د ټاکنې ځینې ځانګړتیاوې!

په ځورېدلي افغانستان کې د انتخاباتو مسىٔلې ډېر زور نیولی دی. ځینې کاندیدان، کوښښ کوي، چې د خلکو رأیې، په هره ممکنه وسیله ترلاسه کړي، ښې غوړې غوړې وعدې خلکو ته ورکړي، او چې کله خپل هدف ته ورسېږي، نو بیا د هېچا پروا نکوي، او ډېر ژر خپلې کړیې وعدې تر پښو لاندې کوي.
نن سبا، دغه خبره د هر افغان له خولې څخه اورېدل کېږي، چې په چا اعتبار وکړو؟ او چا ته خپله رأیه ورکړو؟ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! لطفاً هغو کاندیدانو ته چې دغه لاندې ځانګړتیاوې ولري، خپله امانته رأیه ورکړی.
۱- هغه نوماند ته چې اسلام او افغانستان ته د زړه له کومي وفادار وي، او دغه وفاداري یې په عمل کې هم پیاده کړې وي.
۲- هغه نوماند ته چې د هر نوع اشغال مخالف وي، او د افغانستان په اشغال کې یې هېڅ نوعه پټه او ښکاره مرسته نوي کړې.
۳- هغه نوماند ته چې پخپل اسلامیت او افغانیت ویاړي، او هېڅکله یې د افغان د ټکي مخالفت نوي کړی.
۴- هغه نوماند ته چې ملي ګټې تر شخصي، ګوندي، ژبني، او سمتي ګټو، پورته ګڼي.
۵- هغه نوماند ته چې لوړ لوړ تعمیرونه او غټ غټ مارکېټونه په یوه نامه، او بل نامه ونلري.
۶- هغه نوماند ته چې له هر نوعه غصب څخه یې خپل ځان پاک ساتلی وي. یعنې، که هغه د مځکې غصب، د جایداد غصب، او یا د یوه تنظیم، غصب وي.
۷- هغه نوماند ته چې د خپل قدرت په وخت کې یې، له خپل قدرت څخه ناوړه ګټه نوي پورته کړې.
۸- هغه نوماند ته چې د ښو اسلامي اخلاقو، پوهې، او د ښه قضاوت څښتن وي.
۹- هغه نوماند ته چې د پردیو مزدور نوي، او د پردیو د ګټو دپاره کار نکوي.
۱۰- هغه نوماند ته چې تر ننه یې د افغانستاني ټکی په خپلو خبرو او لیکنو کې نوي استعمال کړی.
۱۱- هغه نوماند ته چې د خپل قوم او ګوند، بدو کارو، او بدو خلکو ته بد ووایي، او د خپل قوم او ګوند، د بدو خلکو مخنیوی وکړي.
۱۲- هغه نوماند ته چې له رشوت او نور فساد څخه یې ځان تر اوسه پورې پاک ساتلی وي.
۱۳- هغه نوماند ته چې د فېدرالېزم تر نامه لاندې، د افغانستان تجزیه نه غواړي.
۱۴- هغه نوماند ته چې د قومي، ګوندي، ژبني، او سمتي، تعصب څخه پاک وي.
۱۵- هغه نوماند ته چې قانون ته احترام ولري، او په ریښتیا سره د قانون پلي کېدل غواړي.
۱۶- هغه نوماند ته چې د خلکو رأیو ته احترام ولري، او د نتایجو نتیجې ته غاړه کېږدي، او هغه د زړه له کومي ومني.
۱۷- هغه نوماند ته چې د مرکزي حکومت امرونه ومني، او د قانون اطاعت وکړي، او قانون د خپلو کړنو قرباني نکړي.
۱۸- هغه نوماند ته چې په اسلام او وطن مین وي، او تر اوسه یې، نه اسلام، او نه وطن ته، کوم ښکاره خیانت کړی وي.
۱۹- هغه نوماند ته چې د اخلاقي جرأت څښتن وي، او د خلکو له حق څخه په مېړانه دفاع وکولای شي.
۲۰- هغه نوماند ته چې د پیسو، چوکۍ، او نورو امتیازاتو پذریعه هېڅکله نشي اخستل کېدای.

د پام وړ ټکي!
ګرانو او قدرمنو هېوادوالو!
ډېره هڅه وکړئ چې دغه طلاىٔي فرصت له لاسه ورنکړئ. د یوه نوماند د انتخاب په وخت کې، د هغه نوماند اسلامیت او افغانیت ته تر ټولو شیانو زیات اهمیت ورکړئ.
که افغانان وروڼه او خویندې، دغه دفعه خدای ناخواسته بیا بې غوري وکړي، او خپله امانته رأیه سمه ونه کاروى، نو دوی باید پوه شي چې ملک یې د پخواه په شان، بیا د ډېرو کلونو دپاره، په بدبختیو کې ډوب پاته شو.
که چېرې افغانان، د ولسي جرګې، د مشرانو جرګې، د ولایتى شورا، او د ولسوالۍ د شورا غړي، د اسلامیت او افغانیت په آساس وټاکي، نو ان شاءالله، کېدای شي، چې دغه وکیلان به هغه بایللی اعتبار د خلکو په نزد بېرته اعاده کړې.
هېره د نوي، چې د ولایتي او ولسوالۍ شوراګانو، نوماندان، د ولسي جرګې، او د مشرانو د جرګې، د نوماندانو په شان ډېر مهم دي، او د هغوی په ټاکلو کې همدغه پورته ذکر شوي شرایط باید په پوره توګه سره په نظر کې ونیول شي.
د منلو وړ ده، چې که چېرې افغانان وروڼه او خویندې، سر له اوسه، خپلې ملاوې، د اسلام او غیرت په رسۍ، کلکې وتړي، او ښه ښه شخصیتونه د افغانستان خلکو ته ور وپېژني، نو ان شاءالله، امید شته چې ښه پوه، صادق، او په اسلام او وطن مین وکیلان به تعین شي.
په پای کې د الله(ج) له لوی او مهربان دربار څخه په ډېره عاجزۍ سوال کوم، چې الله(ج) دې دغه ځورېدلي ملت ته هغه وکیلان ور په برخه کړي، چې هغوی الله(ج) ته قبول او منظور وي. آمین یارب العالمین.

عبدالله وردک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب