سیرت النبي مقالې

رسول الله ﷺ سره د صحابه وو مينه(۳)

تیرې برخې  

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د شهادت د خبر په اورېدو د صحابه وو ژړا

انس بن مالک رضي الله عنه وايي: د احد په جنګ کې چې ځينو مسلمانانو تيښته غوره کړه په مدينه کې اوازه شوه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم شهيد کړل شوى دى؛ نو هرې خواته ژړا ګډه شوه نر او ښځو چغې وهلې، يوه مېرمن له مدينې نه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په لټه کې د احد په لور روانه شوه ، په لاره کې چاورته وويل: پلار دې شهيدشوى، چاورته وويل: ورور دې شهيد شوى او چاته ورته د زوى د شهادت زيرى ورکړ؛ خودې به ددې هر خبر له اورېدو سره پوښتنه کوله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم چيرې دى؟ خلکو به ورته ويل وړاندي دى، کله چې ور ورسېده؛ نو درسول الله صلی الله عليه وسلم لمن يې و نيوله او ويې ويل: زمامور او پلاردې ترتا قربان وي يارسول الله! چې ته راته ژوندى يې نور زه د هيچا پروا نه لرم ([1]).

حضرت زبير رضي الله عنه وايي: د احد په غزا کې ټول صحابه له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره تللي وو، کله چې په جګړه کې مرګ ژوبله زياته شوه يو چا نارې کړل چې: محمد صلی الله عليه وسلم شهيد شو، دا خبر چې مدينې ته ورسيد ټولې مېرمنې په ژړا شوې، يوې وويل: تاسو وار خطا يې مه کوئ ! زه ورځم د رسول الله صلی الله عليه وسلم حال اخلم، پياده روانه شوه اويواځې د رسول الله صلی الله عليه وسلم غم ورسره و او د هغه صلی الله عليه وسلم پوښتنه يې کوله ([2]).

سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه وايي: د بنو دينار قبيلې د يوې مېرمنې پلار، ورور او خاوند د احد په جنګ کې شهيدان شول، خلکو چې هغه خبره کړه پر ځاى ددې چې د خپلې يوې کورنۍ په درې شهيدانو وژاړي پوښتنه يې وکړه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم چيرې دى؟ خلکو ورته وويل: هغه صلی الله عليه وسلم دالله په فضل روغ رمټ او چې ته يې څه ډول غواړې هماغسې دى، هغې وويل: ماته يې را په ګوته کړئ چې په خپلو سترګو يې ووينم، خلکو د رسول الله صلی الله عليه وسلم خواته اشاره وکړه چې هاغه دى ، هغې چې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم سترګي ولګيدې نو ويې ويل : يارسول الله! اوس نو ستانه وروسته هرغم سپک او اسانه دى ([3])

انس رضي الله عنه وايي : د احد په جنګ کې ابوطلحه رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم مخ ته ولاړ و او پر کافرانو يې غشي ورول، هغه په غشو ويشتو کې ډېر تکړه و، چې ګزار به يې وکړ رسول الله صلی الله عليه وسلم به سر پورته کړ او کتل به يې چې غشى په کوم ځاى لګيږي؛ خو ابوطلحه رضي الله عنه به بيا خپله سينه درسول الله صلی الله عليه وسلم مخ ته سپر کړه او ورته ويل به يې: زما مور او پلار دې له تانه قربان وي يارسول الله ! سر ډېر مه پورته کوئ، خداى مکړه د دښمن له لورې په غشي ونه لګيږې او زما سينه ستاسو دسينې د ساتنې لپاره ده، راوي وايي: ابوطلحه رضي الله عنه په خپل بدن درسول الله صلی الله عليه وسلم ساتنه کوله اوويل به يې : يارسول الله ! زه دېر ځواکمن يم اوتاسو چې څه ډول غواړئ دخپلو اړتياوو لپاره مې وکاروئ ([4])

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ياد کې ژړل

ابو سعيد رضي الله عنه وايي : په مرګي ناروغۍ کې يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم له کوره راووت صحابه ورته په جومات کې انتظار ناست وو، هغه صلی الله عليه وسلم منبر ته وخوت او ټول صحابه ترې ګير چاپير کښېناستل، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: په هغه چامې قسم چې زما سايې په واک کې ده! زه همدا اوس په حوض باندې ولاړ يم، بيايې وويل: يو بنده ته دنيا او د دنيا ښايستونه وړاندې کړى شول؛ خو هغه اخرت غوره کړى دى، د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې خبره نور څوک پوه نشول؛ خو دابوبکرصديق رضي الله عنه په سترګو کې غټې غټې اوښکي اغلې او ويې ويل: يارسول الله! مونږ ستاسو لپاره خپل مور او پلار، ځان او مال ټول قربانوو، راوي وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم له دې وينا وروسته بيا منبر ته ونه خوت تردې چې له دې دنيا څخه يې دتل لپاره سترګې پټي کړې([5])

ابن عباس رضي الله عنه وايي : کله چې النصرسورت (اذا جاء نصر الله والفتح ) نازل شو رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت فاطمه رضي الله عنها را وغوښته او ورته ويې ويل : ماته دخپل وفات خبر راکړل شو؛ نو فاطمه رضي الله عنها په ژړا شوه ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ژاړه مه ! ځکه چې زما په کورنۍ کې به تر ټولو لومړى په ماپسې ته راځې، په دې خبره فاطمې رضي الله عنها وخندل، د رسول الله صلی الله عليه وسلم يوې مېرمنې چې د فاطمې رضي الله عنها ژړا او خندا دواړه په يو وخت وليدل؛ نو پوښتنه يې ترې وکړه چې ولې دې يووار وژړل او بيا دې وخندل؟ هغې ورته وويل: رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل : ماته د خپل وفات خبر راکړل شوى؛ نو زه په ژړا شوم، بيايې راته وويل: ژاړه مه! زما په کورنۍ کې به تر ټولو لومړى ته له ما سره وينې؛ نو ځکه مې وخندل ([6]).

حضرت عايشه رضي الله عنها وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم په مرګوني ناروغۍ کې خپله لور فاطمه رضي الله عنها راوغوښته او په غوږ کې يې ورته څه خبره وکړه، هغه په ژړا شوه، بيايې ځان ته نږدې کړه او بله خبره يې ورته وکړه؛ نوهغه په خندا شوه،حضرت عائشه رضي الله عنها وايي: ما وروسته پوښتنه ترې وکړه چې ولې دې په يوه خبره وژړل او په بله خبره دې وخندل؟ هغې راته وويل: په لومړي ځل رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل چې زه به په دې ناروغۍ کې وفات کيږم؛ نو زه په ژړا شوم، بيايې راته وويل چې ته به زما په کورنۍ کې تر ټولو وړاندې له ماسره يوځاى کيږې؛ نو ومې خندل ([7]).

ابن سعد دام سلمه رضي الله عنها په هکله هم همداسې حديث را نقل کړى.

علاء رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم دوفات وخت چې رانږدې شو نو حضرت فاطمه رضي الله عنها په ژړاشوه ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: لورې! مه ژاړه! کله چې زه وفات شم انا لله و انا اليه راجعون ووايه ! ددې په لوستلو سره انسان ته د هر ډول غم بدله ورکول کيږي، هغې وويل: يارسول الله ! ايا ستا د غم بدله به هم ورکول کيږي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: هو ! زما د غم بدله به هم ورکول کيږي ([8]).

په يوروايت کې دي چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم معاذ بن جبل رضي الله عنه يمن ته ليږه؛ نو بهر ورسره راووت، معاذ رضي الله عنه په خپله سپرلۍ باندې سپور و رسول الله صلی الله عليه وسلم ورسره پلي روان و او لارښوونې يې ورته کولې اوپه اخرکې يې چې مخه ښه ورسره کوله؛ نو ورته ويې ويل: معاذه ! کيدايشي زه او ته په ژوند بيا ونه وينو او بيا چې کله ته راشې نو زما د جومات او قبر تر منځ به تير شې، معاذ رضي الله عنه په دې خبره ډېر زيات وژړل، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: په قيامت کې به ماته متقيان ترهر چا ډېر نږدې وي هغه که هر څوک وي او هر چيرې وي ([9]).

صحابه وو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات له ويرې ژړل

ابن عباس رضي الله عنه وايي: يو سړى رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغى او ويې ويل: يارسول الله! د انصارو نر او ښځې په جومات کې را ټول شوي او ژاړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چې ولې ژاړي؟ هغه وويل: ستاسو د وفات له ويرې ژاړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم له حجرې راووت، يوه ټوټه يې له ځانه تاوکړې وه اوسريې تړلى و، په منبر باندې کښېناست او خلکو ته يې داسې وينا وکړه:

…امابعد! اى خلکو! په راتلونکي کې به نور خلک ډېراوانصار به دومره کم شي لکه په خوړو کې مالګه، هغه وخت چې څوک هم د انصارو چارې پر غاړه واخلي هغه ته ښايي چې ددوى د نيکانو ښيګڼه ومني او له بدۍ څخه يې تير شي ([10]).

ام فضل بنت حارث رضي الله عنها وايي: زه درسول الله صلی الله عليه وسلم په مرګوني ناروغۍ کې هغه صلی الله عليه وسلم ته ورغلم او ومي ژړل ، هغه صلی الله عليه وسلم سر راپورته کړ راته يې وويل: ولي ژاړې؟ ما وويل: يارسول الله ! ستاسو د مړينې له ويرې ژاړم او بله داچې که ته وفات شې خداى خبر چې خلک به بيا مونږ سره څه ډول چلندکوي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : له مانه وروسته به تاسې کمزوري ګڼل کيږئ! ([11]).

مولوي عبدالحق حماد


[1]  (الطبرانى).

[2]  (عند البزاز قال الهيثمى ٦ / ١١٥ و فيه عمر بن صفوان مجهول).

[3]  (ابن اسحاق كذا في البدايه ٤ / ٤٧).

[4]  (احمد كذا في البدايه ٤ / ٢٧ وابن سعد  ٣ / ٦٥).

[5]  (ابن ابى شيبه كذا في الكنز ٤ / ٥٨ و ابن سعد ٢ / ٤٦).

[6]  (الطبرانى قال الهيثمى ٩ / ٣٢ رجاله غير حلال بن خباب و هو ثقه و فيه ضعف).

[7]  (اخرجه ابن سعد ٢ / ٣٩).

[8]  (ابن سعد ٢ / ٣١٢).

[9]  (اخرجه احمد).

[10]  (اخرجه البزاز وابن سعد ٢ / ٢٥٢ عن ابن عباس نحوه).

[11]  (اخرجه احمد).

safi foundation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: