سیاست او دولت

د چارو بشپړوونکی (اجرائيه) قوه څه ته وايي؟

د چارو بشپړوو نکی (اجرائيه) ځواک

ولسمشر يا لومړی وزير چې د کابينې د غړو په ګډون حکومت بلل کيږي د چارو د بشپړوونکي ځواک په نوم ياديږي . د کابينې شمېر او دندې، واکونه او ګرمتياوي د قانون له لارې برابريږي . حکومت هغه مهال قانوني اعتبار تر لاسه کوي چې له ملي شورا څخه د باور رایې تر لاسه کړي .

دغه کړنه په هر هيواد کې د څېرې له مخې بيل، بيل ډولونه لري . خو حکومت په ټولنیز او ځانګړي توګه ملي شورا ته ځواب ورکوونکی دی .

د حکومت سترې دندې په دې ډول دي : د قوانينو اوکړنلارو د اومونمونوجوړول . د کورني او باندني سياست د تګ لارې مسوده، د پرمختیايي، اقتصادي او ټولنیزو پلانونو جوړول او بشپړول، د دولتي بودجې وړاندې کول او تر سره کول، په ټول هيواد کې د امنيت ټېنګښت او د ټولو هيوادوالو د قانوني ازاديو او حقونو خوندي ساتل، د باندنيو مناسباتو او کړو وړو برابرونه او لارښوونه .

 د سياسي اړېکو ټېنګښت، د باندنيو هيوادونو او نړيوالو څانګو سره د تړونونو لاسليک . د چارو د ښه پر مخ بيولو لپاره د ت لارو جوړول او منل  دي  .  .  .

–  د ژوند اخلاقي ارزښت د دندو د سرته رسولو د شمېر پر تله تلل کيږي . « موريس مترلينګ »

– له چارو او خدمت کولو پرته په نړۍ کې بل داسې شی نه شته چې انسان دې د هغه لپاره ژوند وکړي . «ولينګټون »

– چارې پېژندنه د داسې پلاسټر په شان ده چې د بدن اخلاقي جوړښت يې سره کوشېر کړی دی . « مادام جيمسون »

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: