روغتياپوهان: کېله روغتيا بخښونکې مېوه ده

الله جل جلاله پر انسانانو د بې شمېره نعمتونو لورينې کړې دي، له ټولو نعمتونو څخه يې ميوه هم يوه غوره نعمت دی، مېوه له ښه خوراک سربېره ښه روغتيا بخښونکې هم ده.

کېله یو له هغو مېوو څخه ده چې خوراک يې انسان ته ډېرې روغتيايي ګټې رسوي، د يوې نوې څېړنې له مخې د کېلو خوراک انسان د وينې فشار له ناروغۍ خوندي کوي، په کېله کې شته پوتاشيم يوازي دا نه چې د وينې فشار يو ډول ساتي بلکې د زياتېدا مخه يې هم نيسي.

کېله په خپل جوړښت کې له پوتاشيم پرته ويټامين بي هم لري، ويټامين بي د ذهن په پياوړتيا او تازه ساتلو کې لويه ونډه لري،  په دې څېړنه کې دا هم راغلي دي، که هره ورځ څوک کېله وخوري؛ نو هغه به د زړې له حملې څخه خوندي وي او د سرطان د ناروغۍ شونتيا هم کموي، په کېله کې پروبايټيک باکتريا د انساني غړو په وده کې هم ونډه لري.

روغتيا پوهان وايي چې کېله هضميت ښه کوي او د مضرو باکترياوو مخه نيسي.

په کېله کې لاندې روغتيا بخښونکي رازونه هم نغښتي دي.

your ads

لومړی: که پر مخ مو د ځوانۍ له دانو (ځوانکو) څخه تنګ ياست، د کېلې د پوستکي په دننه خوا لږ شات واچوئ او پر مخ يې ومږئ.

دويم: د کېلې پوستکی زيوارت، لوښي او غاښونه ښه پاکولای شي.

درېيم: د انسان د مخ پوستکي د ځوان ساتلو لپاره د کيلې پوستکی پر مخ کېږدي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب