Uncategorized

راديو اکتيف او هستوي انرژي

راديو اکتيف:

په1876 کال کې دوسن وکتور لخوا وپيژندل شو.
راديواکتيف مواد دري رنګه وړانګي خپروي، الفا، بيتا او ګاما
په هسته کې چی پروتونه او نيوترونونه په تعادل حالت کې قرار لري، که د تعادل په حالت کې نشو هسته چوي.
طبعی راديو اکتيف مواد چي اتومی وزن 209 او اتومی نمبر يي 83 وي، خو لدې څخه کوچنی هم شته چی هغوی ته هم طبعی راديو اکتيف مواد ويلی شو. لکه K پوتاشيم چی اتومی وزن يي40 او اتومی نمبر يي 19 دی،يا C کاربن چي اتومی وزن يي 12 او اتومی نمبر يي 6 دی. يانی کيدای شی چي دغه هم طبعی راديواکتيف شی.
نوکله چي دغه هسته د تعادل په حالت کې نه وی دری قسمه وړانګی له ځانه خپروي الفا، بيتا، او ګاما

الفا وړانګه: دا د هيليوم له جنسه ده چی دوه نيوترونونه او دوه پروتونونه له ځانه خپروي. چارج +2 دی.
يو عادی کاغز يي د حرکت مانع ګرځي ، انرژي هم خپروي چي د 4 څخه تر 10 ميګااکترون ولټ په شاوخوا کې وي.
سرعت يي د نور د سرعت لسمه برخه جوړوي.15000Km/sec
په يوه سانتی متر هوا کی د 6000پوری ايونونه توليدوی
په هستوی چاودنه کی منځته راځي کتله یی

دغه وړانګه په هوا کې هم خپريږ چي په يو اتوم سفير فشار کې د 0.3Cm څخه تر 8.6cm پوری خپريږي، خو په اوبو کې تر څو ميکورن پوری خپريدلی شی.

بيتا وړانګه:
دا په دوه ډوله تجزيه کيږي بيا مثبت او بيتا منفی ، که منفی وو د الکترون له جنسه ده او که مثبت وو د پوزيترون له جنسه ده.
خپريدل يي په هوا کې د لس ممترو په اندازه سره دی، سرعت يي له صفر څخه تر نور سرعت پوری رسیږي،
المونيم ددې د حرکت مانع ګرځيدی شی
قدرت د نفوذ يي له الفا زيات دی،خو خطر يي د الفا کم دی ، چارج يي منفی دی. د الکترون له جنسه ده، کتله یی دهستی په پرتله صفر ده، په هوا کی د څو سانتی مترو په اندازه خپريږي، په اوبو يا انساجو کس تر څو ملی متره پوری، د نفوذ قدرت یی د الفا سل برابره دی،

ګاما: ددې جنس د نور له جنسه دی، يا الکترو مقناطيسی له جنسه دی. له سربو څخه نشی تيريدلی.
سرعت يي د نور سره برارر، کله چی د نور په سرعت سره خپريږی کتله يي په اتومی مقياس صفر ده.
په هوا کې د څو متره يا څو کيلو متره ده. په اوبو کې د څو سانتی مترو په اندازه خپريږي. خطر يي هم شته ده.کتله يی په اتومی مقياس صفر ده، انرژيي د 10kev-100MEV تغير ورکوي
د طب په برخه کې د انسان د بدن د داخلی برخی د اخيستلو دنده سرته رسولای شی،

هستوی انرژي:

انرژي همبستګي يا د بانډينګ انرژي
د هر اتوم هسته د پراخه انرژيو درلودونکې ده، کله چي وغواړو چي معلوم کړو چی دا څومره ا نرژي لري، نو بايد په دوه برخو باندی پوهه شو.
اول: بانډينګ يانی د هستی د تړون انرژي دوهم: کتلوی نقصان باندی بايد پوه شو
بانډينګ انرژي: د اتوم په هسته کې نيوترون اوپروتون دي چی يو له بل سره تړلی دی،اوس غواړو دا له ثباته وباسو، هغه مقدار انرژي چي دغه کار ترسره کوی د هستی د بانډينګ د انرژي په نامه سره ياديږي.
کتلوي نيمګړتياوي: که يوه هسته په نظر کې ونيسو له نيوترون او پروتون څخه جوړه شوي ده. اتومی وزن يي مساوی دی په يا اتومی کتله يی مساوي ده په تعداد د نيوترونو + تعداد د پروتونو
که دغه محاسبات د spectrograph پواسطه لاسته راوړو او هم يي د فورمو پواسطه په لاس راوړو يو له بل سره فرق کوي چی دغه د کتلی نقصان شو پکې وجود لري.
هغه اله ده چی د هغه په زريعه د عناصرو اتومی وزن معلوميږی
مثال: که د پواسط يي محاسبه کړو، 2.014102amu او که د فورمو پواسطه يي محاسبه کړو نو لاندی قيمت ورکوي.1Z+1N=1.000665+1.007825=2.016490amu

دا مو د هايدروجن د يتريم لپاره محاسبه کړه
دا کمښت ځکه رامينځته کيږي چي ځينی ماده په انرژۍ باندی بدليږي تر څو د ثبات حالت وساتل شي.
تجزيي معادلات
نيمايي عمر: هغه ته ويل کيږي چی په هغه وخت کې د يو عنصر خپل نيمايي زرات تجزيه شی

ثابت دی ، د هر عنصر لپاره جدا قيمت لري.
بيالوژيکی عمر: هغه عمر دی، د خوراک له لاری انسان يا ژوندی جسم ته ورننوتلی راديو اکتيو موادو اندازه د فزيکی او بيالوژيکی پروسو لکه ميتابوليزم، ابزار او ترشح له لاری د لومړی وخت په پرتله نيمايي ته راښکته شی او په پايله کی نيمايي په بدن کی پاتی شی او نميایی له بدن څخه راوځی
متوسط عمرTa: هغه ته وای چپ د يو عنر راديواکتيوتی د لومړی وخت په پرتله د اويلر عدد په کچه کمښت پيدا کړی، e=2.7182 تجربو ښودلی ده چی
ياهغه عمر دی چی په هغی کې يوه زره تر کومه وخت پوری ژوند ته دوام ورکولای شی.

اغيزمن نيمايي عمر: هغه دی چي د هغی په تيريدو سره په بن کی د راديو اکتيو عنصر اندازه د لومړی وخت په پرتله ، ديوی خوا د فزيکی کړنلاری او بلی خوا د بیالوژيکی پروسو له لاری نميایی ته راولويږی

هغه عناصر چی د طبابت په برخه کې د راديو اکتيف کوی عبارت دی له انتيمون sb، موليبدنmo، نکلNi، مسcu، سلينوم se

راديو ا کتيف مواد:

په دوه ډوله دی طبعی او مصنوعی چی طبعی بيا په څلورو برخو ويشل شوی دي
1. يورانيم ګروپ: چي نيمايي عمر يي څلورنيم ميليارده کاله دی، وروسته له 15 واره تجزيي څخه په پايداره عنصر سربو باندی بدليږي، د هری برخی د تجزيي په وخت کې د الفا او ګاما وړانګی خپروي. له تجربو ثابته شوی ده چی ځمکه شپږ ميليارده کاله مخکی الله ج پيدا کړي ده.
2. اکتينيوم ګروپ: دا هم پنځلس کاله تجزيه کيږي.
3. توريم 232ګروپ: دا 11 ځلی تجزيه کيږي.
4. پلوتونيم او نيپتونيم سلسله:
مصنوعی راديو اکتيف
که يو عنصر هسته ثابته وی او هغه ليونۍ کړو يانی کله چي په نيوترون يي بمبار کړو.
ايوډين ثبات حالت کې دی دا چي کله په نيوترون باندی بمبار کړو داسی چی نيمايي عمر يي له دريو ورځو کم نه و ي او له څلويښتو بايد زيات نه وي.
د انسان په بدن کې اته ملی ګرامه ايوډين شته دی، چی شپږ. ملی ګرامه يي په مرۍ کې او دوه ګرامه يي په نور بدن کې وجود لري.
که د ايوډين جذب زيات شو هم ايوډين دی او که جذب يي کم شو هم ايوډين دی، يانی جاغوز جوړوي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: