د کبانو غوښه د زړه روغتیا تضمینوي

د برېټانیا په لېسټر پوهنتون کې شوې څېړنې ښيي، چې د کب پروټین د زړه د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي.

څېړنو په کبانو کې موجود پروټین د زړه او وینې د رګونو په درملنه او دغه راز د مغزي سکتې، د زړه حملې او د زړه د ضعف په مخنیوي کې اغېزناک بللي دي. د کبانو پروټین چې پېټید هم ورته وايي، په ځينو پلورنځیو کې پلورل کېږي.

تر دې مخکې د امریکا د زړه ناروغیو ټولنې ویلي وو چې د کب پروټین نااشباع شوي غوړ او امېګا ۳ غوړ اسیدونه لري، چې ټول د زړه لپاره ګټور دي.

د دې ټولنې له خوا په چاپ شوې مجله کې راغلي، چې لږ تر لږه په اونۍ کې یو ځل باید د کب غوښه وخوړل شي.

د کبانو غوښه د نارینه و جنسي ځواک هم پیاوړی کوي.

د کب غوښه د وينې د زياتوالي، پاکوالي او په ځانګړې توګه د اعصابو لپاره ډېره ګټوره ده.

ډاکټران وایي، هغه څوک چې د اعصابو ستونزه لري، په اونۍ کې باید هرو مرو يو ځل د کب غوښه وخوري.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب