معاملات

د پور (قرض) په اړه نبوي لارښووني

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: له امن وروسته خپل ځانونه په ویره کې مه اچوئ، هغوی وویل: هغه څنګه يارسول الله؟ هغه وویل: په «پور» سره. عن عقبة بن عامر رضي الله عنه ’أنه سمع النبي صلى الله عليه وسلم يقول: لا تُخِيفوا أَنْفُسَكُمْ بَعْدَ أَمْنِهَا قَالُوا : وما ذاكَ يا رَسُولَ الله قَالَ: ( الدَّيْنُ ). رواه أحمد، یعني په پور سره د انسان ارام ژوند په ویره او ډار بدل شي
دا نبوي لارښوونه زما له پاره بیخي عجیبه ده، د دې مبارک حدیث خارجي بيلګي نن سبا بیخي زیاتي لیدل کیږي، د حدیث مطلب دا دی چې په پور سره د سړي ارام او د امن ژند په وېره او ډار بدل شي، دا خبره بیخي کره ده، که یو څوک په پور پرې کولو کې تکړه وي او یا تکړه نه وي دواړه چې کله پور وکړي ارام ژوند یې له اندیښنو او سوچونو ډک شي، د پور پرې کولو اراده چې یې پیاوړې وي هغه پور پرې کولو ته اندیښمن وي او چې په پور کې کمزوری وي هغه دروغو پلمو او له پوروړي ځان پټولو ته په فکر او اندیښنه کې وي. د دې ستر نبوي وصیت په اړه څو نوري خبري هم باید روښانه کړو.

لومړۍ: له چا نه پور اخيستل د علماو په اتفاق روا ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله قرض اخیستی و، په دې اړه په مسلم او بخاري کې د ابو هریرة رضي الله عنه روایت راغلی ده.

دویمه: قرض ورکول مستحب کار دی او ډېر ثواب لري، لکه د صحیح مسلم په روایت کې راغلي: څوک چې د خپل ورور د دنیا یوه ستونزه حل کړي الله به یې د اخرت له ستونزو یوه ستونزه حل کړي، او څوک چې تنګلاسي ته اساني ورکړي الله به هغه ته په دنیا او اخرت کې اساني ورکړي. عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعاً : من نفس عن أخيه كربة من كرب الدنيا نفس الله عنه كربة من كرب يوم القيامة ’ ومن يسر على معسر يسر الله عليه في الدنيا والآخرة.

دریمه: مسلمان ته مناسب ده چې له پوره ووېرېږي او تر څو یې سخته اړتیا نه وي باید قرض ونه کړي، ځکه قرض کول او پرېکول اسانه کار نه دی او قرض د سړي ژوند په زور کوي، لکه په حدیث کې چې تېر شول. او د بخاري او مسلم په روایت کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم به هروخت په لمانځه کې دا دعا کوله: یا الله! زه له پور او ګناه نه پناه غواړم، یو چا ورته وویل: یا رسول الله! ته هروخت له پور نه پناه غواړې؟ هغه ورته وویل: کله چې سړی پوروړی شي په خبرو کې دروغ وایي او چې وعده وکړي مخالفت یې کوي. عن عائشة رضي الله عنها أن رسول الله كان يدعو في الصلاة:

« …اللهم أني أعوذ بك من المغرم والمأثم ” فقال له قائل:ما أكثر ما تستعيذ من المغرم ؟ فقال:” إن الرجل إذا غرم حدث فكذب ووعد فأخلف ».

په پور اخیستلو کې باید ډېر زیات اتیات وکړل شي، ځکه په حدیث کې راغلي یوه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: یا رسول الله! که زه د الله په لاره کې ووژل شوم نو ګناهونه به مي معاف کیږي؟ رسول الله ورته وویل: هوکي، که ته د الله په لاره کې ووژل شوې، صبر دي کړی وي، د ثواب نیت دي وي، د شا له خوا نه، مخامخ ووژل شې، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: تا څه وویل؟ هغه وویل: که زه د الله په لاره کې ووژل شوم نو ګناهونه به مي معاف کیږي؟ رسول الله ورته وویل: هوکي، که ته د الله په لاره کې ووژل شوې، صبر دي کړی وي، د ثواب نیت دي وي، د شا له خوا نه، مخامخ ووژل شې، خو چې د چا پور نه وي درباندې. ځکه ما ته جبريل علیه السلام دا خبره وکړه.

قال رجل للنبي صلى الله عليه وسلم:أرأيت إن قتلت في سبيل الله تُكفر خطاياي ؟.فقال له النبي صلى الله عليه وسلم: «نعم إن قتلت في سبيل الله وأنت صابر محتسب مقبل غير مدبر».ثم قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «كيف قلت ؟». قال:أرأيت إن قتلت في سبيل الله تُكفر خطاياي ؟ فقال له النبي صلى الله عليه وسلم:«نعم إن قتلت في سبيل الله وأنت صابر محتسب مقبل غير مدبر،إلا الدين،فإن جبريل عليه السلام قال لي ذلك ».أخرجه مسلم.

په بل حدیث کې راغلي دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د چا روح چې له بدنه داسې حال کې بېله شي چې هغه له دریو شیانو پاک وي نو جنت ته به ننوځي، هغه دری شیان: کبر، د غنیمت غلا او پور ده. عن ثوبان مولى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن رسول الله صلى الله عليه وسلم أنه قال: « من فارق الروحُ الجسدَ وهو برئ من ثلاث دخل الجنة من الكبر،والغلول،والدين ».

محمد بن عبد الله رضي الله عنه وایي: د جنازو کېښودلو ځای کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ناست و، اسمان ته یې سر پورته کړ، بیا یې سترګي ټیټي کړې، او لاس یې په تندي کېښود. ویې ویل: سبحان الله! سبحان الله! څومره سختي راښکته شوه!، محمد وایي موږ سره بېل شوو او غلي شوو، سبا مي له رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې هغه سختي څه شی وه چې راښکته شوه؟ هغه وویل: هغه سختي د پور په اړه وه، زما دي په هغه ذات قسم وي چې زما ځان یې په واک کې دی که یو سړی د الله په لاره کې ووژل شي بیرته راژوندی شي، بیا ووژل شي بیا راژوندی شي، او بیا ووژل شي او په هغه پور باندې وي تر هغو به جنت ته داخل نه شي څو یې پور پرې نه کړل شي.

عن محمد بن عبدالله بن جحش رضي الله عنه قال : كان رسول الله صلى الله عليه وسلم قاعداً حيث توضع الجنائز فرفع رأسه قبل السماء ، ثم خفض بصره ، فوضع يده على جبهته. فقال : سبحان الله ‍‍‍!‍ سبحان الله ما أنزل من التشديد‍ !، قال : ففرقنا وسكتنا ’ حتى إذا كان الغد سألت رسول الله صلى الله عليه وسلم فقلت : ما التشديد الذي أنزل؟ قال : في الدين، والذي نفسي بيده لو قتل رجل في سبيل الله ثم عاش، ثم قتل ثم عاش،ثم قتل وعليه دين ما أدخل الجنة حتى يُقضى دينه.

نن سبا په ټولنه کې د پور موضوع یوه لویه ستونزه ګرځیدلې ده، ټولو اوریدلي دي چې په تجارت کې زیاتي ګټي دي، تجارت برکتي او خوندور کار دی او تجارت … او په دې نه دي خبر چې تجارت یو فن او دقیق مسلک دی هرڅوک نه شي کولی ګټور تجارت مخته بوځي، په تجارت کې آن تخصصي زده کړې کیږي خو زموږ خلکو کې ډېری ناخبره او کشران ځوانان په ناکامه طریقه تجارت ته لاس واچوي، په لوړه بیه په پور څه شی واخلي د هغه په خرڅولو کې تاوان وکړي او بیا په نابلدتیا سره کار پیل کړي، وروسته له پورونو لاندې شي او بیا له مختلفو ستونزو او شخړو سره لاس او ګريوان شي، دا ډول ناسنحیده او بې پروګرامه کارونه دنیوي تاوانونه هم لري او ورسره شرعي مخالفتونه هم رامنځته کیږي، په دې اړه څو په زړه پوري نبوي لارښووني رااخلم، او په عملي کولو کې یې د دین او دنیا دواړو ګټي نغښتي دي.

څلورمه: د پور په باره کې سستي او بې پروایي او د پور ادا کولو غم او اندیښنه نه کول شرعاً ناروا او حرام کار دی، بلکي دا کار له لویو ګناهونو بلل شوی دی، او په دې کار په حدیثو کې وعيد راغلی دی، په دې اړه څو حدیثونه دلته رااخلم:

1 ـ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: که څوک له خلکو نه پور اخلي او د پرې کولو اراده یې لري، الله دي هغه ته د پرې کولو توفیق ورکوي او که څوک له خلکو مال اخلي او په نیت کې یې پرې کول نه وي الله دې هلاک کړي. عن أبي هريرة رضي الله عنه قال:قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من أخذ أموال الناس يريد أداءها، أدى الله عنه، ومن أخذ أموال الناس يريد إتلافها أتلفه الله. رواه البخاري في صحيحه .

صنعاني رحمه الله وایي: په حدیث کې د ( أتلفه الله ) جمله معنا دا ده چې الله دي دا سړی هلاک کړي، او یا دا چې الله دې له ښه ژونده محروم کړي او یا دا چې په اخرت کې دې په عذاب کړي، د حدیث شرح کې ځیني علماء وایي د حدیث مطلب اخبار دی ښېرازه نه ده.

2ـ په حدیث کې راغلي د پور ځنډوونکی به د قیامت په ورځ د الله په نزد غل بلل کیږي. صهيب الخیر رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هر سړی چې پور وکړي او په زړه کې یې د پرې کولو اراده نه لري د الله په نزد به غل بلل کیږي. عن صهيب الخير رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : أيما رجل تداين ديناً وهو مجمع أن لا يوفيه إياه ’ لقي الله سارقاً . رواه ابن ماجه في سننه. د الطبراني په روایت کې راغلي د میمون الکردي پلار وایي له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مي اوریدلي ویل یې: هر سړی چې له چا پور واخلي په نیت کې یې دوکه وي او د پور خاوند ته بیرته د پور رسولو اراده نه لري، او مړ شي پور پرې نه کړي، دا به د الله په نزد غل وي. عن ميمون الكردي عن أبيه رضي الله عنه قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : وأيما رجل استدان ديناً لا يريد أن يُؤدى إلى صاحبه حقَّه خدعة حتى أخذ ماله ’ فمات ولم يؤدَّ إليه دينه ’ لقي الله وهو سارق . رواه الطبراني

3 – په پوري بنده تړلی وي څو یې پور پرې نه شي جنت ته نه شي ننوتلي، مومن پخپل پور پوري تړلی دی، (تر هغو جنت ته نه شي ننوتلي) څو یې پور پرې نه کړل شي. عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : نفس المؤمن معلقة بدينه حتى يقضى عنه. رواه أحمد والترمذي وابن ماجه بسند صحيح.

4- سمره بن جندب رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته په خطبه کې وویل: دلته د فلاني خیلو څوک شته؟ چا ځواب ور نه کړ، بیا یې وویل: دلته د فلاني خیلو څوک شته؟ چا ځواب ور نه کړ، بیا یې وویل: دلته د فلاني خیلو څوک شته؟ یو سړی ولاړ شو ول: يارسول الله! زه یم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: اول دوه ځله پوښتنه کې مو ولي ځواب رانه کړ، زه ستاسو خیر غواړم، او ستاسو خپلوان پخپل پور پوري تړلی دی. او د الحاکم په روایت کې راغلي دي: ستاسو خپلوان د پور لامله د جنت په دروازه کې تړلی دی. عن سمرة بن جندب رضي الله عنه قال : خطبنا رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال : هاهنا أحد من بني فلان ’ فلم يجبه أ حد ’ ثم قال : هاهنا أحد من بني فلان ’ فلم يجبه أحد، ثم قال:هاهنا أحد من بني فلان ’فقام رجل فقال : أنا يا رسول الله . فقال صلى الله عليه وسلم : ما منعك أن تجبني في المرتين الأوليين ’ أما إني لم أنوه بكم إلا خيراً ’ إن صاحبكم مأسور بدينه . وفي رواية الحاكم: إن صاحبكم حُبس على باب الجنة بدين كان عليه . وروى أبو داود في سننه.

پنځمه: پوروړي ته لازمه ده چې چې پور پرې کولو ته زیات اهمیت ورکړي، څښتن ته یې پخپل وخت ورسوي او ویې نه ځنډوي، قرانکریم وایي: ( هل جزاء الإحسان إلا الإحسان). یعني د ښېګڼي بدله یواځي ښېګڼه ده. حدیث کې راغلي دي عائشه رضي الله عنها وایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مي اوریدلي دي ویل یې: هر بنده چې د پور پرې کولو نیت ولري الله به په پور پرې کولو کې مرسته ورسره وکړي. عن عائشة رضي الله عنها أنها قالت : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول : ما من عبد كانت له نية في أداء دينه ’ إلا كان له من الله عون .

پوروړی باید تر خپله وسه د پور پرې کولو کوښښ وکړي، او باید د پور کولو په مهال د هغه د پرې کولو پوره هوډ ولري، او د پرې کولو کوښښ ونه دروي په دې صورت کې کولی شي پرې یې کړي او یقینا الله به هم توفیق ورکوي، لکه په حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: څوک چې له خلکو مال پور مړي او د پرې کولو اراده یې لري الله به د ادا کولو توفیق ورکوي. من أخذ أموال الناس يريد أداءها أدى الله عنه. بل حدیث کې راغلي دي: هر څوک چې پور کوي او الله پوهیږي چې دی یې د پریکولو اراده لري خامخا به الله په دنیا کې د پور ادا کولو توفیق ورکوي. وعن ميمونة مرفوعاً :” ما من أحد يدان ديناً يعلم الله أنه يريد قضاءه إلا أداه الله عنه في الدنيا “.رواه النسائي وابن ماجه.

شپږمه: په تېرو حدیثو کې په مکرره توګه دا خبره تېره شوه چې څوک د پور پرې کولو اراده لري الله به مرسته ورسره کوي، دلته مو یوې خبري ته باید پام وي هغه دا چې د الله مرسته به هغه وخت وي چې دا پور په شرعي طریقه سره شوی وي، او ناروا او د شریعت خلاف نه وي، ځکه حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: الله د پوروړي ملګري دی ترڅو چې پور پرې کړي، خو دا پور په داسې طریقه نه وي چې الله یې بد ایسوي یعني د شریعت خلاف نه وي. عن عبدالله بن جعفر رضي الله عنهما قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : كان الله مع الدائن حتى يقضي دينه ’ ما لم يكن فيما يكرهه الله. رواه ابن ماجه

اوومه: د قرض اخیستلو په مهال باید څو مهمو خبرو ته متوجه واوسو او هغه دا:

1- قرض ورکوونکی باید داسې څوک وي چې د قرض ورکولو وړتیا او صلاحیت لري، د بيلګي په توګه د یتیم د مال سرپرست حق نه لري چې د هغه مال چاته په پور ورکړي.

2- په قرض کې ورکوونکی مال باید معلوم وي او د هغه صفت او مقدار معلوم وي، څو د بیرته ورکولو په مهال د پور د څښتن او پوروړي ترمنځ ستونزه رامنځته نه شي.

3- بايد قرض ورکوونکی د قرض له مقداره زیات شی ونه ټاکي، ځکه له قرضه زیات شی ټاکل په ټولو مذاهبو کې اتفاقا سود او حرام ده. دا کار که افراد کوي یا یې بنکونه کوي د هر چا له پاره حرام او ناروا ده، داراز نن سبا بنکونه او نوري تجارتي کمپنۍ د کټمټ همدا ډول معاملې له پاره نومونه بدلوي او خلک غلطوي یا په ځیني شرایطو سره معاملې ته بل رنګ ورکوي دا ټول د خلکو په یود اخته کولو له پاره چالونه او ناسمي لاري چاري دي باید دا تعامل ونه کړل شي.

4- که چرته پور په نیټه وي باید پور ورکوونکی له نیټې مخکي د خپل حق غوښتنه ونه کړي، خامخا به ترټاملې نیټې پوري صبر کړي.

5- دا راز که پوروړی تنګلاسی او تشلاسی وي باید د پور خاوند صبر وکړي او وخت ورکړي. او څو چې هغه وس نه وي پیدا کړی غوښنه دي نه کوي، قرانکریم وایي: ” فنظرة إلى ميسرة ” یعني تر وسي کیدلو پوري باید هغه ته وکتل شي، او تر څو چې هغه بې وسه وي د خپل حق غوښتنه دي نه کوي.

6- دا راز کله چې د پور معامله کیږي باید تفصيلات یې ولیکل شي او شاهدان دي په کې شتون ولري، لکه قرانکریم وایي: ” ياأيها الذين آمنوا إذا تداينتم بدين إلى أجل مسمى فاكتبوه “.

لیکوال: حامد افغان

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: