روژه په کومو شيانو نه ماتيږي؟

که روژاتي په هېره څه وخوري يا وڅښي روژه يې نه ماتيږي، که يې څه هم په ماړه نس وخوري .

(ترمذي او ابو داؤد).

د ورځي رانجه په سترګو وهل، کريم يا داسي نور په سر يا بدن وهل او خوشبويي بويول پروا نه کوي او روژې ته څه تاوان نه رسيږي.

(ترمذي).

که په ستوني مچ يا غوماشه ننوزي يا لوګۍ (دود) په خوله ننوزي نو روژه نه ماتيږي، خو که دا کار په قصد وسي روژه ماتيږي.

your ads

(ردالمحتار).

له ويني کښلو څخه ، که له رګ څخه وي او که د بدن له کوم بل ځاى څخه وي روژه نه ماتيږي.

(سراج احکام الاسلام).

که مالګه يا سُرکه خولې ته واچوي، خو چي تېره يې نه کړي روژه يې نه ماتيږي ، مګر مکروه ده .

(سراج احکام الاسلام).

که د کوچني لپاره ډوډۍ وژويي او له هغې څخه څه تېره نه سي هم يې روژه نه ماتيږي.

(سراج احکام الاسلام).

که د شپې د جنابت يا نورو له امله غسل ته اړتيا وي، خو د ورځي يې وکړې روژې ته څه تاوان نه رسيږي، خو په دغسي غسل کي بې له عذره ځنډ ګناه لري.

(ترمذي).

که خپله مېرمن مچ (ښکل) کړي روژه نه ماتيږي ، په دې شرط چي انزال نه سي.

(هدايه)

که روژاتی له خپلي مېرمني څخه مچه اخلي پروا نه کوي، خو چي اعتماد ولري چي نه انزاليږي يا خبره تر کوروالۍ نه رسيږي خو که دا اعتماد نه وي مچه اخيستل مکروه باله سي.

که د پزي مواد ستوني ته ولاړ سي روژه نه ماتيږي.

که په ژبه کوم څه وڅکئ او بيرته يې تو کړئ روژه نه ماتيږي خو بې له ضرورته دغسي کول مکروه باله سي.

(عالمگيري).

هغه غوښي چي د روژاتي په غاښو کي بندي وي او د نخودو تر دانې لږ وي او دباندي يې راونه باسي او و يې خوري روژه نه ماتوي خو که دغه غوښي د نخود تر دانې ډېري وي يا يې له خولې راوباسي او ويې خوري روژه ماتوي قضا يې لازمه ده خو کفاره نه لري.

(هدايه).

لیکوال: حکيم الله صابر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب