جغرافیهجیولوژي

زلزلې څه ډول رامنځته کيږي؟

زلزلې څه ډول رامنځته کيږي؟

آیا تاسې پوهيږئ چې د ځمکې سطحه له يوه بشپړ قشر څخه نه ده جوړه شوې؟ ښايي دا موږ ته نا اشنا ښکاره شي‌، خو د ځمکې د سطحې په منځ کې درزونه موجود دي او په يو بل کې لکه د کوشيرونو په څير سره ورغلي دي. که د ځمکې د قشر دا لويې ټوټې له خپلو ځايونو وښويږي نو زلزله رامنځته کیږي!

که څه هم ساينسپوهان د زلزلې د پيښيدو وخت نشي اټکل کولی، خو په دې پوهيږي چې زلزلې ولې رامنځته کیږي. دوی دا هم ويلی شي چې د ځمکې په کومه برخه کې د زلزلې زيات امکانات موجود دي.‌ نن به تاسې زده کړئ چې ساينسپوهانو د ځمکې د سطحې هغه کوشيرونه څه ډول سره ټاکلي دي چې ښوريدل يې زلزله رامنځته کړې ده.

د ځمکې طبقې او ټيکټونیک پليټونه:

د دې لپاره چې پوه شو ولې ځمکه کله کله لړزه کوي، بايد لومړی زده کړئ چې ځمکه له څلورو طبقو څخه جوړه شوې ده چې په لاندې ډول دي:

  1. کورنۍ هسته
  2. بهرنۍ هسته
  3. منټال يا د هستې او قشر تر منځ طبقه
  4. قشر

قشر د ځمکې تر ټولو بهرنۍ طبقه ده او دا طبقه د څو لويو ټوټو څخه جوړه ده چې څنډې يې په يو بل کې سره ورغلې دي.‌ د قشر دې ټوټو ته ټيکټونیک پليټونه Tectonic plates وايي. دا ټوټې د کوشيرونو په څیر یو په بل کې ورغلي دي.

په هغه څنډو کې چې ټيکټونیک پلیټونه سره يو ځای کیږي او د يو بل پر وړاندې حرکت کوي، د پليټونو د پولو Plate boundries په نامه ياديږي.‌ د پليټونو پولي ګڼې مات شوي ځایونه لري چې د درز لیکې ویل کیږي او داهغه وخت رامنځته کیږي چې کومه لويه ډبره ماته او بیا جلا شي. په ژورو طبقو کې د بدلون رامنځته کیدل ټيکټونيک پلیټونه په حرکت راولي‌ او یو له بل سره موښي. ځينې وخت دا پليټونه په يوه زیږه نقطه کې نښلي. له يو بل سره ټکر کوي،‌ د يو بل پر وړاندې  حرکت کول غواړي خو نه يې شي کولی.‌ خو کله چې بالاخره له يو بل څخه خلاص شي، يو اندازه انرژي‌آزادوي،‌ آزاده شوې انرژي پليټونه په اهتزاز راولي.‌ دا اهتزاز هرې خوا خپريږي،‌ او زلزله پيښوي.‌

د اصلي زلزلې پسې زياتره وخت کوچني زلزلې ملګر ي وي چې وروسته مهاله لړزې بلل کیږي . دا لړزې ځکه رامنځته کیږي چې پليټونه د یوې لويې بې ځايه کيدنې وروسته بيرته ځپل ځای ته ورځي. دا بهير په کلونو کلونو روان وي!

د زلزلې اندازه ګیري:

د زلزلې قوه زموږ ساختمانونو او طبيعي چاپیريال ته زيات زيان رسولی شي.‌ ساينسپوهان د زلزلې د رامنځته کیدو پر څرنګوالي د پوهيدو له لارې غواړي دا زیان را کم کړي. يوه لار يې دا ده چې زلزله له پيښيدو سره  سماندازه کړي.‌ د درز لیکې د ځمکې له سطحې څو ميله لاندې موقيعيت لري، نو ساينسپوهان يې بدلونونه نشي اندازه کولی. پر ځای يې ځمکپوهان د سيزموګراف له آلې څخه کار اخلي. سيزموګراف چې د ځمکې پر سطحه کارول کیږي، د زلزلې لړزني انرژي ‌او يا د لویوالي درجه اندازه کوي.‌ کله چې زلزله رامنځته شي سيزموګراف د ځمکې د اهتزازونو پر مهال د کاغذ پر مخ کرښې باسي.‌ زیاتې موجي کرښې په دې مانا دي چې زلزله ډیره لويه وه؛ لږ کرښې په دې مانا دي چې زلزله کوچنۍ وه.‌

ساينسپوهان سيزموګراف پر هغو سيمو نصبوي چې د زلزلې  اټکل پکښې کیږي.‌ د هغو کرښو د لوستلو په پایله کې چې سيزموګراف ايستلي دي، دوی ویلی شي چې څه وخت چيرته زلزله پيښه شوې ده، او څومره لويه وه.‌

د زلزلې د لويوالي درجه پر يوه اندازه کوونکې آلې ثبتيږي چې ريښتر درجه يې بولي.‌ دا درجه له ۳.۵ څخه پيليږي. د پيل درجه د هغه  زلزلولپاره کارول کیږي چې موږ یې مازې احساسولی شو او وروستۍ درجه يې ۸ او يا له هغې اخوا لوړې درجې دي.‌ د ريښتر ۸ درجو زلزله ښارونه ويجاړولی شي.‌

د زلزلې اټکل:

ساينسپوهان په دې نه پوهيږي چې زلزله به کله رامنځته کیږي، خو ځينې وخت د يوې ټاکلې سيمې په اړه اټکل کولی شي چې ښايي‌يوه ورځ زلزله رامنځته شي.‌ کله چې په يوه سيمه کې ګڼې د درز لیکې موقيعيت ولري،‌ دا سيمه د ددرز زون په نامه ياديږي.‌ ځمکپوهان د د درز لیکې او زونونه په دقت سره مطالعه کوي، ځکه چې دا کرښې موږ ته څرګندوي چې په دې سيمه کې ځمکه له وړاندې لړزيدلې ده. داپه دې مانا ده چې د يوې بلې لړزې امکانات هم شته.‌

سيزموګراف په دې سيمو کې نصبیږي چې د ځمکې هر يوه لړزه  ثبته کړي، هرکال سلګونه زلزلې پيښيږي خو د کوچنيتوب له کبله یې انسانان نشي احساسولی.‌ خو،‌ کله چې کوچنۍ زلزلې په وار وار يوه ساحه کې رامنځته شي ځمکپوهان پوهیږي چې يوې لويې زلزلې ته باید چمتووالی ولري. هغه کوچنۍ زلزلې چې د لویې زلزلې څخه وړاندې رامنځته کيږي د لومړنیو لړزو په نامه ياديږي.‌ دا لړزې ساينسپوهانو ته خبرداری ورکوي چې ټيکټونيک پلیټونه د ښويدو په حال کې دي او ښايي‌ لویه زلزله رامنځته شي.‌

پايله:

زلزلې موږ ته را په زړه کوي چې زموږ سياره تل د بدلون په حال کې ده. ښايي‌ زموږ تر قدمونو لاندې ځمکه غښتلې او کلکه وبريښي،‌ خو ټيکټونیک پليټونه زموږ له پاملرنې پرته خوځيږي.‌ ښايي ساينسپوهان یوه ورځ زلزلې داسې اټکل کړي لکه ميټرولوجستان چې د موسم اټکل کوي.‌ خو تر هغه وخته به دوی د ځمکې د حرکتونو پر مشاهدې اکتفا وکړي غښتلې او خوندي ساختمانونه به مهندسي کړي.

فعاليتونه

لومړی فعالیت:

خپله پوهه وازمايئ؟ د لاندې پوښتنو د ځوابونو په برخه کې صحيح حرف حلقه کړئ.

  1. لاندې کوم یو د ځمکې له طبقاتو څخه نه شميرل کیږي؟
  2. هسته
  3. منټال
  4. قشر
  5. پليټونه
  6. ساينسپوهان هغو لويو ټوټو ته څه نوم اخلي چې کوشيرونو په څیر په یو بل کې سره ورغلي دي او د ځمکې سطحه يې جوړه کړې ده.‌
  7. ټيکټونيک پليټونه
  8. شکستګي
  9. حدود
  10. د شکستګي کرښې
  11. سيزموګراف د څه لپاره کارول کیږي؟
  12. د دې څرګندولو لپاره چې زلزله څه وخت چيرته پيښه شوې ده
  13. د لومړنيو لړزو په احساسولو سره د زلزلې اټکل کوي
  14. د زلزلې اندازه تعينوي
  15. ټول صحيح دي
  16. د ريښتر درجه څه ده؟
  17. هغه آله ده چې د پلیټونو د حدودو تر منځ فاصله اندازه کوي.
  18. د اعدادو يو سيسټم دی چې د زلزلې اندازه تشریح کوي.
  19. هغه آله ده چې د زلزلې په اټکل کې مرسته کوي
  20. یو چارټ دی چې د زلزلې تاريخ ښيي
  21. د پليټ حدود څه ته وايي؟
  22. هغه نقطه ده چې ټيکټونیک پليټونه سره یو ځای کیږي
  23. د زلزلې د زون څنډې ته وايي
  24. د شکستګۍ د کرښې تر منځ فاصلې ته وايي
  25. هيڅ يو صحيح نه دی

دویم فعالیت:

که لاندې بيانيې صحیح وي،‌ په تشه کې “ص” او که غلطې وي د “غ” توری وکاروئ.

ـــــــ  ۱. د شکستګي کرښې هغه دي‌ چې ډبرې يې ماتې او ښوريدلې وي

ـــــــ ۲. زلزلې وروسته لړزې هغه لويې زلزلې دي چې د يوې لويې زلزلې څخه وړاندې رامنځته کیږي.

ـــــــ ۳.‌ د شکستګي کرښې زياتره د پليټونو په څنډو کې رامنځته کیږي

ـــــــ ۴. شکستګي ګانې د ځمکې د قشر په ژورو برخو کې موجودې دي.

ـــــــ ۵ له زلزلې وړاندې لړزې له ځمکپوهانو سره مرسته کوي څو اټکل کړي چې څه وخت چيرته زلزله پيښيږي.

درېم فعالیت:

په لاندې کرښو کې ورکړل شوې پوښتنې ځواب کړئ؟

۱. ټيکټونيک پليټونه څه ډول زلزله رامنځته کوي؟

۲.‌سيزموګراف څه شی اندازه کوي؟ څه ډول کار کوي؟

ځوابونه 

لومړی فعالیت:

  1. D
  2. A
  3. D
  4. B
  5. A

دويم فعالیت:

  1. T
  2. F
  3. T
  4. T
  5. F

دريم فعاليت:

  1. په هغو حدود چې ټيکټونيک پليټونه سره يو ځای کیږي او د يو بل پر وړاندې حرکت کوي، د پليټونو د څنډو په نامه ياديږي. د پليټونو څنډې ګڼې شکستګي او يا د شکستګي کرښې لري چې د ډبرو د ماتيدو او بیليدو له کبله رامنځته کیږي. شکستګي په قشر کې ژورې پرتې دي له دې کبله په سترګو نه ليدل کيږي.‌ د ځمکې د ژورې طبقې بدلونونه ټيکټونيک پليټونه يو د بل پر وړاندې موښي او خوځوي.‌ ځينې وخت دغه پليټونه په یوه زيږه نقطه کې نښلي.‌ د يو بل پر وړاندې عمل کوي او د حرکت ناکامه هڅه کوي. خو کله چې بیرته آزاده شي‌ يو مقدار انرژي هم آزادوي چې د پليټونو د اهتزاز لامل ګرځي. دا اهتزاز خپريږي او موږ زلزله تجربه کوو.

 

  1. سيزموګراف چې د ځمکې پر سطحه کارول کیږي د زلزلې سيزميک انرژي‌ او يا د لويوالي درجه ټاکي. دا کار د زلزلې پر مهال پر کاغذ د کرښو د جوړولو له لارې کوي. ګڼې کږې وږې کرښې په دې معنی دي چې زلزله ډیره لويه ده؛ څو کرښې په دې معنی دي چې زلزله کوچنۍ وه. ساينسپوهان سيزموګراف پر هغو سيمو نصبوي چې د زلزلې تمه لري. د هغو نښو نښانو په مطالعه کولو سره چې سيزموګراف يې باسي، دوی ویلی شي چې زلزله څه وخت چيرته رامنځته شوې او څومره لويه وه.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: