ذهني فشار مو پر خوړو له منځه یوسئ

کېدای شي سترس یا ذهني فشار له تاسو سره هر ځای مل وي؛ لکه په کاري چاپېریال، موټر چلولو، جشنونو، مراسمو، غونډو کې او یا هم په کور کې.

د (ایسنا) په رپوټ کې راغلي، څېړونکي پر دې عقیده دي چې د سترس یا ذهني فشار له خوړو سره ټینګې اړیکې لري. د دوی په باور که چېرې هره ورځ نا منظم او ګډوډ خواړه وخوړل شي نو د سترس یا ذهني فشار لامل ګرځېدای شي او که چېرې سترس لرونکي کسان د خوړو سمه او مناسبه ټاکنه ولري او په منظم ډول یې وخوري، نو ورځنی سترس به یې د امکان تر بریده کم شي.

د دغو خوړو نومونه به لاندې واخیستل شي.

څېړونکو د کانولوګ هول فوډ سایټ د غذایي توکو په لړلیک لیکلي چې دا ډول خواړه کولای شي انسان له سترس څخه لرې وساتي یا په بل عبارت ارام ورکوونکي دي.

لومړني خواړه مستې دي، د مستو خوړل بیا په ځانګړې توګه د اوړي په موسم کې ګټورې دي؛ ځکه سپکې دي او هضم یې هم اسان دی.

په هند کې د بدني غړو متخصص ډاکټر شیفا شارما په دې اړه وایي، مستې یا هر لبني محصول په تر ټولو زیاته کچه د تیروسین په نوم داسې ماده لري چې د مغز د سروتونین میزان لوړوي او دا سروتونین د اعصابو د ذهني فشار یا ستراس کچه ټیټوي او اراموي یې.

دويم خواږه خواړه دي؛ د دوی په وینا د سټرس هورمون کچه کموي او د سټرس اړوندې بیو شیمیایي نا ارامتیاوې د تعادل کچې ته را ټیټوي.

د طبیعي قند یا طبیعي خوږو لرونکې مېوې کولای شي سټرس له منځه یوسي.  بادام باید وخوړل شي ځکه بادام د B2 او   Eویټامینونه لري چې دا هم د سټرس د له منځه وړو لپاره ګټور دي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب