ژوند رازستونزې او حل لارې

د ټولو ناکاميو مور، خو زموږ همېشنی عادت

او تاته وايم اى زده کوونکيه! که غواړې چې په خپلو راتلونکيو ازموينو کې بريالى شې همدا اوس په لوست پيل وکړه مه وايه چې سبابه يې پيل کړم . ځکه که سبا راورسيد نو همداسې به يو بل سبا  هم راشى او تابه يوه پاڼه هم نه وي لوستې.
تاته وايم اى اغلې ميرمنې! که د ځان د اصلاح اراده لرې او غواړې چې په کور کې سم چلند وکړې، مېړه او اولادونو ته ارزښت ورکړې، غيبت پريږدې، په چټي او بيهوده مجلسونو کې ګډون ونکړې او د لباس موډلونو ته له توجه نه ځان وساتې نو همدا اوس پيل وکړه.

ليکنه: استاد علي طنطاوي

ژباړه :ډاکټرسيدافتخار سادات.

نن زه په خپل کارکې پاتى راغلى يم . له يوى خوابايد خپل سفري بکسونه وتړم . له بلى خوابايد يوه مقاله وليکم او بل دا چه په کويت کې د وينا لپاره بايد يو څو موضوع ګانى چمتوکړم . کارونه راباندى بارشويدي نورنو وار رانه خطاشوى . ستړى او ستومانه قلم په ځمکه ږدم ، خپله ماتى قبلوم او له ځان سره وايم : ماماتى خوړلى ، ليکن زما د ماتې لامل څه دى؟ ولى همدا موضوع خپله مقاله ونه ګرځوم . زما ماتې دوه لاملونه لري: اول داچې ،مادخپل وس نه زيات کاراخيستى دى .ځکه هم په محکمه کې کارکوم ،هم په مجله او هم په راډيو کې وينا لرم . که ماله دى کارونو څخه يوڅه اندازه لږ کړاى واى او د خپل توان په اندازه مى کاراخستى واى نو اوس به خامخابريالى وم . دويم داچې، زما له بدو خويونو څخه يو دادى چې خپل کار تر وروستيو شيبو پورى ځنډوم ((يعنې د نن کارسباته پريږدم )) او په وروستيو شيبو کې راپه غاړه شوى کار لکه د سوى پشان (په بيړه ) ترسره کوم . ښه که ماخپل کار له لومړيو شيبو په کراره ترسره کولاى نو څومره به راته آسان او هوسا واى . آيا يوازې زه يم چې له خپل وس نه مى زيات کارمنلى؟ او آيايوازې زه يم چې د کار د ځنډولو په رنځ اخته يم ؟ آياهغه ګنډونکى (خياط ) هم زماپشان ندى؟ تاته وعده درکوي چې  د روژى ترنيمايي  پورې به ستا جامې تيارې وي،خو وړوکى اختر هم تير شي بيا هم جامې ګنډل شوې نه وي.

ايا د دې لامل دا ندى چې نوموړى ګنډونکى شل جوړه کالي اخلي حال داچې د لس جوړو د ګنډلو وس هم نلرى ؟ آياموچيان ، خټګران او نورکسبه کارد همدى ګنډونکى په څيرندى ؟  آيا دې ټولو د خپل وس نه زيات کار قبول کړى ندى ؟ او بيا په خپل کارکى پاتې راغلې ندي ؟ آيا د کاردا ځنډول زمونږ د ټولو رنځ ندى ؟ هو ! ! همدا(رنځ ) زمونږ د  واړو ټولنيزو ناروغيو په سرکې قرار لرى او زمونږ د ستونزو اصلى لامل دى . هرپلارد خپل اولاد  د روزنې سمه لاره  ،هر (سوداګر) د خپلې (سواداګرۍ) د پراختياسمه لاره او هرسړى د خپل ځان د اصلاح او دخپلې کونۍ او اولادونو سره د ښه سلوک لاره ښه پيژنى ، مګر د دى کارسرته رسول سباته پريږدى تردى چې کلونه پرى تيرشى او دوى هيڅ کارهم نه وى کړى . سګرټ څکونکى ځان سره وايي: زه به خامخا سګرټ پريږدم ليکن د دى کارکول ځنډوى کلونه پرى تيريږى او بياهم سګرتي وي . بد خرڅه نيت کوي چه نور به په مناسبه اندازه لګښت کوم ليکن د دى ارادى پوره کول  ځنډوى . ګنهګار چې کله د قران آيتونه واورى نوزړه ئى نرم شى او وائى چه زه به خامخا توبه وباسم مګرد توبى ويستل ځنډوى او ځان سره وايي: روژه چې راشى نو حج ته به لاړ شم او هلته به توبه وباسم . ډيرعمرپرى تيرشى او لا توبه يې نه وي ايستلى او ځان ئى نه وى اصلاح کړى . دغه د پوهى ستونزه نده بلکه ستونزه په عمل کې ده . پوهيږي چې دروغ ويل بدکاراو رښتياويل ښه دى ، هرڅوک پوهيږى چې مور او پلار پرمونږ حق لرى ، خپلوى پالنه له واجباتو څخه ده ، او مکر،چل ،ظلم او دښمنى د الهى غضب لامل ګرځى ليکن عمل پرى نکوى . زماپلار،خداى دى وبخښى ، هرسهار ئى د لمانځه لپاره پاڅولم او ويل به ئى : پاڅيږه لمونځ وکړه ليکن مابه ځنډ کاوه چې بيابه خوب راغى . مابه ويل چې پاڅيږم او لمونځ کوم مګرد کټ څخه نه پاڅيدم ترڅو چې وخت به تير شو اولمونځ به رانه قضا شو . بيابه خواشينى شوم او په پښيمانۍ سره به مى ويل چې ولى مى د پلار دا وينا چې ويل به يې: پاڅيږه! نه عملى کوله . که ما هغه وينا اوريدلى او عملي کړى واى او يا هغه زه اړايستى واى نو اوس به داسى نه وم . او هيڅکله به د خپلې مقالې په ليکلو کې پاتې نه راتلم . په دينى او دنيوى کارونو کې به اوس له دې نه لا زيات اوچت وم . زه له هماغه وخته ترا وسه غواړم چې د سهار لمانځه لپاره پاڅيږم . له يوى خوا د پلار دا ويناچې وائى : پاڅيږه ،پاڅيږه ! د لمانځه لپاره د خپل ځايه پاڅيږه چې لمونځ د خوب نه غوره دى. او له بلى خوا د شيطان دا خبره اورم چې وائى : ((وخت ډير دى لږ نورخوب وکړه بړستنه ګرمه ده اوباندى هوا سړه ده )) او زه تراوسه واجب ته دبلنى او لذت ته دبلنى ترمينځ سرګردان يم . د لمانځه ثواب ته چې سوچ کوم نو وايم چې پاڅيږم او لمونځ وکړم مګرکله چې مى د خوب خوند او د باندى هوا او اوبو يخني په ذهن کې راشي نو ځنډ کوم . او ترهغه يو خوا او بله خوا اوړم ترڅو يا خداى ج راسره مرسته وکړى او پاڅيږم لمونځ وکړم او يا داچه شيطان غالب شى ، لمر راوخيژي او لمونځ رانه قضاشي . او زه هغه وخت له خوبه پاڅيږم چې کارته تګ مى هم ناوخته شوى وي . او په داسى وارخطائى سره د سهارچاى څښم چې يوه مړۍ مى په ستونى کې وى بله په خوله کې . جورابى مى يوه په مخ او بله په څټ اغوستى وى .

کرتۍ او پرتوګ خو لاڅه کوى. عينکى او ساعت رانه په کورکې پاتى شوى وى او لاره کې مجبوريږم چې بياکورته لاړشم او هغه راواخلم او د خلکو د خنداشم . داټول له دې امله چې د سهارمانځه ته نه يم پاڅيدلى او د پلار په خبره له خوبه نه يم راويښ شوى.

ډيرکتابونه مى د کتابتون په المارۍ کي په ترتيب ايښى دي . او د دى لپاره مى اخيستى دى چې ويى لولم . هرکله چې اراده وکړم چې مطالعه يى کړم نو بهانه کوم او لوستل يى سباته پريږدم . سباهم راشي او بيائى سباته پريږدم او همداسى سباسباکوم چې کارونه تيرشى او مايى له يوى کمى اندازى نه نورهيڅ نه وى لوستى . د دى لامل د کارد ځنډولو ناروغي ده . دا  هغه بيمارى ده چې مونږ د ښوکارونو له کولو څخه منع کوي اوزمونږ مالونه او ګټى له منځه وړي . زمونږ ټولنه او دولت هم پدى رنځ اخته دى .

اوړى چې راشى خلک د ښارونو د ککړې هوا ،دلارو د خرابوالى او د اوبو د کمښت نه ماڼيجن وى او ډول ډول لارى چارى د هغى د سمولو له پاره وړاندې کوى مګر د هغوى عملى کول سباته پريږدى تردى چې اوړى تيرشى او د نوموړو لارو چارو او اصلاحى پروژو پلي کول راتلونکي اوړي ته پاتې شي .

په ١٩٣٩ زيږديز  کال کي په بغداد کي وم . د دجلى سيند په ډاروونکي ډول پورته راغلى وو او نژدى وو ټول ښار په سر واخلي. خلک يې وارخطا کړى وء . آن تر دې چه په سړکونو کې د اوبو دمخنيوى لپاره خلکو بندونه جوړول. مګر کله چې اوبه کمى شوى او ډار له منځه لاړ . نو د بندونو جوړول ئى وځنډول او همدادى چې تراوسه کوم بند ندى جوړ شوى . زمونږ د ختيځوالو کارونه او طرحى يا د اپين دنشې په شان د سبا په هيله پاتې دي او يا لکه بې مودې ماشوم خام نړۍ ته سترګې غړوي.

څرنګه چې زمونږ ټول کارونه په خپل وخت سرته نه رسيږى او مونږ ټول په خپله وعده وفانه کوو زمونږ وعده خلافي متل ګرځېدلى او کله چې څوک له چاسره پرژمنه وفانه کوى نو هغه ته د ختيځوالۍ خطاب کيږى. ماپه خپله کله چې په ختيځ کې وم په خپلو سترګو وليدل چې يو کارهم په خپل وخت نه ترسره کيږي . مثلاً په پاکستان کې هيڅ غونډه او مراسم په ټاکلي وخت نه پيليږي . او ميلمانه هم تقريباً له ټاکلي وخت نه يوساعت وروسته راځى .

که چېرى د ټولې نړۍ وګړو ته دا روا واى چې په خپلو وعدو عمل ونکړي او ياد هغى سرته رسول وځنډوي نو بيا به هم مونږ مسلمانانو لپاره روانه واى چې په خپلو وعدو عمل ونکړو . ځکه د اسلام دين د ژمنو په عملى کولو امر کوې او داسې دين دى چې دقيقې او ثانيې هم په کې ارزښت لرى . ځکه که څوک پنځه دقيقې مخکې له آذان نه لمونځ  ادا کړي نو مونځ يى نه کيږي همدارنګه که څوک پنځه دقيقې د ماښام د آذان نه مخکې روژه ماته کړي نو روژه ئى باطله ده . دا ټول دا څرګندوي چې زمونږ دين ته وخت او په وعده عمل کول ډير ارزښت لري .ځکه که يو څوک په اوړي کې څوارلس ساعته روژه نيسي نو څه پروا کوى چې پنځه دقيقې مخکې روژه ماته کړي . حال دا چې همداکس په ژمي کې دولس ساعته روژه نيسې .نو هدف دا دى چې مونږ دغه اسلامي قانون په خپلو ټولو کارونوکې پلى کړو ترڅو د کار ځنډولو او وعده خلافۍ په طاعون اخته نشو .

رسول الله (ص) فرمائى :
(( د منافق د پېژندنې درې نښې دي : کله چې خبرى کوي درواغ وائى او کله چې وعده وکړي نو عمل پرى نه کوى او کله چې امانت وروسپارل شي نو خيانت پکې کوي  )) .
نو پدى اساس څوک چې وعده وکړي او عمل پرى ونکړي نو يو پر دريمه برخه نفاق پکې موجود دى .
زماخويندو او ورونو خبراوسۍ ! څنګه چې يو ښکارى دخپل ښکار په کولو کې هاخوادېخوا کوي نو ښکارئى له لاسه وځى . همداسې که تاسې په لاس راغلى وخت غنيمت ونه ګڼئ خامخا مو له لاسه ځى .
که يو پښ  په سرى شوى اوسپنى څټک  ونه وهى کله چې اوسپنه سړه شى څټک وهل ګټه نه کوى . په همدى ډول څوک چې خپل واجبات نه اداکوى او ستونزى نه حلوى او په ځنډ ئى اچوى هيڅکله نشې کولاى چې واجبات پوره او ستونزى حل کړى .

تاته وايم اى سګرټ څکونکيه! که په ريښتيا ژمن ئى چه سګرټ څکول پريږدې نو همدا اوس سګرټ مړ کړه او ليرې يې وغورځوه او يوه شيبه ځنډ مکوه. ځکه چې يوه دقيقه ځنډ يو ساعت او يو ساعت نور ساعتونه ځنډ منځ ته راوړي او ته هيڅکله نشې کولا ى چې سګرټ پريږدى.

او تاته وايم اى زده کوونکيه! که غواړې چې په خپلو راتلونکيو ازموينو کې بريالى شې همدا اوس په لوست پيل وکړه مه وايه چې سبابه يې پيل کړم . ځکه که سبا راورسيد نو همداسې به يو بل سبا  هم راشى او تابه يوه پاڼه هم نه وي لوستې.
تاته وايم اى اغلې ميرمنې! که د ځان د اصلاح اراده لرې او غواړې چې په کور کې سم چلند وکړې، مېړه او اولادونو ته ارزښت ورکړې، غيبت پريږدې، په چټي او بيهوده مجلسونو کې ګډون ونکړې او د لباس موډلونو ته له توجه نه ځان وساتې نو همدا اوس پيل وکړه.

ته که وروسته له مرګه په بيا ژوندى کيدو حساب او کتاب ،په صراط باندى په تيريدو او وروسته له هغى جنت يا دوزخ  ته په ننوتلو ايمان لرى . نو همدا اوس توبه وکړه او دا کار سبا ته مه پريږده . ځکه چې ته نه پوهيږى چې تقدير به دى څنګه وى.
او بالاخره دا ډيره ضرورى ده چې دا ښايسته جمله ((د نن کار سباته مه پريږده )) په يوه تخته وليکو او په خپله کوټه کې راځوړنده کړو ترڅو هرسهار دى ته وګورو او عمل پرى وکړو . ځکه د انسان دبرياليتوب او کاميابۍ راز په همدى کې دى .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: