د ډي این ای DNA جوړښت او دنده

ډي این ای (DNA) څه شی دی؟

ډي این ای (DNA) د ډی اوکسی رایبو نیوکلیک اسید deoxyribonucleic acid لنډ ویونی یا مخفف ده. د ډی این ای د مالیکول یوه نزدی غیرمعمول ځانګړتیا دا ده چی ددی وړتیا لری چی پخپله د ځان د ترکیب synthesis رهبری وکړی.

د مایتوسیس mitosis او مایوسیس meiosis پروسه د ۱۸۷۰ او ۱۸۹۰ کلونو په بهیر کی وپېژندل شوه. پدی پروسه کی ولیدل شول چی کله چی حجری وېشل کیږی نو کروموزونه پکی د ننه په خوځښت راځی، ددی ټکی په اوریدو سره وګړی پدی فکر کی شول چی د دوی دنده به نو څه وی. دا ټکئ هم معلوم شو چی کروموزومونه د پروتینو او (DNA) څخه جوړ شویدی چی پدی اړه وګړو نزدی هیڅ معلومات نه درلوده.

همدارنګه وګړو ته شک پیدا شو چی ښایی کروموزونه په ارثیت کی څه رول ولری مګر دوی ونشو کولئ چی دا ټکئ روښانه کړی چی نوموړئ رول څه شی او څه ډول ده. هغه وخت چی پدی اړه کافی شواهد لاس ته راغلل او دا ټکئ تایید شو چی کروموزونه په حقیقت کی په ارثیت کی رول لری نو اکثره وګړی پدی فکر کی شوه چی په کروموزونو کی شته پروتینونه د ارثیت د موادو په توګه دنده تر سره کوی. وګړی پدی پوهیدل چی (DNA) هم په کروموزومونو کی شتون لری مګر دا چی د هغه جوړښت معلوم نه وه او وګړو د هغه په اړه ډېر معلومات نه درلوده نو لږ شمیر وګړو دا فکر کاوه چی DNA به ارثی مواد وی.

د پیاز د غوټې په څوکه کې د مایټوسیس عملیه

په ۱۹۲۸ کال کی ښاغلی فریدریک ګریفیت Frederick Griffith د سینه و بغل pneumonia په بکتریا او موږګ باندی یوه تجربه وکړه. دا لمړئ تجربه وه چی دا ټکئ یی وښوده چی DNA د ارثی ځانګړتیاؤ د کاپی (کود) کولو مواد genetic code material دی. د هغه د تجربی د لوستلو په موخه mouse button کیکاږئ. هغه پدی تجربه کی د سینه و بغل د مکروب یا سترپتوکاکس نمونیا دوه ډولونه یا نوعې وکارولې یو ښوی ډول یا “smooth” strain وه چی د پولی سکراید مادی پوسیله پوښل شوی وه او د همدی پوښ له کبله تر مکروسکوپ لاندی ښوی (لشم) ښکاریده، دوهم یی زیږ ډول یا “rough” strain وه چی نوموړئ پوښ یی نه درلود او له مکروسکوپ لاندی زیږ (غیر لشم) ښکاریده.

کله چی هغه د نوموړی مکروب ښوی ډول موږک ته پیچکاری کړ نو موږک په سینه وبغل اخته او مړ شو مګر کله چی یی د نوموړی مکروب زیږ ډول موږک ته پیچکاری کړ نو دا چی د بکتریا دا ډول په موږکانو کی د ناروغئ سبب نه کیږی، موږک ناروغه نه شو او ژوندئ پاتی شو. هغه پدی فکر شو چی ښایی د مکروب د پولی سکراید څخه جوړ شوی پوښ د ناروغئ لامل کیږی چی د تودوخی څخه نه اغېزمنه کیږی، لدی کبله هغه د نوموړی مکروب د ښوئ ډول د وژلو په موخه له تودوخی څخه استفاده وکړه او نوموړی وژل شوی مکروبونه یی موږک ته پیچکاری کړل.

ښاغلی ګریفیت پدی تجربه کی بریالی نه شو او وی لیدل چی نه هغه موږکان ناروغ شوه او نه ووژل شوه پدی ډول دا ټکئ څرګند شو چی نوموړئ پولی سکرایدی پوښ د ناروغئ لامل نه بلکه د حجری د ننه ځنی نور مواد د ناروغئ سبب دی. دا چی هغه پدی تجربه کی د مکروب د وژلو په موخه تودوخه کارولې وه او تودوخه پروتین تخریبوی نو هغه نظر ورکړ چی ښایی ځنی هغه پروتینونه چی د تودوخی پوسیله تخریب شوی دی د ناروغئ سبب وی. لدی وروسته هغه د تودوخی پوسیله د بکتریا د وژل شویو ښویو ډولونو او ژوندیو زیږو ډولونو یو مخلوط نورو موږکانو ته پیچکاری کړ چی ددی په پایله کی هم موږکان مړه شول، کله چی یی وژل شوی موږګان معاینه کړل نو په هغو کی یی د مکروب ښوی ډولونه وموندل. لدی وروسته ښاغلی ګریفیت نظر ورکړ چی د مکروبونو ژوندیو زیږو ډولونو د ښویو ډولونو څخه ارثی مواد جذب کړی او دا چی تودوخه پروتینونه تخریبوی نو پروتینونه په بکتریاؤ کی ارثی مواد ندی.

دی شواهدو وښودل چی نوموړی ارثی مواد DNA دی. د مکروبونو له یوه ډول څخه بل ډول ته بدلون یا ټرانسفارمیشن Transformation هغه پروسه ده چی د بکتریا یو ډول له بل ډول څخه ارثی مواد ځان ته جذبوی او پدی ډول په هغه ډول بکتریا بدلیږی چی ارثی مواد یی تری جذب کړی دی. دا چی هغه وخت د DNA په اړه معلومات لږ وه نو ساینس پوهان پدی اړه تر ۱۹۴۰ کلونو پوری په شک کی وه. په ۱۹۵۲ کال کی الفرید هرشی او مارتا چاسی Alfred Hershey and Martha Chase یوه ډېره مهمه تجربه وکړه چی ورته د هرشی – چاسی د تجربی “Hershey-Chase Experiment” نوم ورکړ شو. د هغوئ د تجربی د لوستلو لپاره د وایرس تڼئ “virus button” کېکاږئ.

دا هغه وخت وه چی وګړی پدی وپوهیدل چی ویروسونه له DNA (یا RNA) څخه جوړ او د یوی پروتینی مادی پوسیله پوښل شوی چی د کپسید capsid په نوم یادیږی. دا ټکئ هم څرګند وه چی ویروسونه د کوربه حیوان د حجری میتابولیک دندی پخپله غاړه اخلی، پدی ډول تکثر کوی او نور ویروسونه جوړوی. مونږ لدی سره بلد یو چی د هغه ویروسونو په اړه فکر او خبری وکړو چی زمونږ په بدن حمله او مونږ ناروغه کوی مګر د ویروسونو نور ډولونه هم شته چی حیوانات په ناروغیو اخته کوی، همدارنګه نور ویروسونه هم شته چی بوټی یا نباتات ناروغه کوی، حتی داسی ویروسونه هم شته چی بکتریا منتن او ناروغه کوی. هغه ویروس چی بکتریا منتن او په ناروغئ اخته کوی بکتریوفاژ bacteriophage یی بولی دا نوم لدی کبله ورکړ شوی چی کله نوی ویروسونه د بکتریا د حجری څخه بهر وځی نو د بکتریا حجره له منځه ځی.

ددی لپاره چی دا کارونه ټول سرته ورسوی نو باید ویروس خپل ارثی کود یا viral genetic code د کوربه حیوان بدن ته داخل (پیچکاری) کړی. پدی ډول وګړی پدی وپوهیدل چی د ویروس د کاپی (کود) کولو ارثی مواد یا DNA او یا د هغه پروتین ده چی کپسید capsid یی بولی. هارشی او چاسی Hershey and Chase پدی لټه کی وه چی دی پوښتنی ته ځواب ومومی چی د ویروس DNA او که د هغه پروتینی پوښ یا کپسیډ capsid د کوربه بکتریا بدن ته داخل (پیچکاری) او د ویروس د ارثی کاپی (کود) د موادو په ډول کار کوی؟ دی پوښتنی ته د ځواب موندلو په موخه هغوئ دواړو د Escherichia coli یا په لنډ ډول E. coli په نوم په یوه بکتریا او د T2 په نوم په یوه ویروس باندی تجربه وکړه، نوموړئ ویروس یو ډول بکتریوفاژ ده چی E. coli اخته او ناروغه کوی ( E د یوه ساینس پوه د نوم لنډ ویونئ یا مخفف ده چی Escher نومیده).

لاس ته راغلی T2 ویروس د نورو ویروسونو په څېر د DNA او پروتین یوه ټوټه یا crystal ده پدی اساس باید هغه د ځان په څېر د نورو ویروسونو د جوړولو لپاره د E. coli د ننه ژوند وکړی. کله چی نوی منځ ته راغلی T2 ویروسونه د خپل کوربه E. coli حجره پریږدی (او د نورو ای کولای بکتریاؤ د اخته کولو په موخه بهر وځی) نو د نوموړی بکتریا حجره له چاودنی سره مخ او بکتریا وژل کیږی (لدی کبله ورته د بکتریوفاژ نوم ورکړ شوی ده). نوموړو دوه ساینس پوهانو دا نتیجی لاس ته راوړی چی د ویروس پروتینی مواد نه بلکه د هغه DNA د ارثیت د کود کولو مواد Genetic code material دی.هارشی او چاسی رادیواکتیو کیمیاوی مواد پدی موخه وکارول چی د T2ویروس د ننه پروتینی کپسید protein capsid او DNA (په نښه) او د هغو ترمنځ توپیر وکړی او پدی ډول معلوم کړی چی د E. Coli حجرو ته کوم مواد ننوتلی دی. دا چی ځنی امینو اسیدونه د خپل څنګ په ځنځیرونو کی سلفر لری نو که T2 د راډیواکټیو سلفر سره یوځای د E. Coli د ننه وده وکړی سلفر به د T2 د پوښ د پروتین سره یوځای او هغه به هم راډیواکټیو شی.

دا چی DNA پخپلو فاسفیټ (–PO4) ګروپونو کی زیاته اندازه فاسفورس phosphorus لری نو نوموړی فاسفورس به هم د ویروس د DNA سره یوځای او هغه به هم راډیو اکټیو شی. نوموړو دواړو ساینس پوهانو په دوه لوښو (ظرفونو) کی T2 ویروسونو ته وده ورکړه چی یو یی په راډیواکټیو سلفر او بل یی په راډیواکټیو فاسفورس په نښه شوی وه چی پدی ډول یو په راډیواکټیو سلفر او بل په راډیواکټیو فاسفورس په نښه شوی T2 ویروس لاس ته راوړی. لدی وروسته یی نوموړی نوی لاس ته راوړی راډیواکټیو T2 ویروسونه په بیلو بیلو لوښو کی یواځی د لس دقیقو لپاره کېښودل. دا لس دقیقی ددی لپاره وی چی هغوی ته فرصت ورکړی چی خپل ارثی مواد بکتریا ته د ننه (پیچکاری) کړی مګر تکثر پکی ونکړی. په بل ګام کی یی چی نوموړی ویروسونه لا په ځانګړو لوښو کی وه، د پخلنځی په یو میده کوونکی یا kitchen blender کی ښه وښورؤل چی د ویروسونو هغه برخی تری وڅنډی چی د ای کولای بکتریا د ننه نه بلکه په بهرنئ سطحه یی نښتی دی. هیله یی دا وه چی دا کار به د ویروس د پروتین او DNA د برخو ترمنځ توپیر وکړی.

لدی وروسته یی هر مخلوط په سنتریفیوج کی واچاوه او سنتریفیوج یی کړ چی پدی ډول دروند بکتریا (د ویروس له ټولو هغه برخو سره چی د هغو حجری ته ننوتلی وه) له هغه مایع محلول څخه بیل کړی چی پکی اچول شوی وه (چی د ویروسونو هغه برخی هم پکی شامل وی چی بکتریا ته ننوتلی نه وی). سنتریفیوج ددی لامل کیږی چی درانده بکتریا د ټیوب بیخ ته ښکته کړی چی هلته یوه کتله یا pellet جوړوی او کم وزن لرونکی ویروسونه چی باقی پاتی شوی په مایع برخه کی معلق یا ځوړند پاتی شی چی د supernatant په نوم یادیږی. لدی وروسته په بل ګام کی یی کتله یا pellet او supernatant له ټیوبونو څخه بهر کړل او د راډيواکټیو فعالیت د شتون لپاره یی معاینه کړل. دوی راډیواکټیو سلفر په مایع یا supernatant برخه کی وموندل چی ددی ټکی څرګندؤنه کوی چی د ویروس پروتین د بکتریا د ننه ندی ننوتلی.

راډیواکټیو فاسفورس یی د بکتریاؤ په ښکته شوی برخه یا bacterial pellet کی وموندل چی ددی څرګندؤنه کوی چی د ویروس DNA د بکتریا د ننه ته ننوتلی ده. ددی لاس ته راغلیو نتیجو په بنسټ نوموړو دوه ساینس پوهانو نظر ورکړ چی د ارثیت مواد DNA دی او د ډېرو وګړو د باور خلاف پروتینونه ندی. کله چی د هغوئ تجربه خپره شوه او بلاخره وګړو ومنله چی ارثی مواد DNA دی نو ګڼ شمېر سیالئ پدی موخه پیل شوی چی لمړئ د DNA کیمیاوی جوړښت کشف کړی.
هغه څه چی معلوم وه هغه دا چی DNA یوه نایتروجن لرونکی قلوی nitrogenous base لری. دا نایتروجن لرونکی قلوی په دوه ډوله دی چی له پیریمیدین Pyrimidine او پیورین Purine څخه عبارت دی.

Pyrimidine
(6-member ring of C & N) Purine
(that + 5 member ring of C & N)
cytosine guanine
thymine in DNA
uracil in RNA adenine

نیوکلیوساید هر نایتروجن لرونکی قلوی د رایبوز د قند د یوه مالیکول سره تړلئ ده (چی په DNA کی یو اکسیجن تری ویستل شوی یا منفی شوی ده) چی پدی ډول په ATP کی د ادینوسین په څېر یو نیوکلیوسایډ جوړوی.
هر نیوکلیوسایډ د فاسفیت د یوه ګروپ سره تړلی (یا په اړیکه کی) ده چی پدی ډول د ادینوسین مانوفاسفیت په څېر یو نیوکلیوتاید جوړوی (او د فاسفیت د نورو ګروپونو د ورزیاتیدو پوسیله تری ATP جوړیږی).
وګړی همدارنګه پوهیدل چی نیوکلیوتایدونه د DNA د جوړولو په موخه د دیهایدریشن د ترکیب یا Dehydration synthesis له لاری سره اړیکه لری مګر د هغو دقیق جوړښت او ترتیب ورته معلوم نه وه.

نیوکلیوتاید

ډی اوکسی نیوکلیوتاید
د ۱۹۵۰ کلونو په لمړیو وختونو کی یوی انګلیسی میرمن چی روسالیند فرانکلین Rosalind Franklin نومیده، د DNA په ګډون د بیلابیلو موادو د کرستلونو د ایکس په ژوندیو وړانګو یوه څېړنه (ریسرچ) کوله او لدی وروسته یی د ایکس د وړانګو فوتوګرافیک فلم د ایکس وړانګو ته مخامخ کاوه (دا پروسه د ایکسری کریستلوګرافی په نوم یادیږی). هغی دا مطالعه کول چی څه ډول د ایکس وړانګی د بیلابیلو موادو په کرستلونو کی خپریږی (له بده مرغه چی هغه لدی ډېر ژر وروسته د سرطان د ناروغئ له کبله مړه شوه که نه نو هغه به ډېره مشهوره وه).

د لینس پاولینګ په څېر نورو وګړو هم هڅې کولی چی د DNA جوړښت روښانه کړی. جیمزواټسن James Watson یو ځوان امریکایی ساینس پوه دا وخت په انګلیند کی وه او له یوه بل ځوان څېړونکی (ریسرچ کوونکی) سره یی کار کاوه چی فرانسیس کریک Francis Crick نومیده. یو بل وګړی دوی دواړو ته د فرانکلین د DNA د ایکسری کریستلوګرافئ تصویرونه وښودل، د هغی د تصویرونو په لیدو دوی د دی وړ شوه چی معلوم کړی چی د DNA جوړښت د دوه ګونی حلقی double spiral یا دوه ګونی کوایل Double helix په ډول ترتیب شوی ده.

واټسن او کریک د فرانکلین د معلوماتو په بنسټ په ۱۹۵۳ کال کی یوه پاڼه خپره کړه او په هغی کی یی د تیورئ په ډول د DNA د جوړښت په اړه وړاندیز او شرحه وړاندی کړه. لدی وروسته د ګڼ شمیر وګړو پوسیله څېړنی وشوی چی یواځې د هغوئ نظریی یی پیاوړی کړی، د فرانکلین د لابراتوار څخه د لاس ته راغلیو یادښتونو او اټکلونو په بنسټ سړئ وییلی شی چی په غالب ګمان هغه په څو ورځو کی همدی نتیجی ته رسیده چی د نوموړو دواړو ساینس پوهانو په خپره شوی پاڼه کی څرګنده شوی وه. واټسن او کریک د دی جوړښت د کشف په بدل کی په ۱۹۶۲ کال کی د نوبل جایزه لاس ته راوړه. ددی وخت په لړ کی روسالیند فرانکلین په ۱۹۵۸ کال کی د تخمدان د سرطان ovarian cancer له کبله مړه شوه چی په غالب ګمان د ایکس د وړانګو سره د هغی د کار له کبله ورته پېښ شوی وه. دا چی د نوبل جایزه د وګړی د مړینی وروسته نه ورکول کیږی نو اکثره وګړو فکر کاوه چی که هغه تر اوسه ژوندئ وای نو د نوبل د جایزی کمیټې به پدی جایزه کی شامل کړی وه.

دوه ګونی حلقه:

ډی این ای DNA یوه دوه ګونی حلقه ده. بهرنئ څنډه یی د رایبوز د شکری د مالیکولونو او فاسفیت ګروپونو څخه جوړه شوی چی په ترتیب یو رایبوز او یو فاسفیت پکی شامل دی. دواړه حلقی یو دبل په برعکس مسیر حرکت کوی (چی یوه یی ښکته خوا او بله یی پورته خوا ځی). نایتروجنی قلوی یی پدی ډول د ننه واقع دی لکه د ځینی پایی یا rungs چی په زینه ladder کی دی. په یوه خوا کی یی ادینین Adenine او په بله خوا کی یی تایمین thymine د هایدروجن د رابطی پوسیله ورسره یوځای کیږی (په RNA کی ورسره یوراسیل uracil یوځای کیږی) او سایتوسین له ګوانین سره یوځای (جوړه) کیږی. په یاد مو وی چی د سایتوسین او ګوانین ترمنځ د هایدروجن دری رابطی او د ادینین او تایمین ترمنځ یواځی دوه رابطی شتون لری چی دا رابطی یی په غلط ډول له یوځای کیدو څخه ژغوری.

نوموړی رابطی ښیی چی هغوی څنګ په څنګ سره یوځای کیږی مګر د مالیکول د ننه د هغوئ د ترتیب په اړه هیڅ نه وایی. واټسن او کریک څرګنده کړه چی ښایی د مالیکول د ننه دا توپیرونه د ارثیت د کاپی (کود) کولو د توپیرونو سبب وی. ددوی موډل هم ښایی ددی سبب وی چی څه ډول DNA تکثر کوی. دوی څرګنده کړه چی یو مالیکول تری جدا او بل نوی قلوی پکی اضافه کیږی او پدی ډول دوه نوی مالیکولونه جوړوی. هغوئ دا تکثر د نیمه محافظوی تکثر یا Semiconservative replication په نوم یاد کړ ځکه هر نوی مالیکول یی د DNA یوه پخوانئ او یوه نوی حلقه لری. تکثر DNAد

ډی این ای لمړئ RNA کاپی (کود) کوی او لدی لاری د پروتینو ترکیب کاپی (کود) کوی. داسی چی لمړئ د DNA کود د RNA په کود بدل یا Transcribe کیږی، چی تر دی دمه هم د ناتیروجنی قلوی موادو په ژبه ده يواځی په یو توپیر چی په RNA کی (د تایمین په ځای) په DNA کی ادینین له یوراسیل سره یوځای کیږی. لدی وروسته د RNA کود د پروتین کود ته بدلیږی چی بل ډول ژبه ده. پدی پروسه کی رایبوزومونه او دوه ډوله RNA شامل دی چی د mRNA او tRNA په نوم یادیږی. mRNA د DNA څخه د اړتیا وړ جین کاپی (کود) کوی او tRNA د نیوکلیوتایدونو ځانګړو ګروپونو ته د ځانګړو امینواسیدونو سره سمون ورکوی. په tRNA باندی د دری نیوکلیوتایدونو یو یونټ یو امینو اسید کاپی (کود) کوی. نوموړئ هر واحد (یونټ) د انتی کودون anticodon په نوم یادیږی. په mRNA باندی د نوموړو دری نیوکلیوتایدونو دا سمون د کودونو codons په نوم یادیږی پدی ډول امینواسیدونه په صحیح ترتیب منظم او پروتین جوړوی. رایبوزوم د mRNA او tRNA سره په ګډه کار کوی چی امینو اسیدونه له یوبل سره يوځای او پروتین جوړ کړی.
لاندی لیست د mRNA کودونونه او هغه امینواسیدونه ښیی چی دوی یی کاپی (کود) کوی.

Second Base
U C A G
F
i
r
s
t

B
a
s
e U UUU Phe UCU Ser UAU Tyr UGU Cys U T
h
i
r
d

B
a
s
e
UUC Phe UCC Ser UAC Try UGC Cys C
UUA Leu UCA Ser UAA Stop UGA Stop A
UUG Leu UCG Ser UAG Stop UGG Trp G
C CUU Leu CCU Pro CAU His CGU Arg U
CUC Leu CCC Pro CAC His CGC Arg C
CUA Leu CCA Pro CAA Gln CGA Arg A
CUG Leu CCG Pro CAG Gln CGG Arg G
A AUU Ile ACU Thr AAU Asn AGU Ser U
AUC Ile ACC Thr AAC Asn AGC Ser C
AUA Ile ACA Thr AAA Lys AGA Arg A
AUG Met
or Start ACG Thr AAG Lys AGG Arg G
G GUU Val GCU Ala GAU Asp GGU Gly U
GUC Val GCC Ala GAC Asp GGC Gly C
GUA Val GCA Ala GAA Glu GGA Gly A
GUG Val GCG Ala GAG Glu GGG Gly G
د بدلون او ژباړی پرکټیسTranscription and Translation Practice

لاندی د ځنی غلطو (ناصحیح) پروتینونو د DNA یو جین ده. د DNA کود یی د RNA کود ته بدل (ټرانسکرایب) کړئ او وروسته د RNA کود د امینواسیدو ترتیب ته وژباړئ. ددی موخه یواځی دا ده چی تاسو د دری تورو کود قبول کړئ او پدی ډول د “sta” کود د پیل کولو یا START لپاره او “sto” د درؤلو یا stop لپاره وکاروئ.

د RNA کودونونه به څه شی وي؟

د امینواسیدونو ترتیب به يي څه ډول وی؟ په یاد مو وی چی د “sta” کود د پیل کولو یا START او د “sto” کود د درؤلو یا stop لپاره وکاروئ.

د جوړښت بدلونونه یا میوټیشنونه Mutations ښایی د نیوکلیوتایدونو په ترتیب کی د بدلون له کبله منځ ته راشی. د جوړښت ځنی بدلونونه Mutations ښایی د نورو په پرتله ډېر اغیز ولری او لدی سره تړاؤ لری چی نوموړی بدلونونه د کود په کوم ځای کی دی، همدارنګه نوموړئ ځای د کاپی (کود) لپاره څومره اهمیت لری.
مګر لدی سره سره په ځنی ځایونو کی د جوړښت دا بدلونونه (میوټیشنونه) د جینونو په ځنی برخو کی لږ اغیز لری، د بیلګی په ډول sickle cell anemia یواځې په یوه نیوکلیوتاید کی د بدلون mutation له کبله منځ ته راځی. دا بدلون په اړونده ساحه کی شته کودون بدل او بل ډول امینواسید کاپی (کود) کوی چی نوموړئ بدلون پخپل وار د وګړی د وینی د هیموګلوبین د مالیکول شکل بدلوی.

کله چی ځنی ویروسونه (په ځانګړی ډول د یاغی چیچک Chicken Pox او یخو ټپونو یا Cold Sores د ویروسونو په ګډون د Herpes ویروسونه) زمونږ بدن ته د ننه شی نو خپله DNA زمونږ د حجرو DNA ته د ننه کوی او زمونږ د پاتی ژوند لپاره زمونږ په حجرو کی میشت کیږی. دوی کولی شی چی بیرته فعال او وګړی بیا ناروغ کړی (مثلا په هغه ناروغ دانی راوخیژوی چی مخکی په یاغی چیچک اخته شوی وه) یا (د نورو وګړو د اخته کولو په موخه) د ناروغئ د څرګندو نښو نښانو د شتون پرته د ناروغ د بدن څخه بهر شی (د بیلګی په ډول د مانونیوکلیوزیس Mononucleosis ویروس). د سرطان ځنی ډولونه هم ښایی پدی ډول منځ ته راشی. د بیلګی په ډول کافی شواهد شته چی د تناسلی سیستم د زخو genital warts (چی د human papillomavirus, HPV له کبله منځ ته راځی) او د رحم د عنق یا سرویکس د سرطان cervical cancer ترمنځ اړیکه څرګندؤی.
د ایډز ویروس په بل ډول عمل کوی. دا ویروس د DNA په ځای RNA لری مګر کله چی د یوه وګړی حجری ته د ننه شی نو برعکس کاپی یا reverse transcription کوی، داسی چی د DNA د جوړولو لپاره د هغه RNA کاپی (کود) کوی، کاپی شوی ډی این ای DNA پخپل وار کولئ شی چی د نورو ویروسونو د جوړولو لپاره کودونه یا کاپی ګانی وکړی.

جینیتک انجینری ښه ده که بده ؟

اوس مونږ دا پوهه او وړتیا لرو چی له یوه ژوندی موجود څخه بل ژوندی موجود ته جینونه ولیږدؤؤ چی یو لړ فایدی پکی نغښتی ښکاری مګر یو لړ ستونزی هم ښایی ورسره یوځای وی چی په راتلونکی کی به معلومی شی. دا چی دا طریقه ډېره نوی ده او کافی وخت یی نده شوی نو ساینس پوهانو دا فرصت نده موندلئ چی په اوږد مهال کی په ارثی (جینیتیکی) ډول د اصلاح شویو ژوندیو موجوداتو genetically-modified organisms (GMOs) اغیزی مطالعه او په اړه یی پلټنی وکړی.

• ګڼ شمیر درمل اوس په جینیتیکی ډول د اصلاح شویو ژوندیو موجوداتو GMOs څخه جوړیږی. د بیلګی په ډول پخوا انسولین د هغه حیواناتو د پانقراص څخه اخیستل کیده چی د غوښې لپاره به حلال شوی وه. مګر اوس دا درمل په لوی شمیر د هغه بکتریاؤ څخه جوړیږی چی د هغوئ په کروموزومونو کی د انسولین جین ور داخل شوی ده. لدی تخنیک څخه په استفادی سره د درملو جوړولو کمپنئ کولئ شی چی ژر ډېر انسولین جوړ کړی. د تیوری له نظره ښایی پدی ډول تولید شوی انسولین ښه صاف او خالص وی – هغه وګړی چی د خوګ د غوښی سره حساسیت لری او نشی کولئ چی د خوګ څخه جوړ شوی انسولین pig insulin واخلی نو ښایی پدی طریقه له جوړ شوی انسولین څخه ګټه واخلی (مګر ځنی وګړی ښایی د نوموړی بکتریا د هغه برخو سره حساسیت ولری چی په تصفیه شوی انسولین کی موجود دی). پدی کی شک نشته چی په پرتلیز ډول په لږ وخت کی منځ ته راغلئ دی ډول انسولین ، د ګڼ شمېر وګړو ژوند ژغورلئ ده – هیله کوو چی نالیدلی، اوږدمهالی ناوړه اغیزی یی په وروسته وخت کی تر سترګو نشی.

• تجربی روانی دی چی په جنیتیکی ډول د اصلاح شویو ویروسونو څخه د سیستیک فایبروزیس cystic fibrosis په څېر د هغه ناروغیو د درملنی په اړه څېړنی وکړی چی ارثی منشاء لری. پدی ډول درملنه کی د هغه ویروس څخه استفاده صورت مومی چی زمونږ سږی منتن او په ناروغئ اخته کوی. داسی چی د ویروس هغه جینونه پکی ساتل کیږی چی زمونږ حجری اخته کوی او هغه جینونه یی ټول تری ویستل کیږی چی مونږ ناروغه کوی، لدی وروسته نوموړئ انسانی جین د ویروس د جینونو حوړښت یا Genome ته دننه کیږی چی په نورمال ډول په انسان کی شتون نلری او د سیستیک فایبروزیس ناروغی نښی نښانی له منځه وړی. وروسته دا ویروسونه پدی ناروغئ د اخته وګړی په سږو کی شیندل کیږی او فرصت ورکول کیږی چی د هغه د سږو حجری اخته یا منتن کړی.

کله چی نوموړئ نورمال جین د هغه حجرو جنیتیکی جوړښت ته ننوځی چی د وګړی د سږو په داخلی سطحه کی واقع دی نو نورمال کار کوی او د سیستیک فایبروزیس نښې نښانی له منځه ځی. مګر دا درملنه تل پاتی نده ځکه یواځی د حجرو یوه طبقه پری ککړه شوی وی، کله چی نوموړی طبقه له منځه لاړه او په ځای یی بله طبقه منځ ته راشی نو نوی طبقه نوموړی جنیتیکی کود نلری چی د سیستیک فایبروزیس د جین ستونزه حل کړی نو پدی بنسټ باید هغه وګړئ په جنیتیکی ډول نور اصلاح شوی ویروسونه تنفس کړی. سره لدی چی دا تخنیک ډېر هیله بخښونکئ او ژوند ژغورونکئ بریښی مګر تر دی دمه د هغی د اوږدمهالو اغیزو او خوندیتوب په اړه معلومات شتون نلری.

• باسیلس تورینجینسیس Bacillus thuringiensis (BT) د هغه بکتریا یو ډول ده چی د سل پښې لرونکئ چینجیو caterpillars (چې کروندګر ورته پیشکې وایی) ځنی ډولونه اخته (منتن) کوی (په یاد مو وی چی caterpillars چی لوی شی نو په پتنګ (پروانه) یا مضرو خزنده ګانو Moths بدلیږی). د خزنده ګانو یو ډول د سل پښې لرونکی چینجئ یا کټر پیلار لرونکو جوارو د بوټو لپاره یوه لویه بلا (آفت) ده مګر که انسانان یی د خوښی خواړه ورته په یواځی ډول کښت یا Monoculture کړی نو د خزنده ؤ هر ډول ډېر بریالی راځی.

د یو شمېر کلونو په بهیر کی اوس وګړی پدی پوه شوی چی په ځنې حالاتو که باسیلس تورینجینسیس صحیح استعمال شی نو د کټرپیلار ډولونه منتن او د انسان له خوا د جوړو شویو خزنده وژونکو کیمیاوی موادو پرته هم هغه وژلئ شی. په وروستیو وختونو کی د کیمیاوی موادو د جوړولو یوی امریکایی کمپنئ دا نظر ورکړ چی د جینیتیکی انجینرئ پوسیله به داسی جوار (Corn) جوړ کړی چی د باسیلس توریجینیسیس جینونه به لری، دا د هغه وګړو لپاره یو زیرئ وه چی د کروندی په کاروبار بوخت او د جوارو لويي لويي کروندی یی درلودی. دا چی جوار باد وهی او ګرد یی په نورو بوټو پریوځی نو پدی بنسټ ډېر ګرد تولیدوی چی د باسیلس توریجینیسیس جینونه لری پدی بنسټ ګڼ شمیر ساینس پوهان پدی فکر دی چی ښایی دا جوار د سیمی د پتنګانو (پروانه ؤ) په پرګنو اغیزی ولری. ځنی څېړنو (ریسرچونو) ښودلی چی کله چی دا ګرد په شاوخوا کټرپیلار لرونکو بوټو کښينی او کټرپیلار یی وخوری نو د مړینی کچه یی لوړیږی (پدی بنسټ د ښو کټرپیلارونو د بیلګی په ډول د Monarch شمېره لږ ده).

باور کیږی چی په جوارو کی د باسیلس توریجینیسیس دا جینونه په هغه وګړو او رمو (پسونو او میږو) ناوړه اغیزی نلری چی نوموړی جوار خوری مګر په اوږد مهال کی پدی اړه ازمیښتونه ندی شوی. نوموړی کمپنئ دولت هم پدی قانع کړئ چی هغه جوار له داسی نښې پرته مارکیټ ته وړاندی کړی چی دا څرګندوئ چی هغه د جینیتکی انجینرئ پوسیله جوړ شوی دا ځکه چی که تاسو ته خوښه درکړل شی او پدی پوه شئ چی دا جوار د جینیتیکی انجینرئ پوسیله تولید شوی نوښایی هغه ونه پېرئ. سربیره پردی نوموړی کمپنئ پدی جوارو کی داسی جینونه هم ځای په ځای کړی چی پخپله د هغو د مرګ سبب کیږی چی پدی ډول کروندګر هغه له یوه کال څخه بل کال ته زیرمه نه کړی او د هغو په ځای نور تخم واخلئ. د کښت د لوی کاروبار لپاره دا کار یوه کوچنئ اغیزه لری مګر د کوچنی کروندی یا د هغی کروندی لپاره دا یوه لویه بلا ده چی یواځی د یوی کورنئ لپاره وی. د پیسو د ساتلو په موخه کوچنی کروندګر ډېر ځل د کښت په موخه د یوه کال تخم راتلونکی کال ته ساتی پدی بنسټ که دوی همدا د جنیتیکی انجینرئ پوسیله جوړ شوی جوار کښت هم نکړی نو د څنګ د کروندی څخه یی ګرد پری پریوځی او د کښت وړ ژوندی تخم تری لاس ته نه راځي.

• همدی کمپنئ یو بل نظر هم وړاندی کړ هغه دا چی د هغه کبانو څخه به جینونه واخلی چی په یخو اوبو کی ژوند کوی او رومی بانجانو کی به یی د ننه (Transplant) کړی، پدی ډول به داسی رومی بانجان تولید کړی چی یخ وزغملئ شی، دی کمپنئ بیا دولت پدی قانع کړ چی په نوموړو رومی بانجانو داسی نښه ونه لګوی چی وښیی چی هغه د جینیتیکی انجینرئ پوسیله تولید شوی او د کبانو جینونه لری، پدی ډول به تاسو دا خوښه ونلرئ چی څه شئ باید وخورئ. په ډېره لږ کچه به دا کار هغه وګړو ته یوه ستونزه وی چی سابه خوړونکی (Vegetarian) دی او نه غواړی چی کبان وخوری. یوه شدیده اغیزه یی ښایی دا وی چی هغه وګړی چی له کبانو سره حساسیت لری نو لدی ډول رومی بانجانو سره به هم حساسیت ولری او په پایله کی به یی روغتون ته لاړ شی (یا به یی حالت خراب شی). یوځل بیا باید وویل شی چی د دولت له خوا د منظورولو مخکی د نوموړو رومی بانجانو ازمیښتونه ندی شوی او په اوږد مهال کی یی په انسانانو باندی د اغیزو (یا نورو اغیزو) په اړه معلومات شتون نلری.

• همدا کمپنی یو ډول ګیاه وژونکی مواد herbicide هم جوړوی چی په پراخه کچه تری استفاده کیږی او یوه نظریه یی وړاندی کړی چی د جینیتیکی انجینرئ له لاری به داسی پنبه، سویابین او نور پیداوار لرونکی بوټی جوړ کړی چی نوموړی ګیاه وژونکی مواد herbicide به پری اغیز نلری. پدی ډول به کروندګر وکولئ شی (یا به مجبور وی) چی خپل تخمونه له همدی کمپنئ نه واخلی او وروسته له همدی کمپنئ نه ګیاه وژونکی herbicide هم واخلی او پخپلو حاصلاتو باندی یی وشیندی او له نوموړو موادو څخه د خوندی حاصلاتو پرته نوره ګیاه پری له منځه یوسی او په یو وخت خپلی پیسی د نوموړي شرکت په جیبونو کی واچوی. لمړنیو څېړنو ښودلی چی دی مقاومو جینونو لا پخوا سیمی ته لار موندلی او د سیمی حاصلات یی نوموړو ګیاه وژونکو موادو ته مقاوم کړی دی، مګر په اوږد مهال کی یی په انسانانو، نورو حیواناتو او په عمومی ډول په چاپیریال باندی د اغیزو په اړه معلومات شتون نلری.

• په زړه پوری ټکئ دا ده چی نوموړی شرکت د متحدو ایالتونو دولت پدی قانع کړی چی د هغی په جنیتیکی ډول تولید شوی ژوندی موجودات یا GMOs د پلورلو، کښت کولو او خوړلو لپاره خوندی (بی ضرره) دی او لدی سره په یو وخت یی دولت پدی هم قانع کړی ده چی وګړی باید پدی پوه نشی چی څه خوری چی دا کار په نورو سیمو کی صحیح نده. څومره چی ما اوریدلی، د نړئ په ګڼ شمیر نورو هیوادونو کی ددی کمپنئ د تخمونو پیرل غیرقانونی دی او په ګڼ شمیر سیمو کی په خوراکی توکو داسی نښه لګول کیږی چی په جینیتیکی ډول پکي شته ژوندی موجودات معلوم وی.
په جینیتیکی ډول د اصلاح شویو خوراکی توکو په اړه د نورو معلوماتو لپاره Dr. Fankhausers’s Web page on that topic وګورئ.

سرچینیReferences :
• Berkow, Robert, ed. 1999. The Merck Manual. 17th ed. Merck, Sharp & Dohme, Rahway, NJ.
• Borror, Donald J. 1960. Dictionary of Root Words and Combining Forms. Mayfield Publ. Co.
• Campbell, Neil A., Lawrence G. Mitchell, Jane B. Reece. 1999. Biology, 5th Ed. Benjamin/Cummings Publ. Co., Inc. Menlo Park, CA. (plus earlier editions)
• Campbell, Neil A., Lawrence G. Mitchell, Jane B. Reece. 1999. Biology: Concepts and Connections, 3rd Ed. Benjamin/Cummings Publ. Co., Inc. Menlo Park, CA. (plus earlier editions)
• Marchuk, William N. 1992. A Life Science Lexicon. Wm. C. Brown Publishers, Dubuque, IA.

ژباړن: ډاکټر فیض الله ثاقب

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب