د پولیو له ویروس سره د سرطان درملنه ممکنه ده

د پولیو ویروس د خپل زیانونو له امله ټوله نړۍ کې مشهوره ده او د انسانانو لپاره عذاب ګڼل کیږي خو اوس روغتیايي کارپوهانو له دې ویروس سره د دماغي رسولي (ګلایوبلاسټوما) د مهلکې ناروغۍ درملنه ممکنه کړه.

امریکايي رسنیو په وینا د دماغۍ رسولۍ په ناروغۍ اخته دوه کسانو درملنه د پولیو ویروس په مرسته وشوه چې له هغې وروسته ډاکټرانو دغه دوه ناروغان له سرطان څخه پاک اعلان کړل.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د پولیو ویروس په سرطاني حجراتو کې شته مالیکولونو سره یو ځای کیږي کوم کې چې ګلایوبلاسټوما هم شامل وي.

روغتیايي کارپوهانو له خاصې عمليي وروسته دغه ویروس بدن ته داخل کړ. دغه ویروس سرطاني رسولي ته تر رسیدو وروسته د بدن روغ حجراتو ته له زیان رسولو پرته د سرطاني حجراتو په له منځه وړلو پیل وکړ چې له دې سره د ناروغ د بدن دفاعي نظام په فعالیت پیل وکړ او سرطاني رسولي په له منځه وړلو باندې بوخت شو.

د ډیوک پوهنتون د مالیکول جنیټکس برخې پروفیسر او سرجن ډاکټر میتاس ګرویمر ۱۵ کاله وړاندې د پولیو ویروس سره د سرطاني رسولي له منځه وړلو نظریه وړاندې کړی و چې دغه نظریه د نورو روغتیايي کارپوهانو له مخالفت سره مخ شوی و.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب