د ځینو لوېدیځو ملکونو څو مخیزه سیاست!

که چېرې تاسې د نړۍ اوسني سیاست ته، ښه متوجه شوي وای، نو دا به درته څرګنده شي، چې ځینې لوېدیز ملکونه، په نړۍ کې څو مخیزه سیاست چلوي. غواړم، دغه موضوع ته په لاندې توګه، اشاره وکړم:
الف – امریکا، او د لوېدیزې اروپا ملکونه، د خپلو ملکونو د وګړو په هکله، ډېر د منلو وړ سیاست، پر مخ بیایي. په دغه ملکونو کې، ټاکنې ډېرې شفافې، رڼې، او له درغلیو پاکې وي. د ټاکنو نتیجه، هم بیا ډېر ژر اعلانیږي.
مخالف سیاسي ګوندونه، ټول په یوه آواز سره، د ټاکنو پایله مني، او ټول بریالي نوماند ته، خپله مبارکي وړاندې کوي، او بریال سیاسي ګوند، د خپل زړه حکومت جوړوي.
د یادولو وړ ده، چې د دغو ملکونو ټول وګړي د قانون په وړاندې یو شانته مسىٔولیت لري، او هېڅوک هم له قانون څخه، لوړ نشي ګڼل کېدلای، او قانون په ټولو یو شانته عملي کیږي.
همدارنګه، د اداري فساد، او رشوت مخنیوی، په ښه ډول تر سره کیږي، او امنیتي ارګانونه، د خلکو د امنیت په هکله، شپه او ورځ، هلې ځلې کوي.
ب – همدغه د امریکا، او لوېدیزې اروپا ملکونه، بیا یو او بل ته، متقابل احترام لري. یو د بل په داخلي چارو کې هېڅ نوعه لاسوهنه نه کوي، او یو له بله سره ښې سیاسي، تجارتي، او اجتماعي، اړیکې لري.
ج – همدارنګه، د دغه غربي نړۍ ځینې ملکونه، بیا د هغو ملکونو د مشرانو په جنایتونو، او کمیو، سترګې پټوي، چې هغوی د دوی ګټې خویندي ساتي.
د یادونې وړ ده، چې د لوېدیزې نړۍ ځینې ملکونه، د خپلو ګوډاګیانو دپاره ډېر تبلیغات کوي، چې تر څو له هغوی څخه کاغذی قهرمانان جوړ کړي. دوی ته د خپلو رسنیو پذریعه، ښه کمپاین کوي، او هغه په ډېر کم وخت کې، د کاذب شهرت لوړ مقام ته رسوي.
د – همدغه د لویدیزې نړۍ ځینې ملکونه، بیا، د هغو ملکونو مشران، چې د دوی خوښ نه وي، په رنګارنګ دسیسو او بهانو، هغوی د خپل ملت په وړاندې، لومړی تجرید، او بې قدره کوي، او بیا یې تر سختو پرله پسې ګوذارونو لاندې نیسي.
د یادولو وړ ده، چې د لوېدیزې نړۍ ځینې ملکونه، د هغو ملکونو د مشرانو په هکله، چې د دوی خوښ نه وي، د هغوی د ځپلو لپاره، له دغه لاندې وسیلو څخه کار اخلي:
۱ – د بشر د حقونو بهانه:
کله چې د غربي نړۍ ځینې ملکونه وغواړي، چې د یوه ملک واکمن، تر فشار لاندې راولي، نو د بشر د حقونو مسىٔله ورته راپورته کړي، چې تر څو د نړۍ نورو ملکونو ته، نوموړی واکمن، د بشر د حقونو ناقض معرفي کړي.
د یادولو وړ ده، چې متأسفانه، د دغه ملکونو واکمن، پدغه مسىٔله کې تر یوې اندازې پړ هم دي، چې باید داسې نه وای.
۲ – د ښځو د حقونو بهانه:
د غربي نړۍ ځینې ملکونه، هر وخت د ښځو د حقونو مسىٔله، د هغو ملکونو د واکمنو، چې د دوی خوښ نه وي، او په ځانګړې توګه، د ځینو اسلامی ملکونو د واکمنو په خلاف، کاروي.
۳ – د اقتصادي بندیزونو وسیله:
که چېرې، د یوه ملک واکمن، د ښځو د حقونو په مسىٔله کې راګیر نشو، نو بیا په هغه ملک، اقتصادي بندیزونه لګوي. دغه اقتصادي بندیزونه، بیا د ملت وګړي، له فقر، او ستونزو سره مخامخ کوي.
۴ – د جنګسالارۍ مسىٔله:
هغه واکمن، چې د دوی د خوښې کارونه، سر ته نه رسوي، نو بیا هغه، د جنګسالار په نامه، د هغوی خلکو ته معرفی کوي.
۵ – د آی ام اف وسیله:
که چېرې، دغه ذکر شوو فشارونو کار ورنکړ، نو بیا د آی ام اف، له لارې، لا زیات فشار ته ادامه ورکوي.
۶ – د دېموکراسۍ بهانه:
که نوره بهانه پیدا نه شي، نو بیا دوی دغه ملکونه، د دېموکراسۍ په نه لرلو متهم کوي، او پدغه ډول غواړي، چې هغه ملکونه تر لا زیات فشار لاندې راولي.
۷ – د تېرورېزم بهانه:
که چېرې هنوز هم، د هغه ملک واکمن، د دوی خبرې ته غوږ ونه نیوه، نو بیا، دوی دغه بهانه ورته لټوي، چې دغه واکمن، د دوی په اصطلاح، له تروریستي ډلو ملاتړ کوي، او غواړي، دغه واکمن، ددې لارې را ګونډه کړي.
۸ – د کودتا وسیله:
که چېرې، دغه ټولو فشارونو، کار ورنکړ، نو بیا، د هغه واکمن، د چپه کولو دپاره، نظامي کودتا په لاره اچوي.

د پام وړ ټکي:
د دغه ټولو بهانو او وسیلو، د خنثٰی کولو یوازینۍ لاره، د حقیقي اسلامی نظام پیاده کول دي، او بس.
هغه عزت او حق، چې انسان ته، په اسلام کې ورکړل شوی دی، هغه باالکل ساری نلري. په اسلام کې هېڅوک، یو پر بل برتري نلري، مګر په تقواء سره. نو په اسلامی نظام کې خو، د انساني حقونو د نیوکو، کوم سوال نه پیدا کیږي، او دا ځکه، چې په اسلام کې الحمدلله، د هرچا دپاره، حق معلوم دئ.
همدارنګه، هغه حقونه، چې ښځو ته، په اسلام کې ورکړل شویدي، هغه په بل هېڅ ځای کې ندي ورکړل شوي.
په اسلامی نظام کې باید، واکمن ډېر عادل او د انصاف خاوند وي، او هغه د خپل ملک د ټولو وګړو، خدمتګار وي.
د کودتا، خو هېڅ سوال نه پیدا کیږي. دا ځکه، چې د ملک واکمن، به د هغه ملک ټولو پرګنو ته په یوه سترګه ګوري، او خپل ځانونه به د خپلو خلکو، خدمتګار ګڼي. د خپلو وګړو په هکله، به هېڅکله د مور او میرې معامله نکوي.
نو د اسلامی ملکونو، واکمنو ته لازمه ده، چې دوی باید په حقیقی بڼه، اسلامی نظام پخپلو ملکونو کې عملي کړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب