سیرت النبي مقالې

رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د صحابه وو مينه(۲)

د رسول الله صلی الله عليه وسلم درناوى کول

حضرت انس رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم چې به د صحابه وو مجلس ته راغى ټول صحابه به چپ ناست وو او يوازې ابوبکرصديق رضي الله عنه او حضرت عمر رضي الله عنه به ورسره خبرې کولې، دوى دواړو به رسول الله صلی الله عليه وسلم ته کتل او موسکي کيدل به او رسول الله صلی الله عليه وسلم به دوى ته کتل موسکى کيده به ([1]).

اسامه بن شريک رضي الله عنه وايي: زه نبوي جومات ته ورغلم ، هلته صحابه کرام له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ګير چاپير داسې غلي ناست وو تا به ويل پرسرونو يې مرغان ناست دي ([2]).

براء بن عازب رضي الله عنه وايي : ما غوښتل له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه د يوشي په هکله پوښتنه وکړم؛ خو تر دوه کلونو پورې مي زړه ونه شو کړاى چې له هغه صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وکړم ([3]).

زهري رحمه الله وايي: يو باوري انصاري راته وويل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم کله اودس کولو نو صحابه وو به ورمنډه کړه او د هغه صلی الله عليه وسلم  کارول شويو اوبو ته به يې لاسونه ونيول او پر مخ او بدن به يې وهلې؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: تاسو داسې ولې کوئ ؟ هغوى وويل: مونږ غواړو په دې سره برکت تر لاسه کړو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: څوک چې غواړي د الله او د هغه د رسول محبوب شي نو رښتيا دې وايي، امانتداري دې کوي او خپل ګاونډي ته دې تکليف نه رسوي ([4]).

امام بخاري رحمه الله له مسوربن مخرمه او مروان رضي الله عنه څخه د حديبيې د سولې په هکله يو اوږد حديث را نقل کوي او وايي:

… عروه (چې مسلمان شوى نه و) په حديبيه کې د سولې پر مهال د رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرو ته په ځير ځير کتل، راوي وايي: په الله قسم! رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله ناړې تو کړې سمدستي به يو صحابي راواخيستې او پر خپل بدن به يې ووهلې، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې به د کوم کار لارښوونه کوله صحابه وو به سمدستي هغه ترسره کاوه، که هغه صلی الله عليه وسلم به اودس کولو نو صحابه وو به يې کارول شويو اوبو ته منډې وروهلې او يو له بل نه به وړاندې کيدل تر څو هغه اوبو ته چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پرې اودس کوي لاسونه ونيسي او بيايې پر خپلو بدنونو و وهي او برکت ترلاسه کړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې خبرې کولې ټول صحابه به چپ ول او له ډېره درناوي به يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په ډک نظر نه کتل، عروه چې دا حال وليد حيران شو؛ نو چې مکې ته ستون شو خلکو ته يې وويل: زه د لويو لويو پاچايانو دربارونو ته تللى يم، قيصر، کسرا او نجاشي مې ليدلي؛ خو په خداى قسم ما داسې پاچا نه دى ليدلى چې درباريان يې دومره په لوړه پيمانه درناوى کوي څومره چې د محمد صلی الله عليه وسلم ملګرو د هغه درناوى کولو .

عامر بن عبدالله بن زبير رضي الله عنه وايي: پلار مې راته کيسه کوله چې يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم ښکر ووهلو او کومه وينه يې چې د ښکر له امله له بدن نه ووته هغه يې ماته راکړه راته ويې ويل: عبدالله ! دا يوسه په داسې ځاى کې يې توى کړه چې هيڅوک دې نه ويني، زه چې بهر ووتم هغه مې وڅښله، بيرته چې راغلم رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل: په وينه دې څه وکړل؟ ما وويل: په داسې پټ ځاى کې مې واچوله چې هيڅوک به يې هم ونه ويني، راته يې وويل: داسې ښکاري چې څښلې دې ده ؟ ما وويل : هو! رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل: تا وينه څنګه څښله؟ خلکو ته دې ستانه هلاکت وي او ستانه دي خلکو ته هلاکت وي !

ابوموسى وايي: ابوعاصم رضي الله عنه وويل: په عبدالله بن زبير رضي الله عنه  کې چې کوم ځواک و هغه درسول الله صلی الله عليه وسلم د وينې له برکته و ([5]).

په يوبل روايت کې دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دابن زبير رضي الله عنه په سر لاس کيښود او ورته ويې ويل: ته به خلک هلاک کړې او خلک په تا هلاک کړي او ته به په اور نه سوځل کيږې، يوازي دخداى پاک د ژمنې د پوره کولو لپاره به د صراط پر پله تېر شې ([6]).

سفينه رضي الله عنه وايي : يوځل رسول الله صلی الله عليه وسلم ښکر وواهه او وينه يې ماته په يو لوښي کې راکړه وېل: دا په يوا داسې ځاى کې ښخه کړه چې له انسانانو ، مارغانو او ځناورو څخه خوندي وي، زه لاړم پټه مې وڅښله، بيرته چې راغلم رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مې وويل: هغه صلی الله عليه وسلم وخندل ([7]).

ابو سعيدخدري رضي الله عنه وايي: د اُحد په جنګ کې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک مخ زخمي شو نو زما پلار مالک بن سنان رضي الله عنه  يې مبارکه وينه وڅښله ، نورو صحابه وو ورته وويل: ته وينه څښې؟ زما پلار ورته وويل: هو! زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارکه وينه څښم، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: د ده له وينې سره زما وينه ګډه شوه؛ نو اوس به دى د دوزخ په اور نه سوځي ([8]).

ابو ايوب انصاري رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم چې مدينې منورې ته راغى لومړى زما په کورکې دېره شو؛ نو زه له خپلې کورنۍ سره بالاخانې ته وختم او لاندې کوټه مې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورکړه؛ خو د شپې فکر راغى چې دا خو ډېره بده خبره ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په لاندې کوټه کې وي او ته په بالاخانه کې يې! يو خو د رسول الله صلی الله عليه وسلم او وحي تر منځ يې بله داچې که خداى مکړه زه په بالاخانه کې وخوځيږم هسې نه چې لاندې کوټې ته خاوره توى شي او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته تکليف ورسيږي، په همدې فکرکې مې ټوله شپه خوب ونه کړ او چې سهار شو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مي وويل، هغه صلی الله عليه وسلم راته وويل: ابوايوب ! داسې مه کوه ! زه به تاته داسې کليمې وښايم چې که سهار او بيګا يې لس لس ځله لولې لس نيکۍ به درکول کيږي، لس ګناوې به دې بښل کيږي ، لس درجې به دې لوړيږي او د قيامت په ورځ به د لسو غلامانو د ازادولو ثواب درکول کيږي، هغه کلمي دادي : لااله الاالله له الملك وله الحمد لاشريك له ([9]).

ابوايوب رضي الله عنه په يوبل روايت کې وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مې وويل: يارسول الله ! دا مناسبه نه ده چې زه په بالاخانه کې يم او تاسو لاندې ياست، راته يې وويل: زما لپاره په همدې کې اسانتيا ده؛ ځکه چې مونږ ته خلک راځي، دی وايي: يوه شپه په بالاخانه کې زمونږ منګى مات شو او اوبه ترې توى شوې؛ نو ما او ميرمني مې ژرخپل کمپل راواخيست او وبه موپرې وچې کړې چې لاندې کوټې ته ونه څڅيږي او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته تکليف ونه رسيږي، دی وايي: زمونږ په کورکې همدغه يو کمپل و، مونږ به پپغمبر صلی الله عليه وسلم ته خواړه ور ليږل بيابه چې هغوى لوښي بيرته راوليږل مونږبه له هغه ځايه خوراک کاوه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به له کومې خوا خوراک کړى و، يو شپه مونږ په پخلي کې اوږه يا پياز اچولي و، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مو چې خواړه وروليږل هغه صلی الله عليه وسلم بېرته همداسې راوليږل؛ نو زه ورغلم پوښتنه مي ترې وکړه: يارسول الله! تاسو به چې په کاسه کې له کوم ځايه خوراک کړى و مونږ به د برکت له پاره له هماغه ځاى نه خوراک کاوه؛ خو نن چې لوښي بيرته راغلل ستاسو د ګوتو نښې پکې نه ښکاريدې، راته يې وويل: نن په کتغ کې پياز يا اوږه اچول شوې وه او زه له خداى پاک سره مناجات اوپرښتو سره هم خبرې کوم؛ نو نه غواړم چې له خولې څخه مې بدبويي لاړه شي؛ خو تاسو يې وخورئ!([10])

په يو بل روايت کې نوموړى وايي: ما ورته وويل: يارسول الله ! داپه هيڅ ډول مناسب نه دي چې زه په بالاخانه کې يم، رسول الله صلی الله عليه وسلم  وويل: سمه ده! زما سامان بالاخانې ته يوسئ! مونږ چې ورغلو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د کورډېرکم سامان و ([11]).

ابن عباس رضي الله عنه وايي: دحضرت عباس رضي الله عنه د کور ناوه د نبوي جومات دلارې خواته وه، يوځل د جمعې په ورځ حضرت عمر رضي الله عنه جامې بدلې کړې او جومات ته روان و چې له همدې ناوې څخه وينې او اوبه را توى شوې او د نوموړي جامې يې پليتي کړې، وينه د هغه چرګ وه چې حضرت عباس رضي الله عنه ته حلال کړى شوى و؛ نوحضرت عمر رضي الله عنه امر وکړ چې دا ناوه له دې ځايه اوباسئ! ناوه ووېستل شوه او حضرت عمر رضي الله عنه بيرته کورته ستون شو جامې يې بدلې کړې، لمونځ چې وشو حضرت عباس رضي الله عنه حضرت عمر رضي الله عنه ته وويل: په الله قسم! دغه ناوه په همدغه ځاى کې رسول الله صلی الله عليه وسلم لګولې وه، حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: چې داسې ده نو ته راشه زما په اوږه ودرېږه او بيرته يې په هماغه ځاى ولګوه! ابن سعد په خپل روايت کې وايي چې حضرت عباس رضي الله عنه دحضرت عمر رضي الله عنه په اوږو ودرېد او ناوه يې بيرته په خپل ځاى ولګوله ([12]).

ابراهيم بن عبدالرحمن بن عبدالقادر رحمه الله وايي: ما ابن عمر رضي الله عنه وليد چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په منبر يې لاس کيښود او بيا يې پر مخ را تير کړ ([13]).

يزيد بن عبدالله بن قسيط رحمه الله وايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېر صحابه ليدلي چې کله به جومات خالي شو؛ نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارک قبر خواته چې د منبر کوم هوار موټى دى هغه به يې ونيو او د قبلې په لور به يې دعا کوله ([14]).

د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک بدن ښکلول

ابوليلى رحمه الله وايي: اسيد بن حضير رضي الله عنه ډېر خوش طبعه، نيک او ښکلى سړى و، يو ورځ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په مجلس کې ناست و اوپه څه خبره يې خلک وخندول؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم په تشي کې په ګوته وواهه، هغه وويل: يارسول الله! خوږدې کړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: بدله واخله! هغه وويل: تاسو خو کميس اغوستى دى، رسول الله صلی الله عليه وسلم خپله مبارک ډډه ورښکاره کړه، اسيد رضي الله عنه ور ولاړ او رسول الله صلی الله عليه وسلم يې پرډډو ښکل کړ بيايې وويل: زما مور او پلار دې تر تا قربان وي يارسول الله ! زما موخه همدا وه ([15]).

حبان بن واسع رحمه الله د خپل کلي له سپين ږيرو څخه روايت کوي چې درسول الله صلی الله عليه وسلم د بدر په ورځ يو پڅ غشى په لاس کې و او د صحابه وو صفونه يې سيده کول، دسواد رضي الله عنه په نوم يوصحابي له صف څخه د باندې ولاړو؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم په خيټه کې په غشي و واهه او ورته ويې ويل: سواد! نيغ ودرېږه! هغه وويل: يارسول الله! خوږدې کړم اوته خداى پاک دحق او انصاف پلي کولوته راليږلى يې؛ نو ماته ددې وهلو بدله راکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم لمنه پورته کړه او ورته ويې ويل: خپله بدله واخله ! سواد رضي الله عنه ور منډه کړه او بيابيا يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارکه خيټه ښکل کړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: سواد ! دادې ولې وکړل؟ هغه وويل: يارسول الله! ته پوهيږې چې نن د جګړې ورځ ده؛ نوماغوښتل چې له تاسو سره مي اخيرې ليدل همداسې وشي چې زما بدن ستاسو له بدن سره ولګيږي،رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته دخيردعا وکړه ([16]).

حسن بصري رحمه الله وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم يو سړى وليد چې جامو ته يې يو ډول زيړ رنگ ورکړى و؛ نو د کجورې په خاښ باندې يې په خيټه کې وواهه او ورته ويې ويل: ماتاته نه و ويلي چې دا د “وَرَس” رنګ لري کړه؟ (ورس د يمن يو زېړ رنګى بوټى دى) هغه سړى لږ غوندي ژوبل شو؛ نو ويې ويل: يارسول الله ! بدله به راکوې! نورو صحابه وو ورته وويل: ايا ته له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه بدل اخلې؟ هغه وويل: د چاپوستکى زما له پوستکي نه ښه نه دى؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم خپله مبارکه خيټه لوڅه کړه او ورته ويې ويل: راشه خپله بدله واخله! هغه سړي ور منډه کړه او د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارکه خيټه يې ښکل او ويې ويل: زه خپله بدله پرېږدم چې بيامې په قيامت کې سپارښتنه وکړې ([17]).

مولوي عبدالحق حماد

 


[1]  (الترمذى كذا في الشفاء للقاضى عياض ٢ / ٣٣).

[2]  (اخرجه الاربعة و صصحه الترمذى كذا في ترجمان السنة ١ / ٣٦٧).

[3]  (ابو يعلى و كذا في ترجمان السنة ١ / ٣٧٠).

[4]  (البيهقى كذا في الكنز ٨ / ٢٢٨).

[5]  (ابويعلى و البيهقى في الدلائل كذا في الاصابه ٢ / ٣١٠).

[6]  (ابو نعيم ١ /٣٣٠).

[7]  (ا الطبرانى قال الهيثمى ٨ / ٢٧٠ رجال الطبرانى ثقات ).

[8]  (طبرانى في الاوسط).

[9]  (اخرجه الطبرانى كذا في الكنز  ١ /٢٩٤).

[10]  (الطبرانى كذا في الكنز ٨ / ٥٠ والحاكم ٣ / ٤١٦).

[11]  (بونعيم وابن عساكر كذا في الكنز ٨ / ٥٠).

[12]  (ابن سعد ٤ /١٢ و ابن عساكر كذا في الكنز ٧ / ٦٦).

[13]  (ابن سعد ١ / ٢٤٥).

[14]  (ايضا).

[15]  (اخرجه الحاكم ٣ / ٢٨٨).

[16]  (ابن اسحاق كذا في البدايه ٣ / ٢٧١).

[17]  (اخرجه عبدالرزاق كذا في الكنز ٧ / ٣٠٢).

safi foundation

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: