د ژوند مقصد څه شی دی؟

نوی اسلامي کال پيل شوی د خپل عمر قیمتي شېبو په اړه لږ  ډېر غور او فکر وکړئ، انسان باید د خپل ژوند په اړه سوچ وکړي چې دی چیرې ځي؟  دی خپل ګام د جنت خواته پورته کوي او که د جهنم خواته؟  د ځینو خلکو دا فکر وي چې الله جل جلاله دوی دکوم مقصد لپاره پیدا او دنیا ته یې را استولي دي؟ دا خلک بیا خپل اصلي مقصد نشي هېرولی ـ دوی سوچ کوي چې د هغه د مالک رضا په کوم شي کې نغښتې؟  څه باید وکړي؟ او آخرت (چې په سمه معنی د هغه استوګنه ده) هغه له ده څخه خرابیږي او که یې سم جوړوي؟  دا فکر باید هر انسان سره وي چې د خپل ژوند حساب او کتاب وکړي چې ما تېر کال کې یا تېر وخت کې څه ګټه او کوم تاوان وکړ؟ اوس چې د محرم میاشت پيل شوې نو ته باید پدې پوه شې، چې ستا د ژوند یو بل نوی کال او ورځې پيل شوي ته باید دا سوچ وکړې چې دتېر محرم څخه تر دې محرمه پورې چې پوره یوکال کیږي ته هم هغه پخوانی انسان یې او که خپل ژوند او حالاتو کې د بدلون لېواله یې.

اوس که پر تا ټول کال تېریږي او ستا په ژوند کې هیڅ بدلون ندی راغلی نو څومره د تاوان خبره ده چې یوکس بهر ملک ته د ګټې لپاره لاړ ـ هلته دیوه کال په پوره کېدو سره بیا هم ده هېڅ ګټه ونکړه نو څومره د محرومي او بدبختي خبره ده سوچ وکړئ چې تېرکال څومره خلک ژوندي ول او اوس څومره خلک ددې نړۍ څخه رخصت شول همدارنګه ټول خلک به یوه ورځ ددې نړۍ څخه ځي او هره ګړۍ ډیره قیمتي ده ـ

نو لږ تر لږ د هرکال په پیل کې دا درس حاصل کړئ چې آخر هم یوکال تېر شو خو بیاهم زه هغه پخواني حالت کې ولاړ یم کوم چې تېر کال کې ووم، یعنې له ګناه څخه مې لاس ندی اخیستی او یا هم هېڅ ښو خوا ته مې مخه نده کړې نو دغه کس باید د خپل راتلونکي ژوند ته ډېر متوجه شي او د نوي پيل او نوي کال لپاره ډېرڅه وکړي. نو دغه کس چې په ګناه اخته دی باید لږ غور وکړي چې آخر ترڅو به ژوندی وي او تر کومه به ګناه کوي آخر هم مرګ را درومي او دا  ژوند هرومرو ختمېدونکی ده.

استاد نورالله خان احمدزی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب