د وېښتانو د توېدو علتونه او درملنه!

د سر ورېښتان د ورېښتانو د پياز يا فوليکول ( دوېښتانو رېښو) په واسطه چې دپوستکي په لاندنۍ برخه کې شتون لري جوړيږي تل په عادي ډول له ۵ نه تر ۱۰ سلنې پورې دا فوليکولونه د ارامتيا په حالت کې او ۹۰ نه تر ۹۵ سلنې پورې د کار کونې په حالت کې ژوند کوي.

د ورېښته هر پياز له ۲ نه تر ۳ مياشتو پورې د آرامتيا مرحله لري چې پدغه موده کې وېښتان رېژېږي او لدې مودې وروسته د دويم ځل لپاره په کار کولو پيل کوي . چې د هغو د کار کولو موده بيا له ۳ نه تر ۵ کالو پورې وي البته لدې مودې وروسته يوه بله مرحله د بين البيني يا انتقالي مرحلې په نوم شتون لري چې شاوخوا له دوو څخه تر دريو اونيو پورې پايښت کوي او وېښتان د کار کوولو له مرحلې څخه د آرامتيا لوري ته ځي. دا دوره په نوبتي ډول صورت نيسي او هره ورځ په عادي توګه د يو شمېر وېښتانو د رېژېدلو لامل ګرځي او په يو عادي انسان کې د وېښتانو د رېژېدلو دا شمېره د ورځې له پنځوسو نه تر سلو پورې وي چې د وېښتانو د مينځلو په وخت کې بيا دا شمېره زياتيږي.

د وېښتانو رېژېدل لاملونه:

د وېښتانو رېژېدل يو لړ لاملونه لري يو شمېر هغه لاملونه کوم چې ډير عام دي په لاندې ډول بيانيږي.
۱: ارثي
۲- د وينې دا وسپنې کمښت او دميسو نشتوالی.
۳- دځينې دواوو څخه کار اخيستل.
۴- ورېښتان له اندازې څخه زيات کشول.
۵- سيبوريا يا له اندازې زيات د پوستکي او ورېښتانو غوړوالی
۶- سخت رواني تشويشونه
. ۷- د ورېښتانو رېژېدل په ځانګړي موسم کې.
۸- د ورېښتانو رېژېدل درې مياشتې وروسته له پيدايښته
. ۹- د تبو والا ناروغيو پرله پسې پيښیدل
. ۱۰- د وریشتانو نه ساتنه اود ورېښتانو د اصولو خيال نه ساتل

د ورېښتانو د رېژېدنې درملنه په ځينوهغو درملو کول کوم چې په پيل کې د وېښتانو د لږ مهالې تبزې رېژېدنې لامل جوړيږي خو په پايله کې د هغو وېښتانو د زياتې رېژېدنې څخه مخنيوي کوي کوم چې دآرامتيا په حالت کې وي او وروسته بيا دا په هغو وېښتانو بدليږي کوم چې د فعاليت او ودې په حالت کې وي.
البته د وېښتانو د رېژېدلوځينې نور علتونه هم شتون لري چې هغه کم پبښبدونکي دي او دلته مو بيان نه کړل.

درملنه:

۱- د پورته علتونو اصلاح کول
۲- سپیری مونوکسیدل ۲٪او ۵٪ زنانه او مردانه دپاره
۳ – د پوستکي و متخصص ته مراجعه کول

ډاکټر عبدالولي اعتماد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب