زما سوالونه يواځې اسلام ځواب کړل (د نوي مسلمان کيسه)

سلیم خطاب د اسلام په لور:
ما د هغو پوښتنو  ځواب وموند چې کلیسا کې پرې څوک نه پوهېدل….
لومړی ځل مې ورسره النور مسجد کې لیده کاته وشول، څېره يې په سنتو برابره وه. دنګ قد، ښکلې ږیرې او غټو ویښتانو له نورو ممتاز ګرځولی ؤ. له روغبړ نه وروسته مې ترې د مسجد د دفتر پوښتنه وکړه، ده په ډېره ښه بڼه ځواب راکړ او بیا روان شو. د څېرې او ږيرې له رنګ نه آسیایي نه ښکارېده او له غټې ږیرې معلومېده چې نوی مسلمان شوی ځکه دې وطنونو کې نوي مسلمانان اسلامي احکام په پوره پوره ډول عملي کوي او نَسَبي هغوی یا خو ږيرې خرېيي یا هم لږه پرېږدي. وروسته پرې خبر شوم چې نوی مسلمان دی او سلیم خطاب نومېږي.

تاسو به د ډېرو نوي مسلمانانو قصې اورېدلي وي چې د علمي او ساینسي تحقیقاتو په وجه مسلمانان شوي، همدارنګه ډیري عیسایي دعوتګران، مفکرین او حتی مستشرقین د عیسویت او اسلام د مقایسوي مطالعې په وجه او بیا ځينې د مسلمانانو د اجتماعي ژوند د مشاهدې په نتیجه کې مسلمانان شوي. خو سلیم خطاب له دې ټولو بیل دی، دی یو سخت ځانی مجرم ؤ او چې کله يې ځان مرګ ته مخامخ ولید نو د حقیقت په لټه کې مسلمان شو. د ده قصه د ده په ژبه تاسو ته اوروم:

زما مخکنی نوم (ک. هاروارد) دی. پنځه ویشت کاله عمر لرم. مور او پلار مې د دنمارک دي او زه په آسترالیا کې لوی شوی یم. زمونږ کورنۍ (مور، نیا او نیکه) د د نمارک متشدد عیسویان دي چې حتی شراب نه څکي، له واده نه مخکې جنسي اړيکي ګناه ګڼي، د خنزیر غوښه نه خوري او کرسمس او ورته جشنونه نه لمانځي. تقریبا له ټولو هغو اعمالو نه ځان ساتي چې اسلام کې هم حرام دي.

د ژوند لومړي کلونه
ما خپل پلار نه دی لیدلی او د عمر په لومړیو کلونو کې له مور سره په آسترالیا کې اوسېدم. له وړکتوبه مې وینه تویول پېژندل او تشدد مې خوښ ؤ. په مکتب کې مې جنګونه کول او څو ځل د زخمونو په وجه شفاخانې ته هم تللی یم. د عمر زیاتېدو سره ورو ورو شوکمار شوم او شخړې به مې کولې، په خلکو به مې حملې کولې او تل به غوسه وم. ورسره سخت ځانی هم وم چې په جرم کې یې نوره هم راسره مرسته کوله. لا اته کلن وم چې شراب مې څکل، سګرت مې وهل او د خلکو کورونو ته به اووښتم. په دولس کلنۍ کې مې مکتب پرېښود، دې وخت کې مې خپل کور درلود او د پیسو پیدا کولو او دنیا ګټلو هڅه کې به وم.

بندیخانه او زخمي کېدل
اووه لس کلنۍ کې لومړي ځل، او بیا د څو میاشتو په جریان کې څو ځل بندي شوم. هر ځل بند سره راکې تغیرات راتلل خو دومره نه چې سمې لارې ته مې روان کړي. بلآخره سدني ته لاړم. سدني کې مې باید خپل ژوند او مقام جوړ کړای وای. د مخدره توکو کاروبار مې شروع کړ او په دې لاره مې پیسې پیدا کولې. کاروبار مې ورو ورو وده وکړه او یو سخت ځانی مجرم رانه جوړ شو چې د دنیا لاس ته راوړنې لپاره مې هر څه کول. په لږ وخت کې مشهور شوم او په سدني کې له نهو میاشتو اوسېدو وروسته یوې بهرنۍ کمپنۍ د مخدره توکو په کار کې ځان سره وګومارلم. دې کمپنۍ پیسې ډېرې راکولې خو تل له خطر سره مخ وم. د کار په جریان کې په څلورو حملو کې دیارلس مرمۍ ولګېدم او بلآخره مې له دې خلکو سره کار بس کړ. دې خلکو د کار د پرېښودلو په انتقام زما د وژلو هڅه کوله او زما ژوند تل له خطر سره مخ ؤ.

بیا مې یوې بلې کمپنۍ سره کار شروع کړ، چې دوی د هغې لومړۍ کمپنۍ سره دښمني هم درلوده. دوی مسلمانان ول خو سړیو یې دین نه عملي کاوه، مګر ښځینه يې د اسلام په عملي کولو کې ډېري پابنده وې، او ما چې د دوی حجاب مراعاتول او نور دیني کارونه وليدل نو په زړه کې مې د اسلام په اړه څه نا څه ښه احساسات او احترام پیدا شول. دې خلکو یو ځای ژوند کاوه چې ما ته جالبه وه او عین حال کې مې دا حالت هم خوښ شو ځکه زما کورنۍ هم همداسې وه (په غربي مزاجه ټولنو کې کورنی ژوند بېل دی او حتی اولاد هم له ځوانۍ وروسته مور او پلار سره ژوند نه کوي.) د څه مشکلاتو په وجه مې له دوی سره هم کار پرېښود خو د اسلام په اړه ښه احساسات راسره پاتې شول. ما تر دې وخته یواځې د اسلام نوم اورېدلی ؤ او نور په څه هم نه پوهېدم.kalima tayeba

د مرګ ګواښ
د ژوند داسې مرحله کې واقع وم چې د مخدره توکو په کاروبار پوره بلد شوی وم او غوښتل مې چې ځان ته کار شروع کړم. حتی شروع کړی مې هم ؤ خو دواړو ډلو راپسې خلک اچولي ؤ او حتی ښار کې پټ ګرځېدم او هره لحظه له مرګ سره وم. دې وخت کې خدای رایاد شو او هيله مې وه چې له مرګ نه مخکې ورسره ارتباط پیدا کړم.

د حقیقت پلټنه
زه سره له دې چې یوې متشددې عیسوي کورنۍ پورې مربوط وم خو احکام مې کله هم سر ته نه ؤ رسولي، صرف له مور او کورنۍ نه مې دومره زده کړي ؤ چې خدای شته او ما پرې ایمان درلود. خو نوره لاره رانه ورکه وه. د اديلېد ښار ته لاړم چې دا ښار د کلیساګانو په وجه مشهور دی، او ډېرې زیاتې او لویې کلیسا ګانې لري.

یوه ورځ یوې کلیسا ته لاړم او غوښتل مې چې له راهبانو سره ځینې مهمې پوښتنې مطرح کړم (ډېری عیسویان د تثلیث د عقیدې په اړه چې په عین حال کې خدای یو بولي، د عیسی علیه السلام د په دار کولو په اړه او داسې نورې په لسګونو پوښتنې تل له ځان سره ګرځوي خو راهبان ځکه قناعت نه شي ورته ورکولای چې په دې اړه سم ځواب نه لري. همدارنګه د څو انجیلونو موجودیت او په هغو کې یو دبل سره مخالف روایات ډیري عیسویان په شک کې اچولي). یوه راهب به بل ته لېږلم او بل به بېرته لومړي ته او بیا درېیم او څلورم ته لېږلم. څو ورځې همداسې تېرې شې او بلاخره زه پوه شوم چې دوی هسې ځان تېر باسي او زما ځواب ورسره نشته. دې منځ کې مې د بوداییزم په اړه هم معلومات وکړل خو په هغې مې هم زړه اوبه ونه څکلې. ما د اوبه وړي په حیث هر خس او خاشاک ته لاس اچاوه او د نجات راکوونکي په لټه کې سرګردان وم.

له فکر کولو وروسته پوه شوم چې راهبانو زما سوالونه ځوابول نه غوښتل. دوی همدا غوښتل چې کلیسا ته لاړ شم او د نورو عیسویانو په ډول پیسې ورکړم او بېرته ووزم. آخري ځل چې خپل ملګري سره کلیسا ته لاړم او هغوی زما په وجود خالونه (ټټو) وليدل نو له ما پوښته وشوه چې څوک يې او دلته څه غواړې او په کوم جرئت په داسې یو حالت کې کلیسا ته د ننه راغلی یې؟ هلته چا هم له انسان سره مینه نه کوله او له کلیسا نه بېروني انسان یو چټل انسان ګڼل کېده. کله به دې چې له هغوی نه د دین په اړه مهمې او جدي پوښتنې کولې (چې هغوی سره یې طبعا ځواب نه ؤ) نو بیا به یې شړلې.

بلآخره د خپلو ځوابونو په لټه کې یو عیسوي کتاب پلورنځي ته لاړم.  دلته مې یو کارتون کتاب پیدا کړل چې په تصویري شکل یې د یوه مسلمان کیسه ښودلې وه. هغه لمونځ کاوه، یو عیسوی او زوی یې له هغه ځایه تېرېدل او زوی له پلاره پوښتنه وکړه چې دی څه کوي؟ پلار ورته وویل دی د لمر عبادت کوي. بیا له هغه مسلمان سره خبرې کوي او مسلمان هم وایي چې دی رښتیا هم د لمر عبادت کوي. او بیا عیسوي ورته دعوت کوي او دا مسلمان سړي عیسوی کېږي. کله مې چې دا کیسه ولوسته غوسه راغله او پوه شوم چې دا یې مسلمانانو پسې تهمت کړی ځکه ما مسلمانانو سره هم کار کړی ؤ او د هغوی د ښځینه ؤ عبادات او پابندي مې ليدلې وه.

له مسلمانېدو نه مخکې د اسلام مدافع وم
هو، زه لا مسلمان شوی نه وم خو د مسلمانانو دفاع مې کوله، که چا به پرې بد ویل نو غوسه به راتله. او که رسنیو کې به بد یادېدل نو ما به ورته غوږ نه اېښود او دا کیفیت له مسلمانېدو څو میاشتې مخکې راته پیدا شوی ؤ.

له ډاره مسجد ته نه تللم
لکه څنګه چې ما مخکې وویل زه د اوبو وړي په شان وم او هرې خوا ته مې لاس اچاوه، عیسویانو له کلیسا وشړلم او د بوداییزم دین مې هېڅ خوښ نه شو، مقابل کې مې له مسلمانانو سره مینه هم پیدا شوې وه نو فیصله مې وکړه چې باید د دوی دین ته مخه وکړم او وګورم چې څنګه دی؟

ما داسې فکر کاوه چې که د مسلمانانو مسجد ته لاړ شم او له هغوی سره د اسلام په اړه پوښتنې مطرح کړم نو کېدای شي هغوی هم راسره د کلیسا په شان چلند وکړي، ځکه مې مسجد ته د تګ جرئت نه کاوه. معمولا به چې کله ټکسي کې کیناستم او پوه به شوم چې موټر چلوونکی مسلمان دی نو له هغه به مې د اسلام په اړه معلومات غوښت. دوی به راته مختلفې وېبپاڼې ښودلې.

همدې وخت کې ما شراب څکل پرېښي ؤ او غټ جرمونه مې هم نه کول. وسله مې هم نه ګرځوله. بلآخره په شمالي کوینزلنډ کې مې یو مسجد وموند او هلته لاړم او یو ښکلي امام سره مخ شوم چې د اندونیزیا د بندوچي ؤ. سره لدې چې زما څېره او لباس له دوی نه بدل ؤ او د بدن خالونه (ټټو) مې په لاسونو ښکاره کېدل خو دوی د کلیسا په شان په اعتراضیه نظر راته ونه کتل او مسجد کې موجودو مسلمانانو راته ډېر مناسب او ښکلی ښه راغلاست ووایه او ډېر مینه ناک روغبړ یې راسره وکړ.

له امام نه مې غوښتنه وکړه چې د اسلام په اړه معلومات راکړي. هغه راته څو وړې رسالې راکړې چې له جملې نه يې یوه د اسلام او عیسویت مقایسه او یوه هم د قرآن ساینسي حقایق ول. زه د عیسویت په اړه له مخکې پوهېدم خو کله مې چې د اسلام او عیسویت د مقایسې رساله ولوسته نو حالات یې رابدل کړل، ما دهغو پوښتنو  ځواب وموند چې کلیسا کې پرې څوک نه پوهېدل، او یا پوهېدل خو ما ته یې نه ویل.

د قرآن د ساینسي حقایقو رساله:
په دې کې ډېر جالب ساینسي موضوعات او له قرآن مجید سره د هغو ژور تړون بیان شوی ؤ. له جملې نه یې یو د النور سورة د څلوېښتم آیت (او کظلمت فی بحر لجی…) ساینسي حقیقت ؤ چې ۱۵ یا ۲۰ کاله مخکې کشف شوی خو قرآنکریم  یو نیم زر کاله مخکې هو بهو همداسې بیان کړی.
یوه نیمه هفته وروسته بیا امام ته راغلم او له دې وروسته ډېری وخت ورسره کښېناستم او له دوه ساعته نیولې تر ۷ الی ۸ ساعته به ورسره وم او پوښتنې به مې ترې کولې. دی ډېر باحوصله ؤ او ما به شا په شا پوښتنې او پوښتنې کولې خو ده به په ورین تندي، حوصله او مینه ځواب راکاوه. یو ځل مې ترې وپوښتل چې آیا اسلام له ما غواړې چې زه دې یو آرامه سړی اوسم او که څوک راباندې حمله کوي څه ورته ونه وایم؟ امام راته وویل چې ته په اسلام کې اجازه لرې چې د ځان دفاع وکړې. نو نور هم ډاډه شوم.

بلآخره په دې پوه شوم چې اسلام یواځینی رښتینی دین دی ځکه ما ته امر کوي چې ټول حرام کارونه پرېږدم او عین حال کې دا هم نه راته وايي چې یو ضعیف انسان دې شم او د ځان دفاع دې ونه کړم. بلکه له ما دا غواړې چې باید قوي او تکړه اوسم. دې وخت کې مې لمونځونه هم شروع کړي ؤ او جومات ته به راتلم.

زما ژوند ډیر بدل شوی ؤ او پوهېدم چې همدا ډاډ او سکون ؤ چې زه له ډيرې مودې ورپسې سرګردانه وم او الله دلته رانصیب کړ. د مسلمانانو د جماعت لمونځ هم راباندې ډېر زیات تاثیر کړی ؤ. ما دا کتل چې دوی د چا د فشار لاندې نه، بلکه په خپله خوښه پوره اودس کوي او بیا راځي او په یوه خاصه طریقه یو ځای لمونځ کوي، او ټول د یو جسم په شان حرکت کوي او دهغوی د لمونځونو خوندور منظر زما زړه ته ښکته کېده، او ما داسې عبادت نه ؤ لیدلی ځکه عیسویان صرف د عبادت په وخت لاسونه پورته کوي او بیا آسمان ته ګوري او بس ختم.

یوه شپه تر ناوخته له امام سره ناست وم او تردې دمه مې تر سورة توبه پورې د قرآنکریم ژباړه هم لوستې وه. امام ته مې وویل چې زما یقین حاصل شوی او زه مسلمانېدل غواړم او سبا ته د جمعې په ورځ غواړم خپل اسلام اعلان کړم.

د اسلام اعلان
د جمعې له لمانځه نه وروسته امام  وغوښتم او اعلان یې وکړ چې دی مسلمانېدل غواړي ما د شهات کلمه ولوسته او ټوله ټولنه راغله ما سره یې غیږه راکړه او ځانونه یې راوپېژندل، ښه راغلاست یې ویل او د ټولو په څېرو موسکا وه. زما احساسات د پام وړ ؤ. او بیا مې هغو ته خپله کیسه وکړه.

ما خپل سابقه ژوند شاته پرېښود خو دښمنان مې راپسې ول هغوی په ټولو ښارونو کې کسان درلودل او زه حتی سرک ته په ډاډه زړه نه شوم وتلای. نیوزیلند هېواد ته ځکه راغلم چې خپله سابقه ژوند او هر څه شاته پرېږدم. دلته هېڅ بد خلک نه پېژنم او په خپل دین پوره پوره عمل کوم. نیوزیلند زما په ژوند کې ماته ډېر ګټور ثابت شو او دا دی اوس پنځه کاله وروسته اسلام زما د کلتور یوه برخه ګرځېدلې ده.

مور مې زما په مسلمانېدو خوشاله شوه ځکه هغې زه خوشاله لیدل غوښتم. نیا او نیکه مې ځکه خوشاله ول چې هغوی دا غوښتل چې زه دې کم له کمه له خدای سره ارتباط ولرم، که هغه د هر دین له لارې وي.

مسلمانو ځوانانو ته!
مسلمانو ځوانانو ته د اصلاح د رسنیو له لارې دا پیغام ورکول غواړم چې شیطان تاسو زنا، شرابو او مخدره توکو ته رابلي او بد خلک درنه جوړول غواړي، خو یاد ساتئ چې دا دنیا هېڅ هم نه ده. ځلکا لري مګر فرېب ده. مونږ باید هغه کارونه وکړو چې الله او رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته امر کړی. له شیطان سره باید پام وکړو الله په یاد ولرو او له عذاب نه یې ویرېږو. شیطان له تاسو نفرت لري او تاسو هم باید ترې نفرت وکړئ. که وړه وړه او لږه لږه ګناه هم وکړئ نو د غټو ګناهونو جرئت درکوي.
ما یوه وخت ډېر لوی کور، ډېر زیات د کور سامان او بهترين موټر درلودل، خو کوم آرام چې اوس په یو عادي ژوند او ساده کور او په ځمکه ویده کېدو کې لرم هغه وخت کې مې نه درلود او انشاء الله د ژوند تر پایه به دعوت ته ادامه ورکوم.

د آخري پوښتنې په ځواب کې:
آخر کې مې ورته وویل چې دلته نور مسلمانان هم شته خو له جومات نه بېرون څوک پرې نه پوهېږي مګر ته الحمد لله په ټول ښار کې له غټې ږيرې او غټو ويښتانو سره خولۍ په سر ګرځې چې دلته معمول نه دی آیا خلک خو درباندې غږ نه کوي؟ ده په خندا ځواب راکړ چې نه، خبره بر عکس ده، دوی په هغه مسلمان ټوکه کوي چې په خپل اسلام شرمېږي او خپل اسلام له دوی نه پټ ساتي خو زه الحمد لله په خپل دین فخر کوم او همدا علت دی چې په همدې څېره او بڼه په تېرو پنځو کلونو کې چا هم غږ نه دی راته کړی.

محمد عثمان افضلي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب