د پيازو ۶ ګټې چې مخکې ترې نه وي خبر

پخوا به خلکو د طبیعي ناروغیو او د دردونو په درملنه له طبیعي توکو ګټه اخیسته – هم ارزانه هم اسانه – ځکه هغه مهال درمل جوړونه نه وه، چې بې کیفیته درمل نه وو، ناروغۍ هم کمې وې، او د ناروغیو پروړاندې د انسانانو مقاوت ډېر و. خو اوس، موږ که معمولي هم پر سر درد شي، ډاکټر ته مو منډه اخیستې وي، او ډاکټران هم ماشاء الله یو پنډ دوا درته کتار کړي، درد آراموونکي درمل خوړل خو د ډاکټر له مشورې پرته هسې هم خورو! د روغتیايي چارو اړوندې “بولډ سکای” په نامه وېبپاڼې یو راپور خپور کړی، چې وايي مېوې، سبزیجات او موجوده بوټي تر ډېره په هر کور کې موندل کېږي، چې د ډېری ناروغیو او دردونو دوا دي، د بېلګې په توګه پیاز: هېڅ داسې پخلنځی نه شته، چې پیاز پکې نه وي، ځکه چې په هر ډول خوړو کې کارول کېږي، خو ګڼ کسان یې د تریخوالي له کبله نه خوښوي. د پیازو ۶ اصلي ګټې په لاندې ډول دي:

۱. د پیازو اوبه او “جوس” د التهاباتو ضد ځانګړتیاوې لري، په پوستکي کې کوچنۍ سوځېدنې جوړوي، تازه پیاز میده کړئ او پر سوځېدلي ځای یې وموښئ، درد آراموي او ژر یې رغوي؛

۲. د پیازو اوبه د حشراتو چیچلي ځای د درد آراموونکې ده، د تازه پیاز اوبه وباسئ او د پوستکي پر چیچل شوي ځای یې وموښئ؛

۳. پیاز پښو کې د ټپونو د درملنې لپاره هم ګټور دی، هغه ټپ چې معمولاً د پښې په شاتنۍ برخه کې راڅرګندېږي او د (پښې د مېخ) په نامه یادېږي، د پیازو ټوټه پرې وموښئ، ډېر ژر یې له منځه وړي؛

۴. پیاز د بدن د حرارت لوړه درجه هم راټیټوي. که مو تبه شوه، د پیازو ټوټې له خوب کولو مخکې پخپلو جورابو کې کېږدئ، داسې چې د پښې پر تلې مو پیاز ښه ونښلي، دا کار د بدن د حرارت لوړه درجه راټیټوي، او له پښې نه مو زهر زبېښي؛

your ads

۵. که چېرې مو زړه بدېږي (کانګې) درځي، نو د پیازو دوه قاشوغې اوبه وڅښئ، کانګې مو دروي او زړه بدوالی مو کموي؛

۶. که مو وېښتان ژر نه راشنه کېږي، هره ورځ د پیازو اوبه پر خپل سر وموښئ، او په شامپو له مینځلو وړاندې یې د یوڅه وخت لپاره پرېږدئ، پیاز د وېښتانو فولیکولونه هڅوي، او په چټکۍ د وېښتانو وده ډېروي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب