د ښه زوی ځینې ځانګړتیاوې

تر ټولو لومړی دغه مهم او اصلی ټکی باید ټولو زامنو ته د لمر په شان څرګند وی چه د پلرو او میندو سره ښه رویه کول، کومک کول، او نور ټول ښه او نېک کارونه کول باید یوازې او یوازې د الله(ج) د رضاء دحاصلولو په خاطر وی، او بس.

زه غواړم چه ګرانو زامنو ته ځنې ټکي په لاندې ډول سره وړاندې کړم:

۱- ښه زوی ته باید دغه حقیقت ښه معلوم وی چه د پلار او مور غوښتنې یوازې د اسلام په رڼا کې منل کېږی او له اسلامی حدودو څخه په هیڅ صورت کې باید تېری ونشی. که چېرې خدای ناخواسته د دوی د پلار او یا د مور غوښتنې د اسلام سره ټکر ولری، نو هغوی ته باید په ښه نرمه لهجه او حکمت سره د دغه مهم او اصلی ټکی یادآوری وشی چه د الله(ج) حکم تر بل هر حکم مشروعیت او برتری لری او دوی ته د دوی د غوښتنو د نه منلو په باره کې پوره وضاحت او قناعت ورکړل شی.
۲- ښه زوی د خپل پلار او مور ډېر قدر او عزت کوی. د هغه خبرو ته په اخلاص، صداقت او غور سره غوږ نیسی. د هغوی نصیحت په ډېر غور او فکر سره اوری او هغه بیا په خپل ژوند کې عملی کوی.
۳- ښه زوی د خپل پلار او مور سره په ډېره شیرینه، نرمه او خوږه لهجه خبرې کوی، او هیڅکله له دوی سره په لوړه، تونده، او بده لهجه خبرې نکوی.
۴- ښه زوی د بل چا پلار او مور ته هم احترام کوی، او هغوی ته په هیڅ وخت کې کنځاوې او بدې ردې نه وایی. ښه زوی پوهېږی چه د بل چا پلار او مور ته کنځاوې کول په حقیقت کې خپل پلار او مور ته کنځاوې کول دی. په بل عبارت که د چا زوی د بل چا پلار او مور ته کنځاوې وکړی، نو هغه بل سړی خو باالمثل کنځاوې دده پلار او مورته هم کوی.
۵- ښه زوی هر وخت د خپل پلار او مور خیریه کارو ته د امکان په صورت کې د دوی له مرګه وروسته هم دوام ورکوی. هغه ښه پوهېږی چه اوس همدغه جاریه صدقه د هغه پلار او مور ته په درد خوری او د هغوی د ثواب وسیله ګرزیدلی شی.
۶- ښه زوی خپل پلار او مور ته د ځان د پاره د واده کولو وړاندیز او خپله آمادګی په ښه ترتیب سره اظهار کوی. ښه پلار او مور د زوی په دغه کار ډېر خوښحاله کېږی. یعنې چه زوی پلار او مور ته پخپله ووایی چه ”زه اوس واده کولو ته تیاریم“، نو دغه خبره پخپله واده او د واده نور ټول کارونه ډېر په زړه پورې او آسانه کوی.
۷- ښه زوی د بابا، انا، کاکا، ترورۍ، ماما او د خپل پلار او مور د نورو خپلوانو سره هم ښه سلوک او رفتار کوی. د امکان په صورت کې د هغه ټولو سره هر ډول کمک هم کوی. ځنې زامن د خپل پلار، مور، خور او ورور نه بغیر نور خپلوان نه پېژنی.
۸- ښه زوی په ډېر شوق او علاقه په خپل وخت لمنځونه کوی، روژې نیسی، ذکات ورکوی او د توان په صورت کې حج کوی. د فطر صدقه، قربانی او نور لازم شیان ډېر په اخلاص سره په ټاکلي وختونو کې تر سره کوی. ځنې زامن په سختۍ د سهار لمانځه ته راپاڅېږی. پلار او مور هغه باید حتمی او ضروری لمانځه ته پاڅوی او په دغه حیصه کې هیڅ نوع ټنبلی د منلو وړ نده.
۹- ښه زوی د خپل پلار او مور د ریښتینو دوستانو سره هم د دوی په ژوند کې او هم د دوی له مرګه وروسته ښه چلند کوی. ښه زوی چه کله د پلار او مور ریښتني دوستان ووینی، د هغوی په لیدلو سره ډېر خوښحاله کېږی او په هغوی د خپل پلار او مور مینه ماتوی.
۱۰- ښه زوی خپل پلار او مور ته د اُف په اندازه هم څه نه وایی. پلار او مور چه کله زاړه شی، نو هغه ډېر ژر په ډېر کم شی هم خفه او هم خوښحاله کېږی. نو له دوی دواړو سره باید ډېر په احتیاط چلند وشی. دغه د اُف د کلمې په معنی زوی هغه وخت پوهېږی چه دی پخپله پلار شی، اما هغه وخت ډېر ناوخته شوی وی او پلار او مور یې له دغې فانی نړی څخه سترګې د ابد د پاره پټې کړی وی؛ نو ښه زوی ته لازمه ده چه هیڅکله د خپل پلار او مور په خدمت کې ناغیړي ونکړی، او هغه متل ته چه څه کرې، هغه به رېبې، ډېره پاملرنه وکړی. دغه حقیقت باید زوی ته معلوم شی چه په ریښتیا سره د اُف ویلو ګوزار د ټوپک له ګوزار څخه کم ندی، مګر متأسفانه زوی ته دغه د اُف کلمه دومره سخته نه ښکاره کېږی.
۱۱- ښه زوی خپل پلار او مور په ډېر خواږه او شیرین نامه یادوی. د مثال په توګه خپل پلار په دغه نامه سره لکه ابه، پلار جانه، کاکا جانه او کاکا شیرین او داسې نور، او خپلې مور ته لکه مورجانې، ادې، اده کې او داسې نور د مینې ډک نمونه اخلی.
۱۲- ښه زوی هیڅ وخت د پلار او مور نه مخ کې په لاره نه ځی. ښه زوی هر وخت له پلار او مور څخه یا شاته، یا د دوی تر څنګ روان وی.
۱۳- ښه زوی د خپل پلار او مور نه وړاندې په ځمکه یا چوکۍ نه کېني، یعنې تر هغو چه د دوی پلار او مور ولاړ وی، دوی هم ولاړ وی او نه کینی.
۱۴- ښه زوی خپل پلار او مور ته هم د دوی په ژوند او هم د دوی تر مړینې وروسته د زړه له کومی د مغفرت دعاګانې کوی. داسې نده چه یوازې پلرونه او میندې به خپلو زامنو ته دعاګانې کوی، او زامن به یې نکوی، نه داسې نده، دواړه طرفه یو د بل د مغفرت او رهنمایی دپاره باید دعاګانې وکړی.
۱۵- ښه زوی په هر کار کې د خپل پلار او مور سره مشوره کوی او پلار او مور په دغه کار له ده څخه ډېر خوښحاله کېږی، او په اکثره کارو کې پلار او مور ورسره موافقه هم کوی، اما د پلار او مور سره مشوره کول د دوی پلار او مور ته بې اندازې خوښحالي او امیدونه ورپه برخه کوی.
۱۶- ښه زوی هر وخت کوښښ کوی چه په هر مناسب فرصت او موقع کې خپل مور او پلار ته مناسبې تحفې واخلی. زوی ته باید دا معلومه وی چه د هغه د پلار او مور کوم شی خوښېږی او یا کوم شی ته ضرورت لری. ضرور نده چه تحفې د ډېرو پیسو ارزښت ولری، نه، شرط دادی چه د دوی خوښ او هغو ته ضرورت ولری.
۱۷- ښه زوی د پلار او مور دواړو خدمت په ښه شان کوی او د دوی په منځ کې فرق نکوی. البته دا معلومه خبره ده چه مور تر پلار یوه اندازه زیات حقونه لری، او پلار باید په دغه خبره خفه نه شی.
۱۸- ښه زوی د پلار، مور، ښځې او نورو دوستانو حقونه په ښه ډول پېژنی او هغه په صحیح ډول په عمل کې پیاده کوی. ښه زوی له واده کولو وروسته هم د خپل پلار او مور خدمت کوی. ځنې زامن د واده کولو وروسته باالکل تغیر کوی او د دوی چلند د خپل پلار او مور سره بدلیږی. ښه زوی باید پوه وی چه د هرچا حق معلوم دی او یو د بل حق ونه خوړل شی. یعنې پلار ځانته حق لری، مور ځان ته حق لری، او ښځه ځانته حق لری. ښه ځوی باید ټول د اسلام په رڼا کې خوښحاله وساتی.
۱۹- ښه زوی د خپل غیر مسلمان پلار او مور احترام او خدمت هم د اسلام په چوکاټ کې په ښه توګه اداء کوی. د هغه سره ډېره ښه رویه او چلند کوی، او د هغه ټول حقوق د اسلام په رڼا کې پر ځای کوی.
۲۰- ښه زوی باید کوښښ وکړی چه د خپل پلار او مور سره ډېر وخت تېر کړی او د دوی د زړه له ارمانو څخه ځان خبر کړی. د امکان په صورت کې د دوی خدمت په خپل لاس وکړی. هغه زامن چه له اوږدې مسافرۍ څخه وروسته وطن او کلی ته ځي ، هغه باید ډېر وخت د ملګرو په لیدنه، کتنه او بنډارو تېر نکړی، او کوښښ وکړی چه زیاتره وخت له خپل پلار، مور او د کورنۍ له نورو غړو سره تېر کړی.
۲۱- ښه زوی په خاص ډول د خپل پلار او مور د پاره په هره میاشت کې یوه اندازه روپۍ د کورنۍ د خرڅ څخه علاوه لېږی. په دغه روپیو پلار او مور ډېر خوښحاله کېږی. ډېر خلک دغسې فکر کوی چه د ټولو روپیو واکدار دوی دی او دغه کار ته ضرورت نشته، نه داسې نده، او دغه کار دوی ډېر خوښحال ساتی.
۲۲- ښه زوی که چېرې له وطن څخه لرې ژوند کوی، هغه باید هر کال د خپل پلار او مور د لیدلو د پاره لاړشی، ځکه پلار او مور د اولادو د جدایۍ څخه ډېر رنج وړی. ځنې خلک فکر کوی چه پلار او مور به په پیسو خوښحاله کړی، نه داسې نده، پلار او مور په پیسو نه خوښحاله کېږی او دوی هروخت د خپل زړه بېله شوی شیرینه ټوټه غواړی، او پلار او مور د خپل اولاد په لیدلو سره ډېر بې اندازې خوښحاله کېږی.
۲۳- ښه زوی د واده کولو په حیصه کې د پلار او مور مشورو ته ښه غوږ نیسی. واده کول د دوکان د سودا کولو څخه ډېر فرق لری. پلار او مور باید ډېر په صداقت او اخلاص سره د زوی د پاره د واده د پیدا کولو هلې ځلې وکړی. آخره فیصله به د زوی وی، مګر پیداکول به یې د پلار او مور وظیفه وی. پلار او مور باید د خپل زوی ګټې تر خپلو ګټو ښې وګڼي.

په پای کې زه د یوه زوی په حیث په ډېر اخلاص او صداقت سره د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم او د خپل مرحوم پلار، مرحومې مور او د نورو خلکو پلرو او میندو ته او ټولو مسلمانانو مړو ته د زړه له کومی د مغفرت دعاکوم او الله(ج) د هغه ټول د قبر له عذابه او د جهنم له اوره وساتی، او الله(ج) د دوی ټولو ته جنت الفردوس په نصیب کړی. آمین یارب العالمین.
همدارنګه زه په ډېره عاجزۍ سره یو ځل بیا د یوه پلار په حیث د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ لاسونه پورته کوم چه الله(ج) د زما ټولو اولادو او د نورو خلکو اولادو ته هدایت د نېکۍ وکړی، او الله(ج) د دوی ته په هر ځای، هروخت او هر حالت کې دنېکو کارونو د سرته رسولو او د بدو کارونو د نه کولو توفیق ورپه برخه کړی. الله(ج) د زموږه ټولو اولادونه، له موږه سره په صراط المستقیم برابر لری. آمین یارب العالمین.
هېره د نه وی چه الحمدالله تر دغې لحظې (۲۶-۸-۲۰۱۷) زه پخپله له خپلو ګرانو او شیرینو اولادو څخه د الله(ج) په فضل او مهربانۍ سره ډیر خوښحاله او راضی یم او زه ډېر په اخلاص او د زړه له کومی د دوی د دین او دنیا د ښه والي او کامیابۍ د پاره دعاګانې کوم. دوی تر اوسه پورې ماته هیڅ نوع تکلیف ندی راکړی، نو الله(ج) د دوی هم په دنیا او آخرت کې له ټولو تکلیفونو او زحمتونو څخه په خپل فضل او کرم سره وساتی. آمین، یارب العالمین، وسلام، په ډېره عاجزی او درناوی.
الله(ج) د په افغانستان اوپه ټوله نړی کې هغه صلحه راولی چه الله(ج) ته قبوله او منظوره وی. آمین، یارب العالمین.

عبدالله وردک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب