د ښځو لمونځ په جماعت کې- د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

د ښځو لمونځ په جماعت کې

له ابن عمر رضي الله عنه څخه روايت شوی دی، چې پیغمبر ﷺ فرمايلي دي:

«إذا اِسْتَأذَنَکُم نِسائُکُم بِاللَیْلِ إِلی المَسْجِدِ فَأذنوا لَهُنّ»

ژباړه: که له تاسو څخه ستاسې ميرمنې په شپه کې جومات ته د تګ لپاره اجازه اخلي نو وريې کړئ.

له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روايت شوی دی چې پیغمر ﷺ فرمايلي دي:

your ads

«لَا تَمنَعُوا إِمَاءَ اللهِ مَسَاجِدَ الله، وَلْيخْرُجْنَ تَفِلَاتٍ»

ژباړه: د الله ﷻ بندګان د الله ﷻ له جوماتونو څخه مه منعه کوئ خو هغوی بايد بې بويه ولاړې شي «يعنې پرته له دې چې خوشبوهي ووهي».

هر هغه شی چې د محرماتو په ډله کې راځي او د شهورت سبب کېږي د خوشبويي حکم لري، لکه: د کالیو ښایست، سنګار (آرايش) او هغه ګاني (زیورات) چې ‎نورو ته ښکاره شي.

د جماعت لمونځ د ښځو لپاره جايز دی، که ښځه هغوی ته جمعه ورکړي نو تحريمي مکروه دی، په هره بڼه امامت او د اکثريتو جماعت سم دی خو که نارينه هغوی ته جماعت ورکوي نو ممانعت پکې نشته خو د ښځو تګ جومات ته د فتنې له ډاره مکروه دی، په کور کې د ښځې لمونځ په هغه نر پسې چې ورته محرم نه وي او له هغه نارينه پرته بل محرم نارينه په کور کې نه وي، مکروه دی.

له دغو خبرو داسې ښکاري چې د ښځې تګ جومات ته ممانعت نه لري، دا بايد وویل شي چې د ښځې لمونځ له جومات څخه په کور کې ښه دی خو د دې لپاره چې جومات د الله جل جلاله کور دی او هر مسلمان په هغې ځای کې د ايمان احساس کوي، نو ځکه بايد نارينه خپلو مېرمنو ته جومات ته د تګ لپاره اجازه ورکړي، خو که چېرته د فتنې ډار وي نو بايد هغه له جومات څخه منعه کړي. د مسلمانانو مور حضرت بي بي عايشې رضي الله عنها فرمايلې دي:

« لَوْ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم رَأَى مِنَ النِّسَاءِ مَا رَأَينَا لَمَنَعَهُنَّ مِنَ الْمَسْجِدِ، كَمَا مَنَعَتْ بَنُو بَنِي إِسْرَائِيلَ نِسَاءها»

ژپاړه: که پيغمبر ﷺ له ښځو هغه څه ليدلای چې موږ يې وينو، نو پرته له شکه هغوی يې جومات ته له تګه منعه کولې لکه څنګه چې بني اسرائيلو خپلې ښځې منعه کړې وې.

روايت شوی دی چې د حميد ساعدي مور حضر محمد ﷺ ته ورغله او لاندې خبرې اترې يې ترمنځ وشوې:

اي د الله ﷻ پیغمبره! زه ستا سره لمونځ کول خوښوم.

نو پیغمبر ﷺ ورته وفرمايل: ستا لمونځ ستا تر نورو خونو په خپله خونه کې ښه دی او ستا لمونځ تر هغه لمونځ چې په کورني جومات کې يې ترسره کړې په کور کې ښه دی او ستا لمونځ تر هغه لمونځ چې په جامع جومات کې يې ترسره کړې په کورني جومات کې ښه دی.

 

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب