زمونږ ودونه څومره لوی دی؟

که چیرې د اعراف سورت ۱۵۷ ایت ته ځير شو، وینو چې محمد صلی الله علیه وسلم دوی له سختو کارونو او غلامۍ څخه منعه کړي دي.

نکاح یو ساده تړون دی خو زمونږ ودونه د کایناتو سترې چاودنې ته ورته دي چې د کورنۍ ټول شته په يو وار تس نس کړي. ټولې پیسې مو په بی ځایه لګښتونو ولګیږي: د میلمنو لپاره خواړه، فیشني بلن لیکونه او د کورنۍ ټولو غړو ته نوې جامې….

د یوه مالداره مسلمان د لور واده وو. هغې پخپله ډېر ټینګار کولو چې زما واده باید ساده وي، پدې اړه یې د مور سره ډیر جنجال وکړ تر دې چې څو ورځی وروسته یې خبره ومنل شوه. د هغې خبره پر ځای وه، هغې ویل: (ولې مې پلار واده په رواجي شکل لمانځی)؟ مور او پلار یی لومړی ور پورې خندل، خو هغې د پلار څه باندې پنځه لکه روپۍ وسپمولی.

زمونږ خلک ډیر کوښښ کوی چې په خپلو اولادونو باندې فشار راوړی چې د مشرانو سره په احترام خبرې وکړی. که چیرې مونږ هم لږ د دین خواته پام وکړه وکړو، نو مور او پلار به مو هم دین ته مایل شي.

څو میاشتې پخوا یوه ملګری واده ته دعوت کړی وم. مراسم د واده پر ځای، رسمي پروګرام ته ډېر ورته وو. هلته یو نطاق وو چې خلک به یې ستیچ ته رابلل، او د مراسمو په اړه يې تبصرې کولې، تشريحات يې ورکول او تر ټوکو پورې هر څه يې تنظيمول. دا بلکل ټلویزونې نندارې ته ورته پروګرام وه، چې زه پکې ډېر ناراحته شوم. دا د واده نوې بڼه وه چې چې زه ورسره مخ شوم.

واده اوس د نورو کاروبارونو په څېر فني تنظيموونکي يا مينيجران لري.
ودونه اوس يو لوی کار و بار دی چې د هېواد په کچه پکې په ميليونونو ډالر مصرفېږي او دا مهال په هند کې د هر کال د واده لګښت ۲۵ سلنه لا پسې زياتېږي.
د هندوانو او پاکستانیانو ودونه په ټوله نړی کې مشهور دی، چې حتی غریب خلک هم په ودونو کې د مالداره خلکو تقلید کوی او ډیر شانداره یې لمانځی. څو کاله پخوا مې له تره سره د ترکاری په دوکان کې یو ځوان کار کاوه، چې کوژده یی کړی وه او هغه زما د تره څخه لس زره روپی پور وغوښت چې دغه قرض د ده د معاش لس برابره وه، تره مې ورته ډیر نصیحت وکړ، خو ګټه یی ونه کړه. هغه له خپلو ملګرو او دوستانو څخه دغه پیسې پور کړې، کېدای شي په راتلونکې کې د کور پلورلو ته اړ شي تر څو د واده قرضونه خلاص کړی.

زرګونه پاکستانې او هندی ځوانان شته چې ودونه په ډیر کش او فش سره لمانځې او یوازې د څو ساعتونو خوند لپاره دومره پیسې لګوي. دغې ودونو بانکونو ته لاره هواره کړی چې خلکو ته د ودونو لپاره قرضې ورکړی. په ګجراتی ژبه کې متل دی چې: (چېرې چې حریص خلک وی، هلته ټګماران وږی نه پاتی کیږی).

د واده د مراسمو د برابرونکې (پروګرام منیجر) له خولې چې د یوه متوسط واده لپاره کم تر کمه 34000 ډالر په کار دی او بیا د مالداره خلکو د واده لپاره دوه میلونه ډالرو ته خبره رسیږي. (د امریکایانو د متوسط واده لګښت 26,327 ډالره دی) په دې کې هغه نقدې پیسې او سامان داخل نه دی چې ناوی یې د پلار له کوره له ځانه سره وړی.

د هندوستان د (Yesterday times) ورځپانې د راپور له مخې، د انګلستان مسلمانان په واده کې د سټیج په سینګارولو او د نکریزو په محفل باندې 500-300 پونډو لگوي. په ټولیز ډول د انګلستان د ودونو لګښت د اسیایی هیوادونو د لګښت څخه ډیر زیات دی، چې تقریباَ د 40-50 زرو پونډو پورې رسیږي.

د جولای په 28 مه سک مشرانو په ډهلي کې یوه غونډه راوبلله چې تقریبا د ۴۰۰ عبادت ځايونو نمایندګانو په کې ګډون کړی او په هغو لارو چارو یې خبرې وکړې چې څرنګه دا ډول ستر ودونه له منځه یوسي.

زه هم د هغې ورځې په انتظار یم چې زمونږ په جوماتونو کې هم د ودونو د لګښت په راکمولو خبرې وشي او خلک عملي اقدام وکړي.

لیکوال: نثار یوسف – مسلمان هندي لیکوال
ژباړه: روح الله صاحبزاده
رسالت فرهنگي انجمن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب