احکام او مسایلپنځه بناوېروژه

روژه په چا فرض او په چا نه ده؟

  • په هر مسلمان چې بالغ (نر: چې احتلام یې شوی وی، او نجلۍ چې حیض یې شوی وي)، عاقل، قادر(چې د نیولو وس ولري)، او مقیم(مسافر نه وی)، روژه فرض ده.

۲- په کافر روژه فرض نه ده او کله چې مسلمان شي نو د تیرو روژو قضاء هم فرض نه ده.

۳- په ماشوم روژه فرض نه ده، خو ددې لپاره چې روژه نیول زده کړي پکار دی چې وخت ناوخته پرې روژه ونیول شي خو داسې نه چې تر مرګه ورسیږی. حدیث شریف راځي: «عن الربيع بنت معوذ قالت: “كنا نَصُومُ ونُصوِّم صبياننا الصغار منهم، ونذهب إلى المسجد، فنجعل لهم اللعبة من العهن (أي الصوف) فإذا بكى أحدهم من الطعام أعطيناه إياه، حتى يكون عند الإفطار” (أي أعطيناه هذا الصوف يتلهى به حتى يحين موعد الإفطار.) (رواه البخاري ومسلم).
ژباړه: ربیع بنت معوذ رضي الله عنها روایت کوي چې فرمایي:« مونږ به روژه نیوله او په ماشومانو به مو روژه نیوله، او مسجد ته به تللو، نو دوی ته به مو له وړیو څخه لوبه جوړوله، کله به چې کوم یوه یې خوراک پسې وژړل دا(لوبه) به مو ورکړله، تردې چې روژه ماتی به راورسیده.

۴- روژه په لیوني فرض نه ده او نه یې د روژی فدیه فرض ده، حتا که بالغ هم وی، همدارنګه هعه معتوه (بی عقله ساده انسان)چې د ښه او بد فرق نه شی کولي، همدارنګه په هغه سړي چې ګډی وډی کوی صحیح غلطو خبرو فرق نه شی کولی.

۵- په هغه مسلمانانو روژه فرض نه ده چې له نیولو څخه یې د کوم سبب له وجې بې وسه وی، لکه د زیات عمر له کبله کمزوري، یا هغه مریض چې د رغیدلو هیله یې نه وی، دا ډله خلک به د روژې د هرې ورځې بدل کې یوه مسکین ته خوراک ورکوی.

۶- هغه مریض چې عارضی ناروغه وی او د روغتیا په انتظار وی، که روژه نیول ورته ګران وی روژه به ماتوی، او له ناروغۍ وروسته به یې قضایی راګرځوی.

۷- هغه امید واره (حامله) او تی ورکونکي ښځه چې روژه نیولو کې ورته ستونزه وی د حمل او تی ورکولو په سبب، یا یې بچی له خطر سره مخ کیږی، په دی صورتونو کې به روژه ماتوی، او له ناروغۍ وروسته به قضایي راګرځوی.

۸ -حائضه (د میاشتنی مریضۍ حالت کې ښځې) او نفساء (لنګې ښځې چې ناروغي یې لا نه وی خلاصه شوې) ښځې به روژه نه نیسي، او له ناروغي وروسته به قضایی راګرځوي.

۹- هغه خلک کولی شی روژه وخوري چې روژې ماتولو ته مجبوره شي، لکه څوک اوبو راخیستی وي دی خلاصون غواړی یاڅوک اور کې بند پاتې وی، او روژه ماتول ضروری وی نو روژه ماتولی شي خو بیا به یی قضایي راګرځوي.

۱۰- مسافر ته روژه نیول او نه نیول دواړه جائز دی، که سفر یی همیشنی وی لکه ډریوران چې زیاتره وخت په سفر وی یا یی سفر عارضي وی لکه د عمرې سفر، په ټولو صورتونو کې ورته جائزه ده چې روژه ماته کړی تر هغه وخته چې خپل ښار ته نه وی رسېدلی. وروسته به بیا قضايي راګرځوي.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: