د کوپرې له دې ګټو خبر یاست؟

د کوپرې له دې ګټو خبر یاست؟

سنسکرټ ژبه کې کوپرې ته «کلپا ورکشا» وايي او معنا يې دا ده، چې دا ونه د ژوند ګردې اړتياوې پوره کوي او د سنسکرټ دا نوم تر ډېره حده پر ځای هم دی؛ ځکه چې د کوپرې ونه، کوپره، د کوپرې تېل او اوبه د ډېرو ناروغيو په مخنيوي کې مرسته کوي.

که پستوکی مو سپېره وي

د کوپرې په تېلو کې پرېمانه وټامن اي دي او چې پر مخ يې ولګوې، چې مخ ته ځلا ورکوي او کونځي يې له منځه ځي او که د کوپرې اوبو سره لږ لېمو هم ګډ شي، نو د پوستکې د وچوالي ستونزه به د تل لپاره له منځه ولاړه شي.
د ويښتانو ځلا زياتوي او پخه ورکوي

د شپې که د کوپرې تېل په سر ومښئ، نو خشکي يې ورکيږي او د وېښتانو د تويدو مخه هم نيسي.

د درد لپاره هم ډېر ګټور دي

که د کوپرې تېل پر هغه ځای ومښئ، چې درد کوي، نو درد به مو ارام وي او د هغه چا لپاره هم ډېر ګټور دي، چې د هډوکو په دايمي دردونو اخته وي او د هډوکو سوخت هم کموي.

انرجي هم لري

د کوپرې په اوبو کې پروټين، پوټاشيم او وټامن بي کمپاونډ موجود دي او هر وخت له ورزش مخکې او وروسته دواړو وختونو کې د څښلو لپاره ډېر ګټور ثابت شوي دي. د ورزش پر مهال د کوپرې اوبه څښل د پلو درد ختموي او بدن له هر ډول سستۍ او ناروغۍ خوندي ساتي.

د غاښونو لپاره هم ډېر ګټور دي

د کوپرې هغه تېل، چې د غاښونو د مينځلو لپاره په طبي اصولو جوړ شوي وي، هره ورځ دوه ځله په خوله غرغړه کول غاښونه پاک او روغ ساتي.

د کوپرې تېل نه يوازې د غاښونو کمزوري له منځه وړي، بلکې د دې تر څنګ د غاښونو حساسيت په له منځه وړلو کې هم ډېر ګټور دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب