بیولوژيزراعت او مالداري

د ګلخانې اغېزې (Greenhouse effect) او تیزابي باران

د ځمکې د اتموسفیر غازونه د لمر د وړانګو انرژي، چې ځمکې ته رارسیږي، ساتي. ځمکه، اوبه او ټول شیان چې د ځمکې پر مخ ځاې لرې، د لمر انرژي جذبوي. دغه تاوده شیان هغه انرژي چې، د لمرد وړانګو څخه یې جذب کړې ده، بیاځلي فضا ته ورکوي. اتموسفیر ددې تودوخې د یوې مناسبې اندازې مخه نیسي چې بیا ځلي فضا ته تښتې، د اتموسفیر د غازونو په واسطه د تودوخې د ساتنې عملیه د ګلخانې د اغیزې په نامه یادیږي.

د ګلخانې د شتون په اړه د لومړي ځل لپاره جوسف فوریر په ۱۸۲۴ کې نظر وړکړ. وروسته پرې کلود پاولیټ ۱۸۲۷ کې کار وکړ او  تایندال چې د ګلخانيي ګازونو رادیوي خاصیت باندې یی په ۱۸۵۹ کې عملي کار وکړ. د ګلخانې لغت ددې ګازونو لپاره لومړی د نلز کستوف لخوا په ۱۹۰۱م کال کې وړاندې شو.

که چېرې بې د ګلخانې د اغېزې د لمر د وړانګو ټوله انرژي بیا ځلي فضا ته تللی، په هغه صورت کې به ځمکه د ډېر یخوالي له کبله د ژوندیو موجوداتو دژوند لپاره مناسبه نه وه. هغه غازونه چې د ګلخانو له اغېزه سره مرسته کوي، د ګلخانه يي غازونو په نام یادیږي. په دې غازونو کې کاربن ډای اکساید، سلفر ډای اکساید مېتان او نایترس اوکساید غازونه شامل دي. د دې څلور غازونو فیصدي په ګلخانه کې په لاندې ډول ده.

  1. د اوبو بخارات له ۳۶ څخه تر ۷۰ فیصده
  2. کاربن داېې اکساید له ۹-۲۶ فیصده
  3. میتان له ۴ تر ۹ فیصده
  4. ازونو له ۳ تر ۷ فیصده

له دې پرته وریځې هم د دې شعاوو په جذب کې مرسته کوي نو له همدې خاطره وریځي هم د اتموسفیر د شعايي خاصیت په تغیر او تبدیل کې رول لري.

که چېرې یو تور حرارت جذبوونکی جسم له لمر څخه په هم دومره فاصله کې چې ځمکه قرار لري کېښودل شي نو تودوخه به يي تقریبا ۵.۳ سانتې ګریده وي. خو ځمکه چې تقریبا ۳۰٪ د لمر وړانګې بیرته منعکس کوي نو په دې خاطر د دې تودوخه -۱۸ ساتنې ګریده ده او د ځمکې د سطحې تودوخه تقریبا ۱۴ سانتې ګریده ده.

تیزابي باران (Acid Rain)

د برېښنا فابریکه او نورې فابریکې چې د فوسیلونوڅخه د انرژۍ د لاسته راوړلو لپاره ګټه اخلي، لوګي د اتموسفیر لوړې ارتفاع ته خوشې کوي. دا لوګی زیات غلیظ سلفر لري، ځکه هغه فابریکې چې فوسیلونه سوځوي، د سلفر لرلو له کبله بډایې وي. له بلې خوا د اتموسفیر اوبه د بخارونو په بڼه نم لري چې دغه بخارونه له تراکم څخه وروسته باران د څاڅکو، واورې او په نوروبڼو د ځمکې سطحې ته راځي، کله چې د اوبو مالیکولونه په اتموسفیر کې له ککړو توکو (SO2, CO, O) سره په تماس کې شي، له کاربن دای اوکساید سره د کابونیک اسید (H2CO3) کمزوري تېزاب جوړوي خو سلفر ډای اوکساید او نایتروجن اوکساید د باران تېزابیت زیاتوي د لمر د رڼا په شتون کې سلفر ډای اوکساید او نایتروجن اوکساید له اوبو او اکسیجن سره تعامل کوي. سلفوریک اسید او نایتریک اسید جوړوي.

په ځینو ښارونو او صنعتي ساحو کې د ککړو توکو اندازه چې هواته ازادیږي ډیره زیاته وي او د باران یا واورې تېزابیت یې د تېزابي سرکې په اندازه وي، آن دمه (هغه ورېځې چې ځمکې ته راښکته کیږي) او پرښه د هوا د ککړتیا په پایله کې تېزابي کېږي. تېزابیت د PH واحد په واسطه اندازه کېږي. PH له صفر څخه تر ۱۴ درجو پوری وي. هر څومره چې دا درجه ټیټه وي تېزابي خاصیت قوي وي، په ۷ درجو خنثی حالت وي لکه پاکې اوبه خنثی دي که چېرې د باران د اوبو PH له پنځه څخه کم شي نو ډیر شمیر په اوبو کې ژوند کوونکې حیوانات به خپل ژوند له لاسه ورکړي. تېزابي بارانونه د اوبو د ککړتیا لامل کېږي، چې نه یوازې د حیواناتو او نباتاتو لپاره زیانمن دي، بلکې د ودانیو لپاره چې په هغوی کې فلزونه په کار وړل شوي وي هم زیانمن دي.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: