د ښې مېرمنې ځینې ځانګړتیاوې

د یادولو وړ ده چه زه د الله(ج) په فضل سره د ۱۸ کلنۍ څخه را پدیخواه د یوې نېکې او صالحې مېرمنې سره د اسلام په رڼا کې ژوند کوم. زه غواړم چه د خپلې اوږدې عملی تجربې په نظر کې نیولو سره خپل نظر په ډېر صداقت او امانتداری سره تاسې ته وړاندې کړم.
تر ټولو لومړی دغه مهم او اصلی ټکی باید ټولو وروڼو او خویندو ته په شه توګه معلوم وی چه هر نېک عمل باید یوازې او یوازې د الله(ج) د رضاء د لاسته راوړلو په خاطر وی، او بس.
زه په ډېره درناوۍ غواړم چه ګرانو وروڼو او خویندو ته ځنې ټکي په لاندې ډول سره وړاندې کړم:
۱- ښه مېرمن تر ټولو لومړی خپل ځان په هغو حقونو ښه پوه کړي چه الله(ج) د یوې مېرمنې د مېړه د پاره ټاکلي دي، او هغه په عمل کې پخپله خوښه په ډېره خوښحالۍ سره پیاده کړي.
۲- ښه مېرمن خپل عفت ته تر ټولو شیانو زیات اهمیت ورکوي، هغې ته خپل عفت او خپل عزت تر خپل ژوند څخه ډېر زیات د قدر او ارزښت وړ وی. هغه بې عفته او بې عزته ژوند په هیڅ صورت او حالت کې نه غواړي. هغه د عفت، د عزت، او د ورېښمینو پاکه ټوټه وي. الله(ج) د هر با عفته او باعزته مسلمان ته همداسې باعفته او باعزته مېرمن په نصیب کړي. آمین.
۳- ښه مېرمن هیڅکله له خپل ژوند څخه شکایت نکوي. هغه په خپل ژوند قناعت کوي او له حلالې لارې خپل ژوند مخ په وړاندې بیایي. ځنې مېرمنې هیڅ وخت قناعت نکوي او هر وخت شکایت کوي، دغه شانته مېرمنې خپل ګلالی ژوند په خفګان اړوي. الله(ج) د مونږه ټول مسلمانان د هغو مېرمنو څخه وساتي چه د ګور له خاورو پرته په بل هیڅ شي قناعت نکوي، او شکایت کول د هغې عادت ګرزېدلی وي. ګرانې مېرمنې باید په دې پوه شي، چه خوښحالی په ډېرو روپیو لرلو نده.
۴- ښه مېرمن د خپل خسر، خواښیې، د مېړه د وروڼو، خورانو، او نورو دوستانو د زړه له کومي احترام او عزت کوي. د مېړه د کورنۍ غړو ته هم لازمه ده چه د خپلې نګور یا ورېندارې سره ښه رویه او ښه سلوک وکړي. ښه رویه او احترام باید له دواړو طرفونو څخه وي.
۵- ښه مېرمن د خپل مېړه ډېر خدمت کوي، هغه ډېر خوښحاله ساتي. هغه ته بېځایه تکلیفونه نه ورکوي. د هغه جامې پاکې مینځي او د هغه سره اوږه په اوږه د کور په کارونو کې کومک کوي.
۶- ښه مېرمن هیڅکله خپل مېړه ته خبره نه ور غبرګه کوي. که کوم وخت ددې مېړه په قهر وی، نو دا خپل ځان غلی ساتي او له زغم او حوصلې څخه کار اخلي، چه په نتیجه کې به انشاءالله پخپله د هغې مېړه په حال راشي او ټول کار به ښه انجام ولري. که چېرې مېرمن د خپل مېړه د قهر په وخت کې خبره ور غبرګه کړي، نو دغه لکه په اور چه پطرول وپاشې، چه پایله به یې ډېره خرابه او د خفګان وړ وی. هېره د نه وي، چه کله مېړه یا مېرمن د قهر په وخت کې د ځنو معلوماتو پوښتنه کوي، نو پدې وخت کې ځان چوپ نیول کومه فایده نلري، بلکه بد تأثیر لرلای شي، مېړه یا مېرمنې ته پدې وخت کې لازم دي چه په نرمه لهجه د هغې پوښتنو ته ځواب ورکړي.
۷- ښه مېرمن هر وخت خپل مېړه ته د زړه د خلاصه له خندا ډکه خوله ستړي مشي وایي. مېړه ته په خندا خوله ستړی مه شی کول د هغو ټوله روزمره ستړیا لرې کوي او هغه ته بشپړه آرامی ور په برخه کوي. خصوصاً د کمکي ماشوم سره یوځای دغه ستړی مشي ډېره مزه او خوند لري.
۸- ښه مېرمن خپل مېړه ته ځان ښه پاک او ګلالی ساتي او د هغو د خوښحالی د پاره ښه سینګار کوی. داسې نکوي چه خپل مېړه ته یې له ځانه ملنګه جوړه کړي وی، اما بېرون یې داسې لوکسې او رنګارنګ جامې اغوستې وي چه خپل مېړه یې هم نشي پېژندلای.
۹- ښه مېرمن د خپل مېړه د مېلمنو خدمت کوی. ښه مېرمن پوهېږی چه ددې مېړه د مېلمنو په خدمت ډېر خوښحاله کېږی. ځنې مېړونه د خپلو مېرمنو له ډاره هیچا ته د یوه چای د چښلو بلنه هم نشی ورکولای. ځنې مېرمنې یوازې په دې خوښحاله کېږي چه هغه هر وخت د بل چا مېلمه وي، مګر که بل څوک د دوی مېلمه شي، نو بیا په کور تندر رالوېدلی وي.
۱۰- ښه مېرمن د اولادو په حصه کې فرق نکوی، ټولو ته په یوه سترګه ګوري، د نګورانو او لمسیو په منځ کې فرق نکوي، په خاص ډول د لور او د زوی له طرفه په لمسیو کې فرق نکوي. ځنې مېرمنې په لور باندې د زوی په نسبت ډېرې ټپرېږي. ځنې پلرونه بیا د زوی اولاد ته نسبت د لور اولاد ته ډېره توجه کوي. بابا او انا دواړه باید په دې مسٔله کې ښه د انصاف خاوندان وي.
۱۱- ښه مېرمن باید د کورنۍ ټول غړي د اسلام په رڼا کې سره متحد کړي، نه دا چه خدای ناخواسته د کورنۍ غړي سره تیت او پرک کړي. ښه مېرمن باید پوه شی چه ددې ګټه هم د هغې د مېړه د کورنۍ په اتحاد کې ده. پلرونه او میندې هم باید د خپلو اولادو خوښحالی وغواړي.
۱۲- ښه مېرمن د مېړه د مسافرۍ په وخت کې ډېره صبرناکه وي، او د مېړه د راتګ د پاره په ښه ډول انتظار باسي. مېړه ته هم لازمه ده چه بې له شرعي عذر څخه د زیات وخت د پاره مسافري ونکړي.
۱۳- ښه مېرمن هیڅکله خپل مېړه ته دروغ نه وایي. که کوم وخت له مېرمنې څخه کومه غلطي وشي، نو هغه د خپل مېړه ته په ښه ډول تشریح کړي، او د هغو بشپړ قناعت د لاسته راوړي.
۱۴- ښه مېرمن باید هر وخت خپل نظافت مراعات کړي. د مثال په توګه: خپله خوله او غاښ په منظم ډول پاک وساتي. د کالیو او د ځان یې د خولو بوی ونه لګي. د امکان په صورت کې د خپل مېړه د پاره ښه مناسب عطر ووهي. البته مېړونه هم باید دغه باالمثل کارونه وکړي.
۱۵- ښه مېرمن خپل مېړه د هغو د پلار او مور له کوره نه منع کوي، خپل مېړه تشویقوي چه هغه د خپل پلار، مور، او نورو خپلوانو احوال واخلي، د هغوی له حاله ځان خبر کړي، او د هغوی سره ځاني او مالي کمک وکړي. متأسفانه، بعضې مېرمنې، خپل مېړه یوازې د خپل ځان او د خپلې کورنۍ د خدمت د پاره غواړي، او بس. داسې باید نوي، دواړه کورنۍ د خدمت او کمک حق لري.
۱۶- ښه مېرمن هیڅکله خپل مېړه ته هیڅ ډول پېغور نه ورکوي. د مثال په توګه: دا نه ورته وایي، چه ته څه لرې؟ زه د دربدره کړم؟ فلانی ګلالی کور لري او ته څه لرې؟ ښه مېرمن د کور ماحول د خپل مېړه د پاره د استراحت او خوښحالۍ په ځای بدلوي. ښه مېرمن خپل مېړه ته ډاډینه ورکوي، او د هغه په شریک ژوند شکر وباسي.
۱۷- ښه مېرمن خپل کور د خپل مېړه د کورنۍ غړو او نېږدې خپلوانو ته هم ښه د آرامی، دمې او د غمو د هېرولو ځای ګرزوي. ښه مېرمن کوښښ کوي چه په هره مناسبه موقع کې د خپل مېړه د کورنۍ غړي مېلمانه کړي. د مېړه خپلوانو ته هم لازمه ده چه ددې د کورنۍ غړوته مېلمستیا وکړي.
۱۸- ښه مېرمن باید ښه خواړه خپل مېړه ته پاخه کړي. که چېرې د مېرمنې خواړه یاد نه وي، نو هغه باید زده کړي. مېرمن د ښو خوړو په پخولو ډېره ښه ښکاره کېږي. ښه مېړه هم باید له خپلې مېرمنې سره کمک وکړی او له حوصلې څخه کار واخلي. هېره د نوي چه ځنې مېرمنې د خوراک پخولو ته هیڅ توجه نکوي، چه دا ډېر د خفګان وړ حالت دی، او له دغه حالت څخه جداً باید خپل ځانونه وساتل شي.
۱۹- ښه مېرمن هیڅ وخت له خپل مېړه سره ضد نکوي. ښه مېرمن هره موضوع په ښه نرمه لهجه د خپل مېړه سره حل او فصل کوي. ناحقه ضد کول، ګډ ژوند ته ډېر ضرر رسوي.
۲۰- ښه مېرمن باید خپل مېړه ته د هغه د مېړه توب حق ورکړي. ښه مېرمن د مېړه د حقونو په حصه کې هیڅکله هم بې پروایي نکوى او ناحقه بهانې او عذرونه نه لټوي.
۲۱- ښه مېرمن خپل کور د خپل مېړه د پاره په زندان نه بدلوي. ځنې مېرمنې د خپلې خولې سره احتیاط نکوي او هرڅه چه په خوله ورځي هغه وایي. الله(ج) د هر مسلمان له دغه شانته مېرمنو څخه وساتي. ځنې مېرمنې ډېرې اوږدې ژبې او لنډ فکرونه لري.
۲۲- ښه مېرمن له نورو مېرمنو سره په بې فایدې شیانو کې سیالي نکوي او د خپل مېړه د مالي طاقت په اندازه غوښتنې کوي. ځنې مېرمنې په خرابو رواجونو کې ډوب پاته وي، او دغه شانته مېرمنو خپل ژوند او د مېړه ژوند تباه او برباد کړی وی. دغه شانته منفي سیالۍ هیڅ کومه ګټه نلري، او پایله به یې حتمي پښېماني وی.
۲۳- ښه مېرمن باید کبرجنه نوي. خپل ښایست او خپلې زده کړې ته په غوره کې نوي. په خاصه توګه هغه مېرمنې چه تعلیم یافته وی، هغه په کور کې د بې سواده مېرمنو سره باید ډېر احتیاط وکړي، چه خدای ناخواسته کوم وخت له هغوی څخه کوم کار سر ونه وهی چه د هغو څخه د کبر بوی راشي. پدې زمانه کې کله ناکله بې سواده مېرمنې تر باسواده مېرمنو ځانونه ډېر په غوره کې نیسي. اما داهم باید واضح شي چه د یوې مېرمنې ناز کول له کبر سره اشتباه نشي.
۲۴- ښه مېرمن باید خپل مېړه ته د کور د ننه ډېره جذابه او په زړه پورې وي، اما د کور څخه د باندې ډېرې ساده جامې واغوندي. ښه مېرمن ساده، اما پاکې جامې اغوندي. زیبایی په ساده ګي کې لټوي. ساده جامې ددې معنا نلری چه هغه به حتمي ارزان بیه وي، نه داسې نده، کېدای شي دا ساده جامې تر ډېرو لوکسو جامو قېمته وي. ښه مېرمن د هر مراسم سره مناسبې جامې او ګاڼې پکاروي. د مثال په توګه: که د چا د مړی په مراسمو کې برخه اخلي، نو بیا مناسبې جامې اغوندي او د ګاڼو د استعمالولو او شرنګ او شرونګ څخه ډه ډه کوي.
۲۵- ښه مېرمن د خپل مېړه دیندارۍ ته د هغې له وظیفې څخه زیات اهمیت ورکوي، هغه پوهېږي چه تر حقیقی مسلمان هېڅوک هم ښه نشی کېدلای. ښه مسلمان مېړه به هیڅکله خپله مېرمن په نیمایي لاره کې پرې نږدي، او له هغې سره به د سختۍ او آسوده ګۍ شپې او ورځې په ګډه تېروي. ځنې مېرمنو ته بیا د مېړه وظیفه ډېره مهمه ده، چه دا ډېره د خفګان وړ خبره ده. البته، که د چا الله(ج) ښه مېړه چه ښه وظیفه ولري، په نصیب کړی وي، نو هغه خو بیا تر ټولو ښه ده.
۲۶- ښه مېرمن د ټولو شیانو څخه مخکې د مېړه اسلامیت ته ډېر اهمیت ورکوي. ښه مېرمن د واده کولو څخه بل کوم هدف ته ځان رسول نه غواړي. نن سبا بدبختانه ځنې مېرمنې ودونه هم د خپلو شومو هدفو د لاسته راوړلو د پاره کوي، چه دا پخبله ډېر بد کار دی. د مثال په ډول ځنې مېرمنې ددې له کبله چه خارج ته ولاړې شي او یا د کوم بل خراب هدف لاسته راوړلو په خاطر، شوم ودونه کوي. البته، دا یوازې په ښځو پورې محدوده نده، ځنې مېړونه هم شوم ودونه کوي. کله چه د دوی شوم هدف لاسته ورشي، نو بیا د واده په قیصه کې نوي، چه دا ډوله کړنې ډېرې بدې پایلې لري، او هر څوک چه ځان ته مسلمان وایي، باید له دغه شانته ودونو څخه ځان وساتي.
۲۷- ښه مېرمن ډېر ژر د خپل مېړه په طبعیت ځان پوه ا‌و بلد کوي. د مېړه له شو او بدو عادتو سره ځان ښه آشنا کوي. د هر هغه شی او خبرې څخه چه ددې مېړه یې نه خوښوي، ډه ډه کوي.
۲۸- ښه مېرمن له خپلو ” څړیو “ سره برابرې پښې اوږدوي. یا په بل عبارت، هغه شی چه الله(ج) ور کړی وى، په هغه قناعت کوي، او د خپل مېړه د توان څخه زیات مصرفونه نکوي.
۲۹- ښه مېرمن هیڅکله د نامحرم سړي سره په یوازې توګه نه کيني، او هېڅکله هغه څوک چه د هغې مېړه يې نه خوښوي، کورته نه راولي۰

د پام وړ ټکي:
الف – ټولو وروڼو او خویندو ته یادونه کوم چه زمونږه او تاسې شیرینې مورګانې هم د مونږه او تاسې د پلرونو نېکې او صالحې مېرمنې وې، او دي، او هم زمونږه او تاسې محترمې مېرمنې د مونږه او تاسې د ګرانو اولادونو، مورګانې وې، او دي، نو لدې کبله په مونږه او تاسې ټولو لازمه ده چه د ټولو محترمو مېرمنو د زړه له کومي احترام وکړو.
ب – دغه نقطه باید مونږه او تاسې ټولو ته ښه واضح شی چه مونږه او تاسې ټول د الله(ج) ډېر ګنهګاره بندګان یو، او مونږه ټولو خپل مسٔولیتونه په صحیح توګه ندی اداء کړي. الله(ج) د مونږه ټولو ته عفوه او بښنه وکړي. اوس هم ناوخته ندی چه خپل ځانونه اصلاح کړو او د خپلو کړو جبران وکړو. له خپلو مېرمنو، یا له خپلو مېړو، د زړه له کومی معذرت او بښنه وغواړو، او په دغه پاته وخت کې له هغو سره ښه رویه او ښه چلند وکړو او د دوی پاک زړونه لاسته راوړو.
ج – همدارنګه غواړم دغه ټکی هم ښه واضح کړم چه په ریښتیا سره د مېرمنې، یا مېړه، اسلامیت تر ټولو زیات د اهمیت وړ دی. کېدای شی چه مېړه یا مېرمنې ته هم په آخر کې دا حقیقت ښه معلوم شي چه ښایست د یو څو ورځو د پاره وی، اما د هغوی اسلامی اخلاق د ټول وخت د پاره وی. که یوه مېرمن یا مېړه هرڅومره ښایسته وی، مګر اسلامی اخلاق ورسره نه وی، نو د هغې ښایست په درد نخوری. له ښه ښایست سره، ښه اسلامی اخلاق، ډېره مزه کوي.
د – دا نقطه هم باید واضح شي چه متأسفانه ځنې مېرمنې د خپل مقام په قدر نه پوهېږي، له خپل مقام څخه ناوړه ګټه پورته کوي. د مثال په توګه ځنې مېرمنې شپه او ورځ پدې فکر کې دي چه یوه پاکه مېرمن په څه ترتیب له صحیح لارې، بې لاره کړي. هغو ته په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د شیطان د لارې دعوت ورکوي، او محترمې مېرمنې باید دغې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي. وروڼه او خویندې باید زیار وباسي، چه خپل ګډ ژوند پدغه کړکېچنه نړۍ کې د ښه ژوند مشعل وګرزوي.

په پای کې زه د یوه مېړه په حیث په ډېر اخلاص او صداقت سره د الله(ج) لوی او بښونکي دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم او خپلې غریبې او نېکې مېرمنې ته د زړه له کومی د نېکو اعمالو څخه ډک، اوږد عمر غواړم. هغې ته د مغفرت دعا کوم، او الله(ج) د هغه د قبر له عذابه او د جهنم له اوره وساتی، او الله(ج) د هغې ته جنت الفردوس په نصیب کړی. آمین یارب العالمین. وسلام. په ډېره عاجزی او درناوی.

عبدالله وردک

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب