د ښځو لپاره د ژړا ځانګړی هوټل پرانستل شوی
په جاپان کې د یو هوټل څښتانانو د مېرمنو لپاره داسې کوټې جوړې کړي چې په هغې مېرمنې د زړه د سپکېدو لپاره د زړه له خلاصه ژړلی شي.
پدغه کوټو کې د مېرمنو لپاره د سترګو ماسک، معیاري ټوشیو کاغذ او د ژړا لپاره داسې فلمونه هم شتون لري چې کیسه یې په ښځو راڅرخي.
د جاپان په ټوکیو ښار کې د (مټسویي ګارډن یوټسویا) هوټل څښتنانو دغه چاره ددې لپاره ترسره کړې چې مېرمنې وکولی شي چې په ارامه فضا کې د زړه له خلاصه بغېر د کومې ستونزې وه ژاړي.
پدغه کوټو کې د یوې شپې تېرولو لپاره درې اتیا (۸۳) ډالر ټکس ټاکل شوی.
د هوټل مسولین وایي: په کوټو کې خاص کاغذ ددې لپاره کېښودل شوی چې مېرمنې په ارامه توګه خپلې اوښکې پاکې کړي.
لیکنه: احمد زبیر