
دا ډیره سخته ده چې د ناوې په پلار باندې تاسې د خوښۍ او خوشحالۍ چیغې ووهۍ کله چې د هغه لور ورنه بیلیږي. د لور د بیلیدو درد زغمل هم ډیر دروند کار دی. ( یادونه: په هند او پاکستان کې رواج دا دی چې د لور په واده کولو باندې تقریبا اکثره لګښتونه د ناوي په پلار ورکول کیږي)
د مور له اړخه زما غور نیکه اوه لوڼې درلودي او زامن یې نه وو، هغه به شیدي او مستې خرڅولي تر څو خپله هر لور ځان سره حج ته یوسي او حج پرې ادا کړي، د وخت په تیریدو سره لوڼې یې واده شوي او په اخر کې دا سپین ږیری او بې وسه سړی په خپل اخرني عمر کې د یو ګونډې لور سره یوازې پاتي شو، کله یې چې لوراني په خپل وار سره واده کیدلې نو دا ډیر لوی کور ورته اخر کې تش معلومیده.
کله چې محمد صلی الله علیه وسلم د دې فاني نړۍ څخه سترګې پتې کړي، نو په مدینې منورې کې خاموشي هرې خوا خپره شوه، پر ټولو چوپتیا غالبه شوه، حضرت بلال رضی الله تعالی عنه دا هوډ وکړ چې نور به اذان نه کوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بیلیدو غم او درد یې ډیر زیات شو، دیته اړ شو چې مدینه پریږدي او د ډیر وخت لپاره مدینې ته راستون نه شي. څو کاله وروسته چې مدینې ته راغی نو د ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم لمسیانو دا اصرار کاوه چې هغه یو ځل بیا اذان وکړي، نو د ډیر ټینګار نه وروسته بلال رضی الله عنه اذان وکړ، د بلال رضی الله عنه د اذان ناره د مدینې هر کونج ته ورسیده، دې اذان یو ځل بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وخت یادونه را تازه کړل، خلک په منډه منډه د خپلو کورونو نه راووتل او د ټولو په سترګو کې اوښکي وي.
مونږ او تاسې به هرومرو یوه ورځ مړه کیږو، بیا به څوک زمونږ د قبرونو پر کتابونو څه نه لیکي، لکه څنګه چې اوس مونږ د یو بل د فیس بوک په دیوالونو باندې لیکو، په قبر کې به بیا زمونږ لیکل څوک نشي لوستلی لکه څنګه چې دلته فیس بوک کې خلک زمونږ لیکنې لوستلی شي. دلته په فیس بوک کې خلک زمونږ پر لیکنو تبصرې او تعلیق کولی شي خو په قبر کې بیا نه څوک تبصره کولای شی او نه تعلیق، کله چې مونږ دا نړۍ پریږدو او مړه شو، نو خلک به بیا دا بحث کوي چې دې فلانکي څه شی له ځانه وروسته پریښودل؟ او کله چې قبر کې کیښودل شو، نو ملایکې به وایې چې دي فلانکي څه شی له ځانه سره راوړی دی؟ مونږ دې لپاره ډیر اندیښمن او پریشانه یو چې څنګه او څومره شیان له ځانه وروسته خپلو وارثانو ته پریږدو، خو کله هم دا فکر نه کوو چې هاغې دنیا ته به څه شی له ځانه سره وړو.
په اخر کې غواړم ووایم چې خپل قیمتي وخت په عبس شیانو او ساعت تیرۍ کې مه مصرفوئ، د انټرنیټ او فیس بوک غلط او بې ځایه استعمال مه کوئ، زیات وخت تلویزیون ته کیناستلو نه ځان وساتئ او کوښښ وکړئ چې د خپلو عزیزانو او دوستانو پوښتنه وکړئ، په ځانګړي توګه د خپل پلار او مور، د خپل نیا او نیکه او دا هڅه وکړئ چې د هغوي ښه مرستندویان او ملاتړي ثابت شئ، یوازې او یوازې الله پوهیږي چې نور به تر کومه له مونږ سره ژوند وکړي او کله به خپلې سترګې د همیشه لپاره پټې کړي.