رحمت اللعالمین محمد (ص) په اړه پوهانو نظریې

رسول الله صلی علیه وسلم د الله تعالی لخوا رحمت او خپل استازی نړۍ ته را استولی، هغه د ټول عالم لپاره رڼا ده، هغه ټول امت ته د علم، تقوا، معاملاتو، معاشرت، اخلاقو، عباداتو، جهاد، تبلیغ او هر ډول خزانې کیښودلې. د هغه په راتګ سره نړۍ ته رڼا راغله، لنډه داچې د انسان له پیدایښت څخه نیولې بیا تر مرګه پورې او د مرګ څخه تر بیا ژوندي کېدلو پورې او بیا ژوندي کېدلو څخه تر ابدي ژوند پورې داسې یو اړخ او شعبه نشته چې د هغې لارښوونه او یادونه رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ده کړې؟؟؟

یو څه وخت وړاندې فرانسوۍ مجلې چارلي ابدو او یوشمېر لويدیځو رسنیو د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمدصلی الله عليه وسلم توهین آمیزه کاريکاتورونه نشر کړل، چې د ټولي اسلامي نړۍ غصه یې راوپاروله او ډیر مسلمانان پرې خوابدي شول. کفري نړۍ که له یوې خو د مسلمانانو پر خلاف په هر ډول جګړې بوخت دي خو دوی د میډیا له لارې هم داسې دښمنانه چلند ته ادامه ورکوي او ورځ تر بلې د هغوی دا ناروا مخونه او ناروا لیکنې زموږ مخته را درومي.
د کفارو دا ډول چلند ثابته کړې، چې دوی په دا ډول ناروا کړنو د اسلام مخه نشي ډب کولی بلکه تاریخ ثابته کړې چې کله هم کفارو د اسلام پر خلاف ګنده او ناروا دریځ نیولی، خو په مقابل کې اسلام او مسلمانان لا نور هم پياوړي شوي.
لکه چې ټولو ته معلومه ده هغه خاتم النبيين دى يعنې تر رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته بل نبي نه راځي او په دې ايت سره ثابته ده: مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ…(الاحزاب ايت٤٠) او دارنګه حدیث هم راغلی، نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي: (انا سيد الناس يوم القيامة) (متفق عليه) دارنګه د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم شريعت د ټولو مخکنيو شريعتونو منسوخ کونکی دی، لکه چې فرمايي: (( إن الرسالة والنبوة قد انقطعت فلا رسول بعدي ولا نبي)) ( احمد والترمذي) .

مسلمان باید په هر وخت او هر ډول حالاتو کې له نبي عليه السلام سره ډیره مینه ولري، د نبي عليه السلام سره محبت لازمي دی، له دې پرته څوک دايمان خاوند نه شي جوړېدلای. همداسې بل ځای فرمایي: عن انس عن النبي صلی الله عليه وسلم قال:ثلاث من کُن فيه وجدَبهن حلاوة الايمان:ان يکون الله ورسوله احب اليه مماسواهما،وَاَن يُحب المرءَلايُحبه الالله،واَن يَکره اَن يرجع الی الکفربَعدَاذاَنقَذَهُ الله مِنهُ کَمَايَکرَهُ اَن يُقذَفَ فِي النَارِ ِ(رواه البخاري و مسلم).
له حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: درې صفتونه دي چې په چا کې موجود وي، د هغې له کبله به د ايمان خوند پيداکړي: چې الله (جل جلاله) او د هغه رسول (صلی الله عليه وسلم) ورته تر نورو ټولو ډېرمحبوب اوګران وي.

څنګه چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم غوراوی په نورو انبیاوو ثابت دی او دی خاتم النبین دی نو د هغه د امت غوره والی هم په نورو امتونو ثابت دی، الله تعالی فرمایي: كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ…(ال عمران ١١٠) او د قیامت په ورځ به له نورو امتونو د هغه امت مخکې جنت ته درومي لکه چې فرمایي: (نحن الآخرون السابقون يوم القيامة ) [ البخاري ومسلم ] .
که موږ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله هر ډول لیکنې وکړو او د هغه د ژوند او نبوت هر اړخ باندې څه ولیکو نو دا به یو ستر کتاب جوړ شي، په ژوند کې چې څومره سترې شعبې او سترې ښیګڼې دي دا ټولې د هغه مبارک له برکته نړۍ ته ور په برخه شویدي، هغه یو عالم وو، یو معلم وو، یو تاجر وو، یو ښه عابد وو، یو ښه زاهد او متقي وو، یو ښه مبلغ او داعي وو، یو ښه مجاهد او روزونکی وو، یو په ښه پلان جوړونکی وو، د ډیرو سترو اخلاقو څښتن وو، د نړۍ ټولې ښیګڼې په هغه کې نغښتې وې او دی یو غوره نمونه او د کمال څښتن وو.
یوازې اسلام او مسلمانان ندي چې د داسې ستر شخص په اړه څه لیکي، بلکه د نړۍ ستر ستر پوهان، فلاسفه او نور علمي کدرونه هم د نړۍ له عظیم شخص څخه متاثره دي.
لاندې یو څو نمونې درته لیکم چې نور خلک د هغه مبارک شخص په هکله څه وایي:

پروفیسر راماکرشنا راو وایي:

زه به د هغه په اړه څه نه وایم خو دومره به ضرور ولیکم چې هغه یو پیغمبر وو، یو د جنګ امیر وو، یو تاجر وو، یو سیاست پوه وو، یو مبلغ وو، یو مصلح او خیر غوښتونکی وو، د یتیمانو سره یې مینه او د هغوی روزنه یې کوله، د غریبانو په غم کې وو، د ښځو د حقوقو ورکوونکی وو، هغه قاضي وو، یو مرشد او ستر داعي وو، د خلاصون او نجات لپاره یې کار کولو، د داسې نورو سترو سترو صفاتو څښتن وو او که ووایم په هره برخه کې یو رښتینی اتل وو. آخر کې لیکې چې هغه د ژوند یو ماډل یا ښکلې نمونه وه.

your ads

ایم کې ګاندهي لیکي:

هغه وایي چې اسلام یوازې د تورې په ذریعه ندی خپور شوی بلکه دا یو داسې بڼه او تګلاره وه چې ډیره ساده، او د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په لاس دا ستر کار شونی شو، په ډیر ساده توب سره، د هغه ژمنې او هغه مینه او محبت او سرښندنې او د هغه سرښندونکي یاران، د هغه زړورتیا، د هغه توکل پر الله تعالی او پر خپل کار او تګلارې باندې یقین درلودل، دا ټول کارونه بغیر له تورې چلولو ترسره شول او په پایله کې هغوی ټولې ستونزې هم هوارې کړلې کومې چې دوی ته مخته راغلې وې. ګاندهي: ۱۹۲۴

انګریز مشهور تاریخ پوه توماس وايي :

د اسلام پر پيغمبر او اسلامي دين باندې د مسيحي مبلغينوله خوا څخه له دښمني ډک اسنادجوړکړل شول اوتپل شوي درواغ ددې جنايتکارانو له لورى ترتيب او نشرشوىدي . دوى له حقایقوڅخه ډيرلرې په جهالت او تعصب کې ډوب تللي دي . د مسيح د دين ځینې پيروان دا تور لګوي چې محمدصلى الله عليه وسلم خپل دين د جبر او استبداد د تورې او نېزې په څوکه خپورکړيدی يعنې که د تورې زور نه واى نو د اسلام دين به هيڅکله نه واى خپور شوی، خو حقیقت دادی چې ددې فکردرلودونکي څومره له حقيقت څخه لرې پاتې شويدي داځکه چې دوی بايد فکر وکړي چې هغه کومه قوه وه چې دغه توره يې د عربو په جزيره کې له تيکې څخه ايستلې او د هغې بریښنايي له فارسه ترفرنګه اوله اپانې څخه ترسمرقنده رڼا کړېده او دمصراهرامونه يې ابوعبيده بن الجراح ، خالدبن وليد ، موسى بن نصير او طارق بن زياد په شان د اتلانو په لاس فتحه کړيدي، دا کومه قوه وه ؟ ښکاره خبره ده چې داقوه د تورې او د نېزې له څوکې پرته د اسلامي (محمدي) دين معنوي قوه وه.

فرانسوي مشهورعالم ﻻويس وايي:

حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د کوچنیوالي څخه په ريښتنولي سره شهرت درلود او خلکو به د امین او صادق په نومونو يادوه، محمد صلى الله عليه وسلم د ژوند په وروستي وخت کې د عربي جزيروڅخه بهر له نورو پاچاهانوسره د ليك په ذريعه اړیکې ونیولې، د ليکنومعنی داوه چې دنړۍ ټول خلك د اسلام مقدس دين ته راوبولي . تر ده وروسته د راشيدينوخليفه ګانو او د نورو اصحابوکرامو جنګونو هم دا وښودله چې د محمد صلى الله عليه وسلم بعثت يوازې دعربو په جزيرو پورې تړلی نه وو بلکه په ټوله نړۍ پورې یې اړه درلوده .

جيبون وايي:

د محمد صلى الله عليه وسلم په دين کې هېڅ داسې کومه پټه ستونزه نشته بلکه دا یو پاك او منزه دين دی.
المانى ګوټه وايي: که د اسلام زده کړې او حقيقتونه ، دا هغه قوانين او دستورونه وي چې په قرآن کریم کې ليکل شويدي، نوبیا موږ ټول مسلمانان يو .

انګریز ډاکټر زولميز وايي:

حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د نړۍ له ډېرو لويو ديني مخکښانو څخه دی،په پوهه او مصلحت کې يې بل نظیر او مثال نه درلود.
روسي ستر فيلسوف لئون تولستوىي وايي: له شک پرته محمد صلى الله عليه وسلم د هغوسترو مېړنيو او مصلحينو له جملې څخه دی، چې ده د حقائقو او ټولنيزو کارونو لپاره ستر او بې ساري خدمتونه کړيدي. دا وياړ دده لپاره بس دى، چى يو ورورسته پاتې قوم يې رهبري کړ او هغو ته يې د سولې، پرمختګ او مدنيت ﻻره وښوده.
انګریز فيلسوف او ليکوال جورج برنارد شا وايي: زه تل د محمد صلى الله عليه وسلم د دين لوړ مقام منم، دا ځکه چې ددې ميړني انسان حيرانونکي ژوندپر ما عجيب تاثير اچولى دی.

انګریز پوه بوسورټ اسميټ وايي:

زه په دې عقيده يم، چې عمومي فلسفه او ريښتنى عيسويت به آخر يوه ورځ ددې شخص په دعوت باندې په صداقت سره اقرار وکړي.
یوازې دا خلک ندي بلکه په زرګونو داسې نور خلک او پوهان، لیکوالان، تاریخ پوهان، څیړونکي او فیلسوفان هم په ډاګه وایي، چې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم لکه څنګه چې دالله جل جلاله د لوري منل شوی دی، خو دی د نړۍ د ملیونو خلکو په زړو باندې حکومت کوي او د هغه په لاره روان دي.
دوی باید د مقدساتو سپکاوی نه وای کړی خو د ډیر تعجب او تاسف ځای دادی، چې د فرانسې، بريټانیا او امریکا په ګډون یوشمېر غربي هیوادونو د چارلي ابدو مجلې له لوري د نبي عليه السلام د توهين ملاتړ کړی او ویلي يې دي، چې دا د چارلي ابدو مجلې حق دی، چې د اسلام د پیغمبر سپکاوی وکړي.

اوس که هندوان، عیسویان، یهودیان او یا نور خلک د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله منفي او ناروا څرګندونې کوي، خو دا باید په یاد ولري چې هغه رحمت د ټول عالم وو، ناجي د بشریت وو او د ظلم په مقابل کې سپر او د مظلومانو ملګری وو. که هندوان له درې سوه ډیر خدایان مني او حتی داسې شیانو ته خدای وایي چې هغه یې په لاس جوړ کړی وي خو دی یې د خپل شر او خیر ناجي او هادي مني، دارنګه دوی د خپلو جعلي خدایانو پر وړاندې د چا بده یا ناوړه خبره نه مني او حتی هندوان په دې ډیر خفه کیږي چې څوک یې یو مشر یا بت ته کنځل وکړي یا بد ورته ووایي، دارنګه عیسویان چې د تثلیت عقیده لري او د خدای تعالی په هکله مختلف نظریات او عقاید لري، دوی چې په هیڅ حالت کې د عیسی علیه السلام او بي بي مریم په لاره روان ندي او نه هغه کتابونه اوس پاتې دي چې له قرآن څخه مخکې نازل شوي ول خو که څوک د هغوی دغه په لاس جوړ شوي او تحریف شوي کتاب یا الله مکړه حضرت عیسي او یا بي بي مریم ته څه ووایي نو دوی به دا تحمل نکړي، همداسې یهودیان هم دي چې د بشریت په تاریخ کې تر ټولو ظالمان همدوی دي خو د خپلو مقدساتو پر وړاندې د چا بده یا منفي خبره یا کړنه نه زغمي او حتی پخپلو باطلو نظریاتو او عقایدو هغه دي قرباني هم ورکوي.

د نړۍ تر ټولو ستر ظالمان همدا کفار او مشرکین دي، د نړۍ تر ټولو سترې وژونکې وسلې لکه توپ، ټانګ، الوتکې او حتی ایټم بمب همدا دوی جوړ کړیدي او نړۍ یې له ډیرې وارخطایي او بد حالت سره مخ کړې. که په نړۍ کې څومره وژنې کیږي او څومره خلک د هلاکت او بربادي کندې ته غورځول کیږي دا ټول د هغوی ځناورو او ناروا ټکنالوجي له برکته دي، دوی نړۍ ته وحشت، ظلم، بې حیایي او فحاشت، هلاکت، ناروا کړنې، فساد، خیانت، غلا او لوټمار، بډې اخستنې، ناروا وژنې، زنا او لواطت، جنسي تیری، انسان تښتونه، فریب، د خلکو بې عزته کول او داسې په سلګونو نور ناروا اعمال خلکو ته ښودلي خو اسلام او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په تعلیماتو او کړنو کې دا پورته ناروا کړنې هیڅ ځای نلري.

استاد انجینر نورالله خان احمدزی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب