د یو مسلمان حاجت پوره کول

الهي فرمان دی چي : ( وتعاونواعلی البروالتقوای )په نېکی اوپرهېزګاری کي یوله بل سره تعاون کوی .

محمدصلى الله عليه وسلم فرمایلي دي کم سړی چي دخپل مسلمان وروردمدداوښېګڼي لپاره ګام پورته کړي هغه ته دالله جل جلاله په لارکي دجهادکونکي په اندازه ثواب ورکول کیږي .
نبوی ارشاددی چي الله جل جلاله داسي مخلوق پیداکړی دی چي دهغه کارونودخلکوضروریات پوره کول دي او الله جل جلاله په خپل ذات قسم کړی دی چي هغوته به عذاب نه ورکول کیږي دقیامت په ورځ به دهغولپاره منبرونه ودرول شي هغوی به دالله جل جلاله سره خبري کوي حال داچي خلک به لاله حسابه نه وي خلاص شوي
نبوی ارشاددی ،چي هرڅوک دخپل مسلمان وروردحاجت اواړتیاپوره کولوکوشش وکړي، که څه هم دهغه اړتیاپوره شي یانشي الله جل جلاله دکوشش کونکي مخکنۍ اوورستنۍ ګناهونه بخښي اودهغه لپاره برائت (خلاصون) لیکل کیږي له جهنم څخه نجات اوله منافقت څخه لیري والئ .

دمحمد صلى الله عليه وسلم حدیث شریف دی چي کم سړی دخپل مسلمان ورورحاجت پوره کوي زه دهغه دحساب پلي ته نژدې درېږم که دهغه نېکۍ زیاتي شوې نوډیرښه ،که نه نوزه دهغه شفاعت کوم داروایت ابونعیم په (حلیة الاولیاء) کي روایت کړی دی.

له حضرت انس رضي الله عنه څخه روایت دی چي محمد صلى الله عليه وسلم وفرمایل کم سړی چي دخپل مسلمان ورورداړتیادرفع کولولپاره ګامونه پورته کړي الله جل جلاله هغه ته دهرګام په بدل کي دهغه په عمل نامه کي اویا(۷۰)نېکیاني لیکي اواویا(۷۰)ګناهونه یې معاف کوي پس که دهغه حاجت دده دلاسه رفع شي نوله ګناهونوڅخه داسي پاکیږي لکه دمورله ګیډي څخه چي نوی زېږېدلئ وي اوکه په دې وخت کي مړشي نوله حساب اوکتاب پرته جنت ته ځي
له حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی چي محمد صلى الله عليه وسلم وفرمایل کم سړی چي دخپل مسلمان وروردحاجت پوره کولولپاره له هغه سره روانیږي اودهغه حاجت پوره کوي نوالله جل جلاله دهغه اودجهنم ترمینځ اووه (۷)خندقونه جوړوي ددوو(۲)خندقونوترمینځ فاصله دځمکي اواسمان ترمینځ دمسافت په اندازه وي .
له حضرت ابن عمررضي الله عنه څخه روایت دی چي محمد صلى الله عليه وسلم وفرمایل دالله جل جلاله ځیني داسي انعامات دي چي دهغوخلکولپاره مخصوص اوځانګړي دي چي دخلکوحاجتونه پوره کوي کله چي هغوی داکارپرېږدي نوالله جل جلاله هغه انعامات نوروخلکوته ورکوي.

له حضرت ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چي محمد صلى الله عليه وسلم وفرمایل ایاتاسي پوهېږئ چي زمرئ په خپل خریدوکي څه وایي ؟اصحابوعرض وکړچي الله جل جلاله اودهغه رسول ورباندي ډیرښه پوهیږي نورسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل هغه (زمری )داویي چي ای الله جل جلاله ماپه نیکي کونکي سړي مسلط نکړې .
حضرت علي رضي الله عنه به دامرفوع حدیث بیاناوه چي کله تاسي دکم ضرورت یاکارلپاره اراده وکړئ نوهغه دپنجشنبې په ورځ شروع کړئ اوکله چي له خپل کورڅخه وزئ نود،ال عمران دسورت اخري حصه ،ایت الکرسي ،سورةالقدراوسورة فاتحة ووایاست ځکه چي په هغوکي ددنیااواخرت ډیرحاجتونه دي …………………………………………… والله اعلم بالصواب

ماخذ :مکاشفة القلوب ( حجةالاسلام امام غزالي (رح )

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب