روژه تعریف، فرضیت، کفاره او روژه خوړلو شرعي عذرونه؟

روژه څه ته وايي؟

روژه چې په عربي ژبه ورته صوم وايي په لغت كې، د ځان ساتلو په مانا ده او د شرعې په اصطلاح كې، د سهار له رادبره كېدو څخه بيا د لمر تر لوېدو پورې د روژې په نيت سره، د روژې له ټولو ماتوونكو شيانو څخه ډډه كول دي.

د روژی فرضیت:

د روژې په مياشت کې هر څه بند دي د بندیز او د فرضيت دليل يې دې آية كريمه کې ښکارېږي.

من شهد منکم الشهر فلیصمه

سورة البقره ۱۸۵ایت

ژباړه: ” څوك چي حاضر شوه له تاسو څخه مياشت د روژې ته، نو روژه دې ونيسي ”

او دا آية مبارك هم د روژې په فرضيت باندې دلالت كوي:

کتب علیکم الصیام کما کتب علی الذین من قبلیکم لعلکم تتقون.

سورة البقره آية : (۱۸۳)

ژباړه: (فرض كړل شوې ده په تاسو روژه لكه فرض كړل شوې چې وه په هغو كسانو چـې له ستاسو مخکې راغلي وه) (لكه پخواني امتونه او پيغمبران تر آدم ﷺ پورې).

او همدارنګه يې د سپيڅلي كتاب قرآن عظيم الشان په بل ځاى كې ويلي، ژباړه: (( د روژې مياشت هغه مياشت ده، چې نازل كړل شوى دى، په دې كې قرآن، چې هدايت دى، لپاره د خلكو او دليلونه دي ښكاره ( له جنسه د هغو شيانو ) چې هغه لاره ښيي او بېلوونكي د حق او باطل دى. نو هر څوك چې ومومي له تاسې (اې مكلفينو) دا مياشت نو ضرور ده، چې روژه ونيسي د هغې ( مياشتې ) د بقرې سورۀ ۱۸۵ آيت.

د خداى رسول ( ص) د روژې په باره كې فرمايي: «بني الاسلام علي خمس، شهاده ان لا اله الا الله و ان محمدا رسول الله، و اقام الصلوه، و ايتاء الزكاه و حج البيت، و صوم رمضان– د اسلام بنسټونه پنځه څيزونه دي؛ شاهدي وركول پر دې چې له الله پرته، بل خداى نشته، او دا چې محمد د خداى رسول دى، د لمانځه ادا كول، د زكات وركول، د بيت الله شريفې حج او د رمضان  روژه»(له بخاري او مسلم څخه روايت شوى)

کفاره:

كه څوك د روژى په مياشت كي بيله كومه غذره په قصد سره روژه وخوري كفاره پر لازمه ده او كه دغه مريض په دغه ورځ د اسي مريض سي چي د روژي خوراک ورته روا كيږي او كه ښځه د روژى په مياشت كي روژه وخوري او كفاره پر لازمه سي او بيا په همدغه ورځ حائضه او يا نفاسه شې كفاره ورځيني ساقيطيږي.

د روژي خوړلو له امله كفاره:

۱:غلام آزادول (كه څه هم اوس غلامان نسته)

۲:دوه مياشتي پرله پسي روژه نيول په دې شرط چي د روژي مياشت او هغه ورځي پكښي رانسي چي روژه نيول په كښي حرام دي، چي هغه ورځي عبارت دي دكوچني اختر لومړۍ ورځ، د لوي اختر لومړي ورځ او د تشريق دري ورځي چي ټولنه پنځه ورځي كيږي كه پر چا باندي دروژى كفاره لازمه سي تر څو پوري چي يې هغه كفاره نه وي راگرځولې بله كفاره نه پرلازميږي.

۱:شپيتو مسلمانانو ته يو وخت متوسطه ډوډۍ وركول او يا شپيته فديې وركول يوه فديه: غنم نيمه صاع (نيمه صاع اوس د دووكيلو گرامو سره مساوي ده)، وربشي او خرما يوه صاع كيږي او يا يې بايد معادل قيمت وركول سي.

اسلامي امت پر دې اجماع لري، چې روژه په هر مكلف مسلمان فرض عين ده او په فرضيت يې د مسلمانانو هېڅ يو مذهب او ډله شك او ترديد نه لري او ټول يې په يو آواز فرض بولي.

د رمضان روژه پر كومو كسانو فرض ده؟

د رمضان روژه  په قضا او ادا كې پر هر هغه چا فرض ده، چې د لاندينيو  شرطونو درلودونكي وي:

۱: دا چې بالغ وي، پر دې اساس پر كوچنيانو د روژې نېول نه دي فرض.

۲: دا چې مسلمان وي، نو پر كافر د روژې نېول نه دي فرض.

۳:  عاقل وي، ځكه چې پر لېوني روژه نشته.

۴: په دارالاسلام كې وي، او كه په دارالحرب كې هم وي، نو بايد چې د روژې پر واجب والي باندې پوه وي.

پيغمبر ( ص) وايي:

د روژې نېول پر تاسې باندې فرض دي، په رښتيا سره، چې روژه د بدن د رګونو پاكوونكې او د ځان غوښتنې له منځه وړونكې ده.

پيغمبر ( ص) فرمايي: (( ټول كارونه او عبادتونه څو برابره زياتېږي، هره نېكۍ له لسو تر اووسوو برابر اجر لري. خداى ( ج ) فرمايي: پرته له روژې، ځكه چې روژه په ځانګړي ډول زما لپاره ده او زه يې اجر او ثواب وركوم، ( لكه څرنګه چې زما بنده) شهوت او طعام  زما په (امر) او زما په خاطر پرېږدي. )) ( متفق عليه، البخاري. مسلم. )

دروژې دخوړلو لپاره شرعی عذرونه

۱:سفر: كه چا د سفر په وخت كې روژه وخوړله روا ده مگر نيول يې فضيلت لري. خو شرط دادي كه دسفر مسافه تر ۷۲ كيلو متره كمه وه سفر كوونكي مسافر نه شميرل كيږي هغه سفر كوونكي ته مسافر ويلاي سو چي د سفر مسافه يې تر ۷۲ كيلو متره او تر هغه ډيره سي په بعضي ځايو كښي د ا مسافه ۸۷ كيلومتره ښوول سوي ده.

۲:ناروغي: كه چيري څوك مريض سي او د روژى په نيولو سره يې د مرگ ويره او يا د مرض د زياتوالي متصور شې او همدارنگه هغه چاته روژه خوړل روا دي چي په روژه نيولو سره يې د ځان او يا اولاد د مرگ ويره وي لكه: تنده، لوږه، حمل او نور.

۳:حيض اونفاس: په حيض او نفاس كي روژه نيول قطعاً روا نه ده.

۴:زوړوالي: هغه چاته روژه خوړل روا ده چي د ډير زوړ والي په سبب د روژي نيولو قدرت ونه لري كه د فديي قدرت يې وي هغه به فدیه وركوي.

ومن الله التوفیق:

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب