په میاشتو میاشتو سفر کولو ته اړتیا وه ، اوس د انټرنیټ له لاري هر څوک له خپل موقعیت څخه کولی شي چې د ملیونونوکاروبار مشافهة د مقابل لوري له لیدلو پرته وکړي . د انټرنیټ له لاري یوڅوک کولی شي چې ځان ته ویب سایټ پرانیزي او په هغه کې هر ډول معلومات او عجایبات نشر کړي ، خلګ یې ګوري او داراز یې مدیر خپله منافع لاسته کوي . زه نشم کولای چې خپل د کمپیوټر ټول کارونه یوازي سرته ورسوم ، د همدې لپاره زه د انټرنیټ له لاري د خلګو سره اړیکي نیسم، هغوی ته د کار نوعیت ښیم او هغوی ته په اجرت ورکولو سره خپل دغه کارونه په هغوی پوره کوم چې په دې توګه کار کوونکي ښې پیسې لاس ته راوړي .

انټرنیټ د وصل او اتصال لپاره هم یوه بهترینه وسیله ده . هر څوک کولی شي چې د نړۍ په هر ګوټ کې په هر وخت کې د هر ډول خلګو سره تماس ونیولی شي او د کامرې له لاري یې یو دبل سره لیده کاته هم وشي . همداراز انټرنیټ د طبعي او ترفیهي شیانو د لیدلو لکه ډول ډول ویډیوګاني ، د نړۍ ښکلي انځورونو او نادر ځایونو کتلو لپاره هم په پراخه کچه استعمالیږي . د هر ډول لوبو او ګېمونو کولو لپاره هم د انټرنیټ اهمیت له چا پټ نه دی . له دې پرته داسي بې شمېره فوائد لري چې بیانول به یې ښایي ډېر وخت ونیسي . خو ددې تر څنګ د هغه زیانونه هم بې شمېره دي چې هر مکلف باید د خپلي اسلامي او اخلاقي وجیبې پر اساس له هغو څخه ځان وژغوري .

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب