د کامیاب ژوند لپاره غوره نصیحتونه

۱ـ خپل ځان لپاره ورځنی مهال ویش جوړ کړه.
۲ـ هر سهار ۱۰-۳۰ دقیقو پورې قدم ووهه.
۳ـ هره ورځ لسو دقیقو لپاره خاموش اوسه.
۴ـ هره ورځ د تیرې ورځ په نسبت ډیره مطالعه وکړه.
۵ـ روحي غذاء لپاره وخت وټاکه( لمونځ، تلاوت، ذکر).
۶ـ کله کله داسې کسانو سره ناسته ولاړه کوه چې عمرونه یې ۷۰ ته رسیدلي وي او کله کله بیا ماشومانو سره وخت تیروه چې عمرونه یې ۶ کلونو څخه ښکته وي.
۷ـ کوښښ وکړه چې هره ورځ د دریو کسانو په خوله مسکا خپره کړې.
۸ـ خپل قیمتي وخت په بیهوده خبرو او کارونو مه ضایع کوه.
۹ـ هیڅکله خپلو منفي اړخونو ته فکر مه کوه بلکې خپل مثبت اړخونو ته فکر کوه.
۱۰ـ پدې پوه شه چې ژوند د مکتب په شان دی او ته یو شاګرد یی، او د ژوند ستونزې د ریاضي سوالونه دي چې حل کول یې هر وخت ممکن دي.
۱۱ـ خپله ناشته د پاچا په څیر وکړه، او غرمنۍ د یو مشر په څیر او ماښامنۍ د یو فقیر په څیر.
۱۲ـ ژوند ډیر لنډ دی نو هیڅکله د چا سره کینه او حسد مه کوه.
۱۳ـ هرڅه په جدیت سره مه اخله بلکې په هر حال کې معتدل اوسه.
۱۴ـ دا هیڅ امکان نه لري چې یو څوک په هر مجال کې لاسته راوړنې ولري او هر کار په ښه توګه ترسره کړي نو د ځان په اړه خواشیني مه کوه.
۱۵ـ د تیر وخت ناکامي هیڅکله مه یادوه ترڅو چې راتلونکې کې ستا کامیابۍ باندې بد اثر ونه کړي.
۱۶ـ هیڅکله خپل ژوند د بل چا سره مه مقایسه کوه او خپله د ژوند ملګری ( میرمن/ میړه) د بل چا سره مه مقایسه کوه.
۱۷ـ د خپلې خوشالۍ یوازیني مسؤول ته خپله یې نو ستا خوښه چې ځان خوشاله ساتې او که خفه.
۱۸ـ هر وخت خپل مور او پلار او کورنۍ سره رابطه کې اوسه.
۱۹ـ خپل حدود همیش لپاره وپيژنه او هیڅکله ترې تجاوز مه کوه.
۲۰ـ سهار وختي چې له خوب نه پاڅیږې نو د الله تعالی شکر اداء کړه.

منصور ” وردګ“

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب