عمومي معلومات

د کال لومړۍ نېټه بېلابېلو ټولنو کې؟

په پښتو کې د ” کال” تورې د سانسکرت ژبې نه راپاتې دی چې وخت، زمانې يا يوې دورې ته وايي. د نړۍ په هرې ژبې کې د کال لپاره خپل توري او زيات د زمانې او د وخت مانا ورکوي.

د زمکې کره د لمر چاپېره تاوېږي او د فلکياتو علم وايي چې يو څرخ ۳۶۵ يا ۳۶۶ ورځې اخلي چې پورا شي نو يو کال وي.
د نړۍ زيات انسانان اوس د روم د جنتري ، ” گرېگورين” تر مخې د ورځو حساب ساتي ځکه د ژوند زياتې چارې اوس د کمپيوټرونو سره تړلي دي چې يو پکې وخت هم دی.
انسان چې کله د هوا او موسم په بدليدو پوهه شو چې د ژمي نه وروستو زمکه شنه شي، بيا په اوړي کې د ونو مېوه پخېږي او په مني کې به زړي راټولويي چې وې کري.

په زراعتي ټولنو کې د دې څلورو حالتونونومونه وټاکل شول او سپرلې د کال پېل شو چې زمکه پکې شنه وي. هم هغه راهيسې انسان د کال په حساب پوهه شو.

په چين کې خلکو د “نيان” نومې بلا د شړلو لپاره د شور شغرب او د ډول په غږولو جشن کوو. دا د ژمې د اوږدې شپې ( ۲۱ دسمبر) نه وروستو د دوېمې سپوږمۍ په ښکاره کيدو د چين نوې کال شو. هم دغسې کوريا، جاپان او ويتنام د سپوږمۍ له مخې خپل نوی کال حساب کړو. دا ټول هلته د سپرلي د وخت سره سمون خوري.

يهودانو ۳۳۰۰ کاله پخوا د مصر نه د راوتلو نمانځنې هم د سپرلي سره وتړلې چې ” پيساخ” نومېږي او د مارچ اپرېل تر منځ وي. د دې نه ۱۶۳ ورځې وروستو د ” روش حشانه” ورځ د نوي کال په توگه نمانځي چې د دوي په عقيده د نړۍ د پېدا کيدو او د قيامت ورځ ده.

مسيحيانو د نوې کال نمانځنې نه لرلې او کله چې په روم کې لومړۍ کليسا جوړه شوه نو د عيسی پېغمبر د زيږېدو ورځې يې د ژمي د يو پخواني جشن سره وتړلو. د جنوري لومړۍ نېټه د دې جنتري لومړۍ ورځې په توگه نمانځل کېړي.

د هند په لويه وچه کې د کال دوه وارې زمکه کرل کېږي. يو ته د ژمي (ربيع) او بل ته د اوړي(خريف) فصل وايي. په دې دواړو موقعو به خلکو مېلې او خوشالۍ کولې چې يو وخت د اريايي ( برهمني) دين د “ديوالي” جشن ورسره يو ځاې کړې شو. د ديوالي نيټه هم د سپوږمۍ په حساب ټاکل کېږي او هر کال بدل وي چې کله د اکتوبر وروستۍ او کله د نومبر لومړيو کې وي.

مسلمانو عالمانو د کال د نوي کيدو يا د زړيدو پخوانۍ نظريه د ساينس په اصولو وننگوله چې د زمکې د څرخ له کبله په يو “کورې” يا کرې کې د ژمي په مياشتو کې گرمي وي. د بېلگې په توگه اسټرېليا او جنوبي افريقه کې د دسمبر نه تر فروري درې مياشتې اوړې وي چې ښايي په افغانستان کې هغه وخت واورې ووشي.

د وخت په اړه دوي د اروپاي ساينس پوهانو مفکوره هم وننگوله چې گوندې وخت يو څرخ دی او ۳۶۵ ورځو وروستو بېرته راځي. اسلامي مفکوره دا وه چې وخت د يوې ليکې په توگه روان وي چې بېرته نه راگرځي. ژوند وړاندې ځي او کلونه د جنتريو سره نه دي تړلي. هم دا ده چې په اسلام کې د نوي کال نمانځنې نشته.
د دسمبر ۳۱ نېټه او د جنوري لومړۍ نېټه يواځې د ورځې بدليدل دي. اصل بدلون هغه دی چې د يو انسان په ژوند کي بد وخت په ښو واوړي او دی يې پخپله ونمانځي.

صفيه حليم

 

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: