رسول الله د وحې په سیورې کې | ٢ برخه سیرت النبي

حضرت عایشه رضی الله عنه فرمایې: د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د وحې پیل له نیکو او ښو خوبونو څخه پيل شوی ؤ،هرخوب به یې چې ولید د سپین سهار په څیر به ښکاریده بیا ورته ګوښه ژوند کول غوره ښکاره او د حراء په غار کې له خلکو لیرې به یې څو شپې مسلسلې د الله جل جلا له عبادت کاوه د دغو ورځو مصرف به یې له کوره وړلو او چې کله به یې توښه خلاصه شوه بیابه بی بی خدیجې ته ورتلو او هغومره توښه به یې نوره اخیستله ترڅو دحراء په غار کې ورته حق راغۍ.

ملايکه ورته راغله او ویې فرمایل ولوله!

نبی صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل :زه لوستونکی نه يم

نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: بیا ملاﺉکې زه په غیږ کې ټینګ ونیولم اوښه یې ټینګ کړم بیا یې پریښودم او ویې فرمایل ولوله!

ما وویل زه لوستل نه شم کولای تر دې چې دری ځلې یې زه ټینګ کړم او ښه زور یې راکړ بیایې خوشې کړم او ویې فرمایل :

( اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ 1 خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ 2 اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ 3 الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ 4 عَلَّمَ الإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَم5)

رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې مبارکو ایتونو سره په داسې حال کې چې زړه یې درزیده را وګرځید ، بی بی خدیجې ته ورغی او ورته یې وویل :ما ونغاړه ،ما ونغاړه تر هغه یې په څادر کې ونغښت چې ډار یې ورک او خدیجې ته وویل دا په ما څه شوی دی؟

زه په ځان ډاریږم او بیا یې ټوله پیښه ورته وویله.

بی بی خدیجې رضی الله عنها ورته وویل:نه، نه تا به هیڅکله الله جل جلا له سپک نه کړی ته خپلوۍ پالې ،پښې پریوتی ترمنزل رسوې ،میلمه پال یې او دحق دلارې پیروی کوې.

بیا بی بی خدیجې نبی صلی الله عليه وسلم د خپل کاکا زوی ورقه بن نوفل چې د عیسی دین یې منلی ؤ او په دین کې یې پوهه درلوده بوته او ورته یې وویل واوره چې واوره دې څه وایې !

نبی صلی الله علیه وسلم ورته ټوله پیښه بیان کړه ،ورقه بن نوفل ورته وویل: دا همغه ملايکه ده چې حضرت موسې علیه السلام ته هم د الله جل جلا له له لوری را لیږل شوې وه ،کاشکی زه هغه وخت ځوان وای او کاشکی زه هغه وخت ژوندی وای ! چې تا خپل قوم وشړی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ایا دوی به ما له کلی وباسی؟

ورقه وویل: هو هر چا چې ستا په شان پیغام راوړی دی دښمنی ورسره شوې ده ، نو که زه په دې وخت کې ژوندی وم زه به دې پوره ملاتړ وکړم، له دې پیښې وروسته ورقه ډیر ژر وفات او وحې هم بنده شوه.

د طبری او ابن هشام د روایت له مخې نبی صلی الله علیه وسلم بیا غار حراء ته ولاړ او دیوازې ناستې موده یې پوره او بیا مکې ته بیرته را ستون شو.

د وحې بندیدل:

د هغه روایت له مخې چې ابن سعد یې له ابن عباس رضی الله عنهما څخه نقلوی وحې یوازې څو ورځې بنده شوې وه او د ټولو اړخونو له مطالعې څخه همدا خبره یقینی ښکاری ،او هغه چې وایې:وحې دری یا دوه نیم کلونه بنده شوې وه په هیڅ ډول صحیح خبره نه ده .

د وحې دبندیدو په دوران کې رسول الله صلی الله علیه وسلم خورا زیات غمژن وسوسو او چرتونو راګیر کړی و، امام بخاری صاحب دخپل کتاب په کتاب التعبیر کې نوموړې وضع داسې بیانوی:

وحې څه وخت بنده او نبی کریم صلی الله علیه وسلم هومره غمژن وو چې څو ځله یې هڅه وکړه چې دیو لوړ غره له څوکې څخه ځان را وغورځوی هر ځل به چې دغره څوکې ته نژدې شو جبرائیل علیه السلام به را ښکاره اوغږ به یې پرې وکړ چې اې محمده! ته بې له شکه د الله جل جلاله پیغمبر یې.

په دې ډول به يې وارخطایی کمه او زړه به یې ځای ته ورغلو او بیرته به خپل کور ته را وګرځید.

جبرائیل علیه السلام بیا وحې راوړی:

ابن حجر رحمت الله علیه وایې څه وخت وحې د دې لپاره بنده شوې وه چې دنبی صلی الله علیه وسلم ډار ورک او د جبرائیل علیه السلام د بیا او دوهم ځل راتګ ته په خوښه منتظر وی، کله چې دنبی صلی الله عليه وسلم ډار ورک او مطمئن شو او د حقیقت او واقعیت ټولې نښې ورته ښکاره او دا په ډاګه شوه چې دی اوس د وحې دروند پیټی پورته کولای شی او په پوخ هوډ سره مخ په وړاندې تلای شی نو جبرائیل علیه السلام دوهم ځل له وحې سره راغی.[irp][irp]

امام بخاری صاحب له جابر بن عبدالله څخه د وحې د بندیدلو پیښه د نبی صلی الله علیه وسلم له خولې داسې بیانوی:

زه روان وم چې ناببره مې داسمان له لوری یو غږ واورید داسمان په لور مې چې سترګې پورته کړې ګورم هغه ملائیکه چې دحراء غار ته راغلې وه دآسمان او ځکې په مینځ کې په چوکۍ ناسته ده زه هومره وویریدم چې له ډاره پر ځمکه وغورځیدم بیرته کورته راغلم ښځې ته مې وویل چې ما ونغاړه ،ما ونغاړه زه هغې را ونغښتم نو لوی الله جل جلاله دغه ایتونه را نازل کړل(يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ 1 قُمْ فَأَنذِرْ 2 وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ 3 وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ 4 وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ 5).

له دې وروسته وحې بنده نه بلکې په پرله پسې ډول په خورا چټکتیا نازیلیده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب