راځئ چې نيالګي کېنوو!

نيالګیو کرلوته ، که له يوېخوا د اسلام مقدس دين خورا زيات اهميت ورکړی؛ له سترو نېکو اعمالو اوجاري صدقوڅخه يې شمېرلی له بلې خوا د سيمې ځمکنۍ سمسورتيا او دټولنې اقتصادي پرمختيا له مهمو منابعو څخه ګڼل کېږي او سربيره پردې د انسانانو اوحيواناتو دژوند هره شېبه ورپورې تړلې ده.

د بشريت سترلارښوود حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم فرمايي: کوم مسلمان چې يو نيالګی کېنوي او يا يو شی وکري له هغه څخه چې کوم مارغه يا انسان او یا څاروی خوراک وکړي نو په دې ټولو سره هغه ته د صدقې اجر ورکول کېږي.

دغه ډول ، کله چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم له يوې غزا څخه راستون شو اومدينې منورې ته نږدې د بني حارثه په کرنيزه ځمکه کې چې پر نيالګيو پوښل شوې وه، شپه وکړه ؛ بیا خوږ پېغمبر صلی الله عليه وسلم د نيالګيو د دوامداره لرۍ په اړه داسې سپارښتنه وکړه: هرڅوک چې له دې ځای څخه يوه ونه هم پرې کړي ؛ نو پرځای دې يو نيالګی کېنوي.

د دې ترڅنګ د نيالګيو کرښت نورې صحي ګټې هم لري؛ اکسجن لرونکي فضا برابروي ، د چاپيريال راز راز مهلکې باکترياګانې او دهوا چټلۍ له منځه وړي، د حافظې پياوړتيا کې مرسته کوي، د ډول ډول ناروغيو مخه نيسې او د سيمې کرنيزې ښېرازۍ ته روح تازه کونکي او زړه راښکونکي ښکلاوې او رنګينۍ وربښي.

د اچې زمونږ ګران افغانستان تر ډېره پر زراعت ولاړ هېواد دی او خلک يې د کرنيزو محصولاتو څخه په ګټه اخيستلو خپل ژوند ته ادامه ورکوي او د اقتصادي ودې يوه ذريعه يې ګرځيدلې ، پاملرنه يې ترټولو زياته اړينه ده.

نو ګرانو هېوادوالو ، راځئ!
چې دخپلې اسلامي ، وطني او شخصي وجيبو ترسره کولو په پار
د نيالګيو موسم رارسيدو سره سم نوي نيالګي کېنوو او د زړو نيالګيو ترڅنګ يې په ښه توګه پالنه وکړو ، څو چې په خپل لاس مو خپل راتلونکی زرغون او سمسور شي .

لیکوال:الياس فاتح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب