د چاپيريال په ساتنه کې د ښځو ونډه

که چيرې د چاپيريال په ساتلو کې د ښځو ونډه په نظر کې ونيسو نو د دوی ځواکمني کوم چې په نړی کې دوام لري د ځمکې پر مخ د ټولو انسانانو د توانمندی سره برابره ده

البته د ښځو د رول په هکله بېلابېل نظريات وړاندې شويدي څينې پوهان چې د چاپيريال په ساتلو کې د ښځو نظرياتو ته لوړوالی ورکوي پدې باور دي چې ښځې يوازې د ښځوالی په سبب د نارينه وو نه زيات د چاپيريال په ساتلو کې هڅه کوي مګر يوه بله ډله پوهان پدې باور دي چې د ښځې نه يوازې د ښخه په عنوان بلکې د هغې تجربو په اساس چې د طبيعي سرچينو او د اړونده مديريت په برخه کې يې لري د نارينه ووڅخه زيات د چاپيريال په ساتنه کې رول لوبولی شي.

د مور غيږ د روزنې لومړنی مدرسه ده سربېره پردې چې هر ماشوم د ښو او بدو الفباوو تر څنګ نور څه هم زده کوي، ښځې په عينې وخت کې د چاپيريال سره نږدې اړيکې لري په مستقيم او غير مستقيم ډول د هغې نه برخمن کيږي په ځای ده چې ښځې چاپيريالي ژوند ته ځانګړي پاملرنه کوي ښځې کولی شي چې د خطر نه ډک کارونه د محيط اړوند ته بدلون ورکړي.

که چيرې ښځې د چاپيريالي ستونزو او شخړو او د هغې په مقابل کې د لارو چارو نه خبرې شي ډير تاثير به يې په ماشومانو ،د کورنی غړو او د دوی شاو خوا اوسيدونکي باندې وي دوی کولی شي چې سربېره پر ماشوم روزلو او ساتلو د کور دننه او دباندې کارونو باندې د يو ساتونکي په حيث دندې ترسره کولی شي اما ډير اړين رول په چاپيريال ساتنه کې د ښځو په لاندې ډول دي.

۱. ښخې راتلونکي نسلونو ته د چاپيريالي فرهنګ د ليږ اصلي عاملې دي پدې ډول چې ښځې د خپلو اولادونو روزنه اوپالنه د دوی په غاړه ده،د ماشوم د پيدا کيدو سره سم د ژوند کولو لارې چارې ، فرهنګ ، رسم او محيط سره اړيکې د خپلې مور څخه زده کوي. څه ډول چې د ژوند کولو فرهنګ د ښځو په منځ کې عام شي او ښځې د اکو سيستم توانمندی وپيژني په هغه صورت کې کولی شي چې دغه معنوي ميراث خپلو اولادونو ته وليږدوي .

۲. ښځې چې د کور سمبالښت مديريت په واک کې لري کولی شي چې د کور او محل د چاپيريال ساتونکي و اوسي.

۳. ښځې د اضافي لګښتونو مخنيوي کوونکي دي په همدې دليل ښځې د کور په اداره او د ماشومانو په ساتلو او روزلو کې رغنده رول لري، طبعيتا دلږ مصرف فرهنګ چې ځانګړی رول پدې برخه کې لري د ښځو په وسيله منځته راځي.

۴. که چېرې ښځې د اوبو د مصرف په برخه کې د مناسب فرهنګ څخه برخمنې شي د کورنی د نورو غړو ته ددې فرهنګ په لېږد سره کولی شي په کال کې زرګونه ليتره اوبه په خپل کور کې صرفه جويي کړي.

۵. د کاغذي رومالونو او لاس پاکونو او دېته ورته نورو کاغذونو کارولو کې کموالی او صرفه جويي کول.

۶. په کورنو کې د ځمکې لاندې اوبو د ککړتيا د مخنيوي په موخه د درملو پر ځای د نورو سيمه يزو دوديزو موادو کارول.

۷. په کورونو کې دبرېښنا لږ استعمال چې پدې توګه د سلفر دای اکسايد کچه را کميدای شي.

۸. د پلاستيک او يو وار مصرف لوښو مخنيوی او يا لږ کارول چې وروسته بيا دهغې د تجزيې لپاره ۵۰۰ کاله لازم دي که چيرې د هغې نه په کمه اندازه کار واخيستل شي د چاپيريال په ساتنه کې به ډيره مرسته وکړای شي.

که چېرې ښځې د کور نظافت (پاکوالی) ، د موټر مينځل د پيل نه د زبالو د حل لارې چارې او د دوهم ځل لپاره د هغې کار اخيستنه ، د کرنې لپاره دکورنی سرې ( کوډ) تيارول او ګټه اخيستنه او داسې نور پروګرامونه چې دچاپيريال ساتنې په هکله په لاره واچول شي چې تر ډيره بريده محيطي ستونزې حل کيدای شي.

اما دې ډول موخو ته درسيدو لپاره او د ښځو ځواکمنول شايد ډيرې ستونزې ولري تر ټولو اړين يې دا چې ښځو ته نن ورځ د نړی په ډيرو هيوادونو کې د چاپيريال او نورو کارونو کې کمه ونډه (سهم) ور کول دي له همدې کبله د دوی زده کړې محدودې دي دليل يې دادی چې ښځې د کور د کارونو او نورو فعاليتونو له امله نشي کولی چې زيات وخت د محل په کارونو ، د کلي او زراعت په چارو کې بوخت کړي نو ځکه يې زده کړې نيمګړي دي په همدې وجه که ډله ييزې ارتباطي وسايل په تېره بيا راډيو او تلويزيون پدې برخه کې د ښځو لپاره زيات پروګرامونه او علمي مطالب ترتيب او نشر کړي دابه د چاپيريال ساتنه کې د ښځو په پوهه باندې يو سرمايه ګذاري شوي وي.

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب