د ځوانانو ستونزې او د حل لارې

افغانستان د تېرو شا او خوا څلور لسیزو جګړو او کورنیو نا خوالو له امله نه یوازې په سیاسي،اقتصادي او ټولنیز ‌‌‌‌‌‌ډګر کې زیانمن شو، بلکې پدې موده کې د هېواد تر ټوله ستره پانګه یعنې ځوانان مو هم له هر پلوه زیانمن شول چې له هغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د ځوانانو بې سوادي، بې کاري او ډله ډله بهر ته کډوال کیدل، د دوی په ژوند کې یوه ستره ستونزه بلل کیږي.
 

ځوان کهول د ټولنې د ملا د تیر او یوه داسې ځواک حیثیت لري چې د هیواد د روښانه راتلونکي په جوړولو کې رغنده او د پام وړ ونډه لري، ځوانان کولای شي د تعلیم او زده کړې له لارې هغه ناخوالو او نیمګړتیاوو ته د پای ټکی کیږدي چې دا څو لسیزې موږ ورسره مخ یو،.د افغانستان د نفوس شا او خوا 65 سلنه ځوانان جوړوي چې عمرونه یې له 15 څخه تر 25 کالونو پورې دي، خو له بده مرغه هغه استانتیاوې او فرصوتونه چې باید په یوه ټولنه کې د ځوان کهول لپاره برابر شي، زموږ په هیواد کې نه یوازې برابر نه دي چې آن ځوانان له ګڼو نورو ستونزو سره هم لاس او ګریوان دي.

موږ په داسې یوه ټولنه کې ژونده کوو چې ځوانان پکې تر ډیره بریده نه یوزازې خپل لګښتونه پرې کوي چې آن ډېر وخت د بشپړو کورنیو لګښت هم د ځوانانو په غاړه وي، له همدې امله ځوانان اړ دي د خپل ځان او خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو د حل لپاره په هر ډول چې وي کار وکړي او زیار وباسي.

په افغانستان کې له اقتصادي ستونزو ور ها خوا، د ځوانانو نورې ستونزې هم د یادولو دي، چې له دې ستونزو څخه په مخدره توکو د هغوی اخته کیدل، له زده کړې سره سره وزګارتیا، بهرنیو هیوادونو ته په قاچاقي ‌‌‌‌‌‌ډول تلل، او د امنیتي وضعیب خرابیدل، هغه موارد دي چې تر ډیره بریده یې په افغانستان کې د ځوان نسل لپاره سرخوږی رامنځ ته کړی.
که څه هم ځوانان د شمیر له مخې اکثریت دي او هر حکومت ورسره د ملاتړ ژمنه کوي، خو له بده مرغه هغه بنسټیز کارونه چې د ځوانانو لپاره باید وشي،لکه د بیکارۍ ورکېدل او هغوی ته د لوړو زده کړو د زمینې برابرول تر اوسه هم نه دي ترسره شوي چې دا په خپله د ځوان نسل د روحیې کمزوري کولو سبب ګرځي.

بل خوا هر کال په زرګونو ځوانان د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو له بېلابېلو څانګو څخه فارغیږي چې باید په دولتي یا خصوصي سکتور کې په دندو وګمارل شي، خو متاسفانه دلته څه په حکومتي او څه په غیر حکومتي ادارو کې د دوی دجذب ظرفیت نشته او ځوانان د میاشتو او کلونو لپاره بې دندې او وزګار پاتې کیږي، چې دا یو لویه ستونزه ده او باید د دې ستونزې د له منځه وړو لپاره د حل لار و لټول شي ترڅو نوي فارغ شوي ځوانان مو د کړو زده کړو څخه ناهیلي نشي.
په اداراتو کې ځوان کهول ته ونډه ورکول کولای شي ډیری ستونزې حل کړي او د مراجعینو کارونه په کم وخت او پرته له کومې ستونزې تر سره کړي. د ځوانانو د ښو کړونو ډیرې بیلګې لرو چې خپل صداقت او خپلې دندې څخه یې ناوړه ګټه نه ده پورته کړي.

لکه څنګه چې په لومړی کې یادونه وشوه ځوانان په هر ‌‌‌‌‌‌ډګر کې د پام وړ ونډه لوبولی شي، نور خو پرېږده آن په سیاسي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې هم ځوانانو رغنده رول لوبولی او په دې وروستیو کې یې ښې او مثبتې پایلې هم څرګندې شوې دي او ثابته شوې چې په هره هغه اداره کې چې ځوانان یې مشري په غاړه لري، تر هغو ادارو ښه خدمات وړاندې کوي چې د چارو مشري يې د ځوانانو په غاړه نده.

ځوان نسل کولای شي په ټولنه کې ډیرو شته ستونزو لکه تعصب او داسې نورو ستونزو ته چې د قومونو تر منځ د بې اتفاقۍ سبب ګرځي په ښه توګه د پای ټکی کیږدي او د ورورولۍ په فضا کې د هیواد ملي ګټو او هیوادوالو ته د ښه چوپړ جوګه شي.

نو د دولت او مشرانو څخه مو غوښتنه داده چې په هیواد کې د ځوان کهول ستونزو ته د پای ټکی کیږدي او د هیواد په سیاسي، ټولنیزاو اقتصادي ډګر کې ونډه ورکړي او د لوړو او مسلکي زده کړو زمینه د هیواد په ګوټ ګوټ کې ورته برابره کړي تر څو په راتلونکي کې هیڅ ځوان د زده کړو محروم نه وي.

فرهاد مندوزی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب